ته خپګان لرې؟ اساسي حل لاره يې دا ده

لیکنه: ګل احمد احسان

دا نو څومره جالبه ده! ته یوازې داسي فکر کوې چې زه خپه یم، په دې وختونو کې زړونه یوازې له ارمانونو، هیلو، غوښتونو او ګیلو ډک دي. ته یوازې نه يې ټوله نړۍ په دې توپاني کیښتۍ کې درسره ناسته ده.

د ارواپوهانو بیا نفس ختلی چې خلک دې ته وهڅوي ترڅو ورځې او شپې خوشحاله تیري کړي، خو ګوره ! ارواپوهان هم یوه دنیا غمونه لري خو دوی بیا یو مهارت تر موږ ډېر لري چې لږ يې طبیعت سم ښکاري( وروسته يې د طبیعت د خوښۍ راز درته وایم)

ته چې سهار له خوبه ولاړ شې نو کوم فکرونه ډېر وهې!؟ لږ فکر وکړه………………

همدادي دي ستونزه ده چې ته هر وخت فکر وهې. زموږ ژوند په فکر، سوچ، خیال، حال، خوب، ویښ پاته کیدلو او هیڅ نورو لارو ډېر مخته نه ځي. اساسي حل لاره لري چې ستا سره سته خو ته حق حیران ورته پاته يې.

اوږدې لیکنې هم چندانې خوند نه لري. څه پوه سوې!؟ مانا اوس غټي غټي اعلاميي او خوندوره جمله بندي د فسبوک پر مخ خپرول د هیواد په جوړولو کې مهم رول لري، نور نو عملي کار د ط ټکی دی.

خبره په همدې ځای کې ده! د هر کار لپاره عمل مهم دی. ستا ستونزه په بېځایه مشورو، فکرونو او خیال پلو نه حلیږي، ته یو کار وکړه.!

هر څومره ډېر کاري فشار او یا روحې فشار زور در باندي وکړي فقط دا خبره تل یاد ساته ( ددې سترو کائناتو خالق الله ج همدا اوس ما ویني، زما د زړه په پټو رازونو خبر دی، زما درد او فریاد اوري نو زه ولي غمجن سم.)

که دي دا خبره خپل عادت کړه، د ژوند کیسه اسانه سوه، خپل خوندونه اخله، عبادت کوه، ددوستانو سره لیدنې ډیري کړه، همدا اوس هڅه وکړه، که ډېر وخت کیږي چې یوه ملګری او دوست ته دي زنګ نه وي وهلی، اوس زنګ ورته ووهه، هغه ته ووایه په زړه مي سوې، ته زما ډېر ښه دوست يې………. زنګ ووهه

ګوره نو! زنګ دي ونه وهی ته لیکنه څه کوې زه شاید ډېري بابولالي ولیکم خو تا باید زنګ وهلی وای ځکه زما تر لیکني شاید ستا د ملګري او دوست خندا خوشحاله کړی وای، خو خیر.

یو خو زما دا مشوره ومنئ! د روانپوهنې اړوند ځیني کتابونه چې زموږ او ستاسو له کلتور، دین او عقیدې سره برابر نه وي مه ګورئ، ګډو وډ به مو کړي خو ځیني ښه کتابونه هم پکښې سته.

اوس نو اساسي حل لاره څه ده!؟ کیسه خو به نه وي غمېدلې؟

د خوښیو تر لاسه کولو لپاره بټن ستاسو سره دی. که غواړې خوښ اوسې نو ټول تشویشونه شیف ډیلیټ کړه. او بیا دا لاندې لارښوونې هم عملي کړه.

۱: هیڅ پېښه او مسئله دومره مه مهمه کوه چې ستا ژوند تریخ کړي، ځکه ستا ژوند خوږ دی.

۲: که رښتیا هم غواړې چي همېشه خوښ پاته سې نو مهرباني وکړه. دا عادت پیداکړه، که له یو چا سخت ګیله من او خفه سې، ورته ووایه ما بخښلی يې ځکه ته زما دوست يې.

۳: د ورځې په جریان کې اوبه ډیري څښه، طبیعت به دي داسي صفا، ارام او نرم کړي لکه اوبه د روغتیايي ګټو په اړه يې د ډاکتر څخه پوښتنه وکړه.

۴: که درد درغی، ووایه زه خو ډېر خوږ انسان یم.څومره مینه ناک یم.

۵: که یو کار نه سې کولای ژمنه هم مه ورکوه.

۶: ډېر باور هم مه کوه کنې نژدې دوست به دي داسي لغته ووهي چې ۱۸۰ درجې به دي د ژوند زاویه بدله کړي، ځکه اوس رښتینې دوستان هم کم پيداکیږي.

۷: که دي د بل په پوډر مخو انجونو او میک آپ والا سټایلیش ښځو پسې کتل نو بیا به هم وايي چې ولي خفه یم؟ خپله میرمن شاپیرۍ وګڼه، مینه ورسره کوه، هغه عادتونه يې په مینه لیري کړه چي ستا نه خوښیږي. دا يې ستا د کور نظم جوړ.

۸: خپل په خوښه ژوند کوه، په هر څه چې دي طبیعت سمیږي چانس دلاسه مه ورکوه خو دین او کلتور په نظر کې نیسه.

۹: تا وویل، ما وویل، ده وویل، هغه وویل، داسي وه ، هغسې وه او دې ته ورته خبرې دي یوازي وخت نیسي، هیڅ يې په کیسه کې مه کېږه.

۱۰: خوب پوره کوه. که خوب نه درځي نو پورته لارښوونې دي ندي عملي کړي حتمې دي سوچونو ته څنګ وهلی دی.

ګوره موضوعات درڅخه ګډوډ نه سي. ما درته ویلي وه چې ارواپوهان هم یوه دنیا غمونه لري خو دوی بیا یو مهارت تر موږ ډېر لري چې لږ يې طبیعت سم ښکاري( وروسته يې د طبیعت د خوښۍ راز درته وایم) په یاد دي سول؟

ځیني کسان لکه ارواپوهان چې خپل ژوند، فکر او طبیعت يې سم کړی دی ددوی مهارت دادی چي صبر، حوصله، توکل، زغم او د ستونزو په وخت کې مقاومت لري، پرته له ویرې ژوند او نورو مهمو مسایلو سره يې ځان عادت کړی دی. دغه يې مهارت دی چې ته يې هم کولای سې.

نو تا بیا ولې ځان د خپکان دریاب ته اچولی دی. ژوند روان دی هڅه وکړه هره ورځ خوښ ژوند ولرې.

تاسي د نورو هیوادونو خلک وګورئ، یو ګیلاس چای به په دومره مینه څښې چي فکر کوې شات خوري خو موږ دوه چایبره چای په نس کې چپه کوو خو خوند څه کوې حلق مو درې ورځې تریخ وي. توپیر څه دی؟

هغوی د ژوند څخه خوند اخلي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button