بې کوره کوربه, لنډه کیسه

بې کوره کوربه, لنډه کیسه

عبد الله ور خلاص کړ د اوطاق د ننه راغی, په مړاوي غږ یې وویل:
– ډوډۍ لری
ما چې د ده خیرنو جامو, ببر سر, او عاجزې څېرې ته وکتل, زړه مې ورته بد شو. سترګې مې ور پورته کړې:
– هو کښېنه ډوډۍ تیاریږي.
دی هم راغی او په دوشکه کښيناستو, زه هم مصروفه وم. د شپې له پاره مې خواړه پخول, دیګ مې باندې کړ, له عبدالله سره کښيناستم. زړه نا زړه مې عبدالله ته مخ ور واړوو. پوښتنه مې ترې وکړه:
– لالا څنګه داسې جیګرخون تاویږې
ده هم په ډکو سترګو راته وکتل او را غبرګه یې کړه:
– امم نه مې پرېږدې, کیسې ته غوږ شه.
“پلار به د باندې د کثافت دانۍ خالي کولو ته د باندې نه پريښودم, او نه یې راته کومه جدي خبر کوله. خو کله مې چې پلار وفات شو, مور, خویندې مې هېڅ کیسه په کې نه وو, ځان راته بیګانه معلومېدلو, ځکه چې هیڅ مور او خور له خپل زوی او ورور سره داسې چلند نه کوي.” زه هم ورته غوږ وم, سترګې مې له اوښکې ډکې وې, په کیسه کې ور ولوېدم:
– نو بیا څه وشول
عبد الله سوړ اسویلی وایست:
– ته راته غوږ اوسه زه درته کیسه کوم.
“ورځې تېرېدلې خو یوه ورځ راغله چې کور ته پولیس راغلل او زه یې افغانستان ته راواړولم. ما افغانستان کې هیڅوک نه پيژندل او نه هم بلد وم. راسره جیب کې یوازې ټلیفون او یو څو ریاله وو, هغه ریالونه مې یو څو هفتې وشول. د هغه د خلاصېدو نه وروسته مې ټلیفون خرڅ کړ. د هغه پيسې مې یو څو میاشتې وشوې. خو وروسته تر هغه مې لاس بل چا ته مجبور شو, ځکه چې نه مې څوک وو او نه مې هم پيژندل. له اطاق نه یې راوه ایستلم, او ژوند مې د سرک د غاړې سره تیرولو. دلته لنډ یو مارکیټ وو, هغه ته ورغلم خو هغه راته هم ځای را نه کړ. خو له ډيرو زاریو وروسته یې راته د بام په سر د ژوند کولو اجازه راکړه. اوس مې فکر راغونډ شوی, زه بې موره وم. ادې جانه مې نه وه, هغه وفات شوې وه. هغه څوک, چې تر آخره راسره وو, دوی زما مور او خویندې نه وې. هغه خلک عرب وو, پلار مې د هغې ښځې سره واده کړی وو. دوې نجونې نه زما له موره وې او نه هم زما لپاره وې, دا زما د غمجن ژوند کیسه وه. ” د عبدالله له سترګو اوښکې راغلې, پاڅېدو له اطاقه د باندې ووتو.
زما هم عبدالله ته له سترګو اوښکې راتویې شوې, دی هغه ځوان وو, چې تر شل کلنۍ پورې یې ژوند په سعودي کې کړی وو, او ورسته د سعودي د حکومت په واسطه افغانستان ته را شړل شوی وو. د ده چې اوس مهال یې د ژوند هره لحظه یوه خاطره ده. وخت ناځوانه ورسره ناځواني کړې. هر څه په ځان تحمل کوي, لوږه ,تنده, د پيسو نشتون, د ځای نه شتون, د خپلوانو نه شتون, او په څنګ کې ورسره د خلکو بد چلند. دی هغه څوک وو, چې په خپل هیواد کې یې کور نه درلود او د بل تر ظلمونو لاندې یې ژوند کولو.
پای
افغانستان, ښایسته کندهار, نهمه ناحیه
فضل الحق نوری

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button