ته چې لاړې

سید عبید الله نادر
د یو دوست د لیک څخه د هغي د زړه مطلب

ته چې لاړې
ته چې لاړې بیا زه ،په هغه کوڅه تیر نه شوم ،ځکه د کوڅې په لیدلو به ستا یادونه په زړه شول . او ستا یادونه به می سترګو ته ودریدل ، ستا یادونه به زما د هجر وهلي زړه ،پرهارونه تازه کول ،د کوڅې او هغه کور د لیدلو سره چې ته به په کې اوسېدې زما په سترګو کې به اوښکې راوغړیدې ،او ستا ښکلي خاطرې به زړه ته ودریدی ،او زما د اوښکوباران ته به یې ،نور هم زور ورکاوه ،خو ته لکه عنقا د کوه قاف د غرونو تر شا پناه شوي ، او ډیر لیری ملکو ته لاړې ،او ستا ارمان مونږ ته اوس په زړه شو، زمونږ د مجلس خوږوالۍ او تود والی ،به تا وو ،او ستا هغه بی آزاره بی خاره ټوکې ،چې د حسادت د غشی د ګذاره لیری وو، دهغی یادول ما نور آزاروی ،اوس هغه کوڅه هغه خوبائی نه لري ، چې ته به په کې اوسيدلی، د هغی کوڅې زینت هم په تا وو ،اوس زه ډیر په نا امیدۍ سترګي غړوم چې ګوندی یو صاحبدل لکه تا غوندی پیدا کړم ،او خپل دردونه ورسره شریک کړم ،خو افسوس چې دا هغه آرزو ده ، چې دلته نه تر سره کیږي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button