ترهگري يا تروريزم څه ته وايي؟

سليم

دا عجيبه گړنه اوعجيبه مفهوم دۍ ۔ اوس زموږ په هيواد کې لوي او واړه له دې عمل او گړنې سره اشنا دي ۔ خو ماته د دې گړني نور ابعاد هغه وخت لا روښانه شول ۔ چې د پيښور په پريس کلب کې يوه دستوره وه د يو چا د زيږيدو کليزه وه ۔ چې هلته خداۍ بخښلي استاد رحيم الهام توضيحات ورکړل : هغه وويل افغانان نه يوازې ژوند له لاسه ورکوي ، او په بيلابيلو شکلونو وژل کيږي، بلکي هغوی چې پيښور يا پاکستان ته کډوال شوي دي، دلته په يو بل ډول ترور کيږي ۔ د بيلگي په توگه په خپل وطن کې ورته د کابليه! ، مهاجره !، گيلم جمه! او نورو کليماتو غږ کيږي ۔ دا خپله يو ډول رواني ترور دي ۔

وروسته را ته د چامسکي مشهور امريکايي فيلسوف او ژبپوه چې د امريکا دجنگي سياستونو يو ضد اومخالف دۍ اثر لاس ته راغۍ ۔ هلته يي دولتي ترور اوغير دولتي ترور مفاهيم ياد کړي وو، دترور دنورو اشکالو يې هم يادونه کړي وه ۔

دچامسکي داثر په لوستلو چې هر څوک يې لولي په دې يې سر خلاصيږي ، چې ترورونه نه يوازې ترهگري ډلې کوي ، بلکې د دوې شاته لوې زبر ځواکونه دولتي ځواکونه دولتونه او داسې نورې کړۍ هم شته چې دې ناوړه عمل ته لاس اچوي ۔

د حسين حقاني کتاب چې څو کاله دمخه مې لوستي وو او اوس له نيکه مرغه په پښتو هم ژباړل شوۍ او چاپ شوۍ چې روښانفکر يې بايد ولولي (پاکستان دپوځ او جومات ترمنځ )، هلته دپاکستان موخې تشريح شوي دي اودخپلو موخو ته درسيدو له پاره بيلابيل اعمال يې هم شرح کړي او تر سره کوي يې چې يو هم ترور دي ۔ هغه شرح کوي چې پاکستان د دۍ کار له پاره خاصې جغرافيوي سېمې په نښه کړي اودهند سره په جگړه کې يې نوري تجربي هم اخيستي وي ۔ دبيلگي په توگه په سيالکوت کې دهند دټانکونو پر ضد دپښتنو له فيزيکي وجود نه کار اخيستل ۔ دپاکستان له پاره دترور کولو له پاره اومه مواد ،بې سوادي ، ناليک لوستي سيمي ، مذهب ،مدرسې او نور وسايل وو۔ چې اوس هر چاته بربنډه ده چې په اصطلاح دغه هيواد اداره په کې ماينډ ماستر اولوۍ ښوونکي حيثيت لري ۔

دژوند اود مرگ له مسالي چې تېر شو ، يو بل ډول ترور هم پيژندل شوې اوهغه سياسي ترور ، دشخصيت ترور ، فرهنگي ترور اوداسې نور ترورونه دي ۔ په دې ډول ترورونو کي چې چامسکي هم ورته اشاري کړي دي ، استخباراتي کړۍ زيات نقش لري ۔ په دې برخه کي دسي اۍ اۍ ، اۍ اس اۍ او داسرايلو دجاسوسي سازمان اونورو جاسوسي ادارو نقش ډير برجسه دې ۔ زموږ په هيواد کې هر هغه شخصيت چې چې دلويو زبر ځواکونو سره يې جوړ جاړۍ نه وي کړي اويا دهغو دگټو خلاف وي ۔ په مختلفو ډولو نو ترور کيږي ۔ په تورونو ، په ټاپو وهلو ، په فسادونو ، اونورو اتهاماتو ترور کيږي چې دخلکو په ذهن کې يې ورټي ۔ اويا يي بي اهميته کړي ۔

خو دغه جاسوسي اداري به په دې هم وپوهيږي ۔ چې هغه دپښتو متل دۍ چې« لندې خټي په وچ ديوال نه لگيږي» ۔ جاسوسي اداري که څه هم له بيلابيلو ذرايعو او وسايلوکار اخلي ۔ ډلي اوگروپونه جوړ وي هغو ته دنده ورکوي ۔ او داشخاصو دبدنامولو له پاره پيسي اوامتيازونه هم ورکوي ۔ له رسنيو کار اخلي په رسنيو پانگونه کوي ۔ اوپه دې ډول دشخصيتونو ترور کوي ۔

په افغانستان کې دا لوبه له هر چا زياته روښانه اوڅرگنده ده ۔ له تېرو بيلگو تيريږو ۔ اوسني لوبي ته را ځو ۔

په داکتر اشرف غني باندې څه تورونه نه وو چې پورې نه شول ۔ فاشيست، قبيله گرا، د امريکي جاسوس، دپيسو تښتول، فساد۔ او داسيې نور ۔ خو دا تورنه کله نا کله دخلکو دذهن په لابراتوار کې سم اود قيق سنجش اوتجزيه هم غواړي .۔

د دې تورونو لگوونکي مالوم دي ۔ په راس کي يې سې اۍ اۍ ، اۍ اس اۍ خليل زاد چې په ميديا کې يې درزيلزاد او ذليلزاد په نومونو يې خلک يادوي اوهغه کړئ چې ځانونو ته په اصطلاح «مطرح سياسيون يا شاشيون » وايي دوسايلو په توگه کارول کيږي ۔ د ازمايښت له پاره به دا سمه وي چې سبا انتخابات اعلان شي ۔ د امارت گونگي اوپه اصطلاح «مقدس » مشران چې نه يې نوم شته اونه يې نښان شته اودپرښتو (!) له اصل ونسبه دي دوي دي هم ځانونه کانديد کړي ۔ کرزي دي هم ځان کانديد کړي اواشرف غني دې هم له دي ټولو ترورونواو تورونو سره کانديد شي نو بيا به مالومه شي ۔ چې يوه ډوډۍ څو پتېري کيږي ۔ بيابه وکتل شي چې دشخصيت ترور څومره اغيزمن واقع شو ۔

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button