بې سرلیکه لیکنه

محمدآصف خواتی
هرڅومره مې چې فکروکړ خپلې دې لیکنې ته سرلیک غوره کړم  دکندهاریانو په خبره سرمې پرې خلاص نشو۰ ښایي علت یې داوي چې په دې وروستیواونیو کې په افغانستان کې حالاتواوسیاسي بهیرونو داسې بڼه غوره کړې چې

دهغوتعریف اوانځورایستنه، او وړاندویینه یې خوراستونزمنه  شوې ده اویا ښایي اصلي لامل یې داوي چې زموږ دمتفکرجمهورترزعامت لاندې دهیواد دحالاتودبهیر په څرنګوالي پوهیدل زما په شان ناپوهانو ته دپوهیدو وړنه وي۰ متفکرجمهور وایي چې پدې وروستیو څلویښتوکلونو کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ نااعلان شوې جګړه روانه ده۰ خو پربله خوا دهمدې متفکر دواکمنۍ پرمهال ددوودښمنو اوپه جګړه کې ښکیلودولتونوداستخباراتي ادارو ترمنځ دګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کیږي ۰ ننۍ جګړې دهرڅه دمخه تبلیغاتي او استخباراتي جګړې دي۰ که چیرې دمتفکرجمهورله دې عالمانه څرګندونې سره چې څلویښت کاله داګاونډیان په جګړوبوخت دي همغږي وْښودل شي څرنګه شونې ده چې ددې دښمنوګاونډیانو څارګرې ادارې رښتینی ګډ کار اوهمکاري سره وکړي ؟ متفکرجمهورله یوې خوا ددواړو هیوادونو ترمنځ دڅلویښت کلنې جګړې خبره کوي خوبیا دجهاد اودمجاهدینود شهکاریو اواتلوالیوخبرې هم کوي۰ دلته داپوښتنه راپیداکیږي که چیرې افغانستان اوپاکستان څلویښت کاله دیوبل سره په جګړو بوخت وي چې په هغوکې هیڅ شک نشته ، نوبیاد جهاداومجاهدینو ستاینه څه معنا لري۰ ټولواوپه هغوکې متفکرجمهوراودهیوادننیواصلي او تمثیلي واکدارانو ته جوته اوڅرګنده ده چې جهاد دسردارمحمدداوددواکمنۍ پرمهال پیل اود افغانستان دخلک دموکراتیک ګوند په واکمنیدو سره یې  دوام وموند۰ دجهاد دپیل ( ۱۳۵۴ کال سرطان) څخه ترننه پورې پوره څلویښت کاله تیریږي۰ که چیرې دمتفکرجمهور موخه دازماني پړاو وي نوددې څخه معلومیږي چې مجاهدین د پاکستان اجیر افغان جنګیالي وو چې دپاکستان دګټو لپاره دافغان ولس او افغان واکمنیوپه وړاندې جنګیدل  چې دهغوی دشهکاریو اواتلوالیوستاینه په واقعیت کې دافغانستان اودافغان ولس په وړاندې دپاکستان له سیاستونوڅخه بشپړملاتړ او په هغوکې  دپاکستان له خوا د افغانستان په وړاندې دنااعلان شوې جګړې دحقانیت تائیدول دي۰څرنګه چې په لیکنه کې دڅلویښتوکلونوپه جګړه کې ښکیلو دولتونوترمنځ دڅارګروادارو ترمنځ دګډې همکارۍ دتړون دلاسلیکولو یادونه وشوه چې افغان ولس دداډول همکاریوسره په هیڅ نامه اوهیڅ کوم متفکرانه دلیل اوبرهان سره موافقت نه څرګندوي اودداډول آوازو دخپریدو سره سم یې خپل اعتراض اونه موافقت څرګند کړ۰ خومتفکر جمهور پدې اړه  فکرنه وکړی چې ولس دپاکستان سره دداډول همکاریومخالف دۍ اړشو چې په کندهار کې داخبره وکړي چې « دملي امنیت درئیس انجینررحمت الله نبیل دلاسلیک څخه پرته داتړون مشروعیت نلري۰ » دجمهوررئيس له پورتنۍ وینا څخه بریښي چې تړون لاسلیک شوی دۍ ۰ که چیرې تړون بل چا چې ویل کیږي دملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام لاسلیک کړی اودویسا ورځپاڼه تفام لیک یا تړون ترلاسه کړی هم دۍ ۰  دا څه ډول شونې ده چې دیوه هیواد دیوې مهمې حیاتي ادارې لوړپوړی چارواکی دیوه بهرني هیوادسره داسې تړون لاسلیک کړي چې دیوه دولت او ولس برخلیک پورې تړلی وي۰ آیا دملي امنیت مرستیال دملي یووالی ددوه سري حکومت داجرائیه رئيس استازی دۍ چې تړون یې لاسلیک کړی دۍ۰ یا داچې افغانستان ته وارده شوې دموکراسي خپل هغه لوړ پړاوته رسیدلې اوتردې کچې پخه شوېده چې هرچارواکی کولی شي دبهرنیو دولتونو، کمپنیو، شرکتونو اواستخبارتي اداروسره تړونونه اولوزنامې لاسلیک کړي۰ که داسې نه ده او زموږمتفکر جدی جمهوردتړون سره مخالف دۍ ولې دملي امنیت دمرستیال څخه داپوښتنه نه کوي اوله کاره نه ګوښه کوي چې تړون یې لاسلیک کړی دۍ ؟ دمتفکرجمهورله دې دریځ څخه داسې بریښي چې حسام الدین حسام هم دعطامحمدنورپه شان داسې ځواکمن یاغي- باغي چارواکی دۍ چې جمهوررئيس یې دګوښه کولو واک نلري۰ یا داچې دنړی دویم متفکر دداسې تړون دلاسلیکولونوښتګردۍ یا داچې تړون دنني افغان دولت د خارجي حامیانودارادې اودستورپربنسټ  لاسلیک شوی دۍ چې وروستی واریانت یې واقعیت ته نږدې واریانت بریښي۰ یو هیواد چې خپلواکي ونلري ، د اساسي قانون څخه سرغړونې په یوه عرف اوعادت اوړي ، درواغو اوتیرایستنوته سیاست اوهوښیاري وویل شي ، حکومتي چارواکي یې پردي وټاکي اویا دپردیوپه زورپه واک کې پاتې شي ، دولس ارادې او غوښتنوته درناوی ونشي ددې ټړون په شان به نور ملي اووطني ضد تړونونه  او لوزنامې لاسلیک شي اودولس څخه به د نورو پټو پریکړو لړۍ ادامه ومومي ۰  
                                                          پای  

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button