بی له عشقه که ثواب دی

بی له عشقه که ثواب دی په گناه باندی حساب دی
په گناه باندی حساب دی بی له عشقه که ثواب دی
ستا د شنډو مي ناب دي د جهان لذیذ شراب دی
د جهان لذیذ شراب دی ستا د شنډو می ناب دي
ستا د مخ کامل کتاب دی چي د هر یو سوال ځواب دی
چي د هر یو سوال ځواب دی، ستا د مخ کامل کتاب دی
ستا بېلتون عجب عذاب دی چی عالم پکښی تراب دی
چی عالم پکښی تراب دی ستا بېلتون عجب عذاب دی
دا هجران څنګه عتاب دی له دوزخه هم خراب دی
له دوزخه هم خراب دی دا هجران څنګه عتاب دی
د افغان په کور سیلاب دی د غمونو لوی دریاب دی
د غمونو لوی دریاب دی د افغان په کور سیلاب دی
چی د عقل کور خراب دی ځکه ژوند هم یو سراب دی
ځکه ژوند هم یو سراب دی چي د عقل کور خراب دی
د پیمان د علم باب دي کوم چي ستا د مخ کتاب دی
کوم چي ستا د‌مخ کتاب دي د پیمان د‌علم باب دي
په درنښت
محمد اکبر پیمان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button