توپاني سیلۍ

توپاني سیلۍ


وم لـــــــــویــــــــه ونه څــــــــانــــــــــګــــــه وره
په شنــــو پاڼــــــــــو پټــــه مټــــــه ښه بــــــبره
د تــوپان او د سیــــلیــــــو غـــــم می نــــــه و
په ځای کلکه وم ولاړه له خزانه نا خــــــبره
سر می هسک و تر اسمــــــانه ویاړیدمـــه
ما وی زه یمه یوازی په جهان کی بختوره
زما ســیوری ته به ستــــــړي ډیر دمـــــه وو
چـــی به ګیــــر شول په ګرمۍ کې ناببـــــره
هم خوشاله زما څانګو کی مــــــرغــــــان وو
شور ما شور بنډار به جوړ و له سهارترمازدیګره
ډیر کلــــونه مې په برم کې هسی تیر کــــــړل
د ویاړ نوم مې و ګټلــې له نیکونو ښه په نره
اوس راپیښ لوی ناتار شــــــــو له غلیــمــــــه
توره بلا شوه په بــــــرخلیــــــک مې زوروره
په هوا کې د ملــــخــــــو لښــــــــکر راغــــــئ
هم په ځمکه رارهي شول سره میږي له بحرو بره
په شنو پاڼو د ملــــــــــــخو چپــــــاو جوړ شــــــو
لغړیږم ،سپیره کیږم د هغوی له شــــــورو شـــــره
په ریښو می ســــــرمیږیان ټولــــــه لـــــګیـــــا دي
ټولی مراندې مې پرې کیږي بې ارې او بې تبره
مالیار نشته چــــــــی زما په غم غمــــــــجن شــــــی
پرګنــــــې ټوټه ټوټــــــه دې یو له بلــــــه مـــــــــروره
لــــــه جهــــــانـــــــــــه زما نــــــــوم په ورکــــــیدو دی
لویه خدایه ته مې ژغوره یا نبي سخي ســــــروره
چې نسکوره شم تاریخ مې هم تبــــــاه شــــــــــــــــو
افغانستان یم بل څوک نه یم د پیړیو شمـــله وره
اکبري په تاسو غږ کړي د وطن بچیانو ویښ شی
خلاصۍ نشته له غلیمه بی له توري بې لښـــکره


 بسم الله اکبري هالنډ
۲۱-۱۱-۲۰۱۳

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button