تصیم سم ونیسئ او پوره یې ونیسې او ژر یې ونیسئ

لیکوال: محمد تمیم تکل

ورځ مو له خوشالیو او نېکمرغیو ډکه!
تاسو لیدلي او اورېدلي دي؟
ډاکټر صاحبان وايي:
که غواړئ چې صحتمند و اوسئ؛ نو هره ورځ:
دومره گیلاسه اوبه وڅښئ؛
دومره ورزش وکړئ؛
دومره خوب وکړئ؛
دومره خوراک وکړئ.

زه له بلې زاویې ورته گورم او هغه سایکالوژي ده،
که غواړئ صحتمند پاتې شئ او ناروغ نه شئ؛ نو لاندې کارونه هرومرو وکړئ:

۱. خپل احساسات بیان او ظاهر کړئ.
هغه احساسات چې پټ یا ټکول شوي وي، هغه په بدن کې د معدې د التهاب، د معدې د زخم او د ملا د مختلفو دردونو لامل گرځي. په اوږدمهال کې د «سرطان» لامل هم گرځي.
ښځې مو لیدلي دي؟
چې فشار پرې راشي، چا سره یې جنگ وشي، چا سره یې لفظي شخړه وشي یا هر ډول عصبي فشار چې پرې راشي؛ نو کرار یوه کونج کې ناسته وي او ښه وژاړي، ښه یې زړه تش شي، او چې له بلې ښځې سره کېني؛ خورې داسې ده هسې ده. لږ پسې راتېره شه، … بس چې ساعت تېر نه وي دې وخته ټولې منفي انرژۍ خالي کړي وي او احساسات یې تخلیه شي. او هېڅ شی یې په زړه نه وي پاتې، نارینه خو یې په زړه کې واچوي واچوي سبا بل سبا ترې د کنسر او سرطان دانه جوړه شي.
خویندو او میندو! نوش جان مو شه!
موږ خو نه د ځان له پاره او نه د الله له ډاره وژړل، الله دې موږ نارینه وو ته هدایت وکا.

۲. تصیم سم ونیسئ او پوره یې ونیسې او ژر یې ونیسئ.
هغه دوه زړی انسان یا زړه نازړه انسان چې وايي دا کار وکړم که نه، داسې وکړم که نه او دا به وشي که نه، لنډه دا چې دوه مخي او منافقت چې په هر کار کې وي په اوږمهال کې د عصبي فشارونو، پوستي امراضو او معدې د تکالیفو باعث گرځي.

۳. د حل لارو پسې وگرځئ.
منفي گرا خلک یو عادت لري چې ستونزې لویوي، ستونزو ته له کمزورې زاویې گوري او د حل لارې نه شي موندلی. دوی هڅه کوي او تل غم، غوسه، تشویش، خپگان، شایعه او پروپاگند خوښوي. د یوه څراغ روښانه کول د تیارې د تأسف څخه غوره دي. مچۍ د دنیا یو کوچنی موجود دی؛ خو د دنیا په سطحه تر ټولو خوږ شی تولیدوي. منفي افکار زموږ په بدن کې د منفي انرژیو د تولید لامل گرځي. دغه منفي انرژۍ بیا وروسته په اوږدمهال کې ناروغیو ته اوړي.

۴. تظاهر مه کوئ.
هر هغه څوک چې واقعیتونه پټوي، دی تظاهر کوي. تل یې هڅه دا وي چې راحته، ښه، او پوره د نورو په نظر کې وښکاري. دوی په حقیقت کې یو دروند بار حملوي. دوی د اوسپنو هغو مجسمو ته ورته وي چې د خټې پېښې یې وي. د ژوند د صحت او روغتیا تر ټولو ستر دوښمن دا دی چې په تظاهر سره ژوند وشي. دوی د نړۍ زرق او برق ته ترجیح ورکوي او تومنه یا ريښه نه لري. د دوی نهايي موخه درملتونونه، روغتونونه او دردونه دي.

۵. واقعیتونه ومنئ.
چې واقعیت و نه منو او په نفس باندې تکیه و نه کړو؛ نو موږ به له خپل ځانه پردي کړي. د یوه سالم ژوند هسته صداقت، تعهد او ریښتینولي ده، هغه هم له ځان سره. څوک چې دا نه مني؛ هغوی به حسد کوونکي، مخرب، رقابت کوونکي او مقلدین وي. د نیوکو منل او خپلو غلطیو ته توجو کول یو عقلاني کار دی او د درمان له پاره یو ښه ابزار دی.

۶. اعتماد وکړئ.
هغه خلک چې په نورو باندې اعتماد او باور نه لري؛ هغوی نه شي کولای له نورو سره «ښه» ارتباط یا اړیکه ټینگه کړي. او نه شي کولای ژوره، دوامداره او سالمه اړیکه له نورو سره رامنځ ته کړي. دا کار یې چې و نه کړ د وخت په تېرېدو سره به منزوي شي او د ټولنیز ژوند له خوندونو هم محروم.

دا کارونه وکړئ. که مو گټه و نه کړه زه جریمه او ناغه. که مو ترسره کول او ملاحظات مو نه لرل، لیکلې وعده باید راسره وکړئ چې دا عادتونه به له دې وروسته په ځان کې راولو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button