بېخوبي څنګه له منځه يوسو!

 

ډاکټر عيسی ستانکزی

کله چې له و رځنيو فعاليتونو ستړي کيږئ  دشپې له پلوه يو جانانه خوب دغه ستړيا لرې کولای شي  خو ځينو کسانو ته ښه خوب  نه ورځي  او په دې برخه کې ستونزه لري  .ډير عوامل شته چې دبې خوبۍ لامل کيږي   او ډير نور علتونه شته چې له تاسو سره مرسته کوي چې خوب کنټرول کړئ.
 ښايي دښه خوب کولو ټول لاملونه په خپل کنټرول کې ونه لرو، خو که ځينو ټکو ته پام وکړو دښه خوب لپاره به  تر يو حده لاره برابره کړای شو.
۱- تر هرڅه وړاندې دخوب لپاره يو ښه پروګرام برابر کړئ او هر ه شپه په ټا کلي وخت  بستر ته لاړ شئ  حتي د رخصتۍ په وخت همدا کار کوئ.
۲- که څه هم ښايي داخبره به ډيره سولېدلي  وي خو ارزښتمنه ده، چې وا يي  تر خوب مخکې  ډير خوراک او څښاک مه کوئ او سپک ماښامنى وخورئ.
۳- او ترويديدو دوه ساعته مخکې وخت کې هېڅ مه خورئ،
۴- د شپې له پلوه نيکوټين او کافين لرونکي مواد مه خورئ، ځکه چې دا پارونکي مواد دي او  تاسو ويښ ساتي.
 ۵- منظم سپورټ وکړئ ځکه چې منظم بدني فعاليت  له تاسو سره مرسته کوي چې ژر ويده شئ او ښه خوب وکړئ. 
۶- هځه وکړئ دورځې له پلوه ويده نه شئ  ددې لپاره چې  دورځې خوب دشپې خوب کموي. خو ښايي ووايو  چې د ورځې له پلوه نيم ساعته خوب  په سلامتيا کې مرسته کوي  او ستوماني کموي .
 ۷- هره شپه له ويده کېدو دمخه داسې کار وکړئ چې ستاسوله خوب سره مرسته وکړي  دغه چارې په وګړو کې  بېلابېلې وي د بېلګې په توګه  دګرمو اوبو حمام، مطالعه او آرامونکي تمرينات هغه څه دي چې له تاسو سره مرسته کوي چې ښه خوب وکړئ.
۷- بله مهمه خبره دا ده چې ځان لپاره دخوب  ښه بستره جوړه کړئ، کله چې ستړي شوئ د خوب بستر ته ورشئ  او ټول څراغونه مړه کړئ. ځکه چې رڼا هغه عامل دي چې له بې خوبۍ سره مر سته کوي.
 که دغو ټکو ته په پام سره بيا هم خوب  نه درځي  نو کومه  جدي ستونزه لرئ او بايد کوم ډاکټر ته ورشئ  او ورسره مشوره وکړئ ښايي ځينې وخت درملوته اړتيا پيدا کړئ .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button