بس ملګري دې ژوندي وي !

 

 

اسدالله غيرت

 

چې واړه ستونزه کې ګير شم

يا اخته د ځان په وير  شم

را روان ټول ګړندي وي

بس ملګري دې ژوندي وي

 

که د غم خوښۍ محفل وي

که لوونه که  غوبل وي

ټول موجود خپل او پردي وي

بس ملګري دې ژوندي وي

 

مور مې وايي د زړه سره

کوم يو کار به کړې ترسره

چې نه وس وي نه سړي وي

بس ملګري دې ژوندي وي

 

په هر ځای کې راسره وي

هر مجلس پرې ښايسته وي

که غمونه که ښادي وي

بس ملګري دې ژوندي وي

 

که کمکي دي که لويان دي

ټول ياران راباندې ګران دي

تل دې داسې ميړاني وي

بس ملګري دې ژوندي وي

 

تل دې خوښ وي تل دې ښاد وي

ټول ياران دې ذنده باد  وي

که څوک روغ که ليوني وي

بس ملګري دې ژوندي وي

 

اې غيرته اخلاصياره

چې غږ وکړې له هر کاره

ټول حاضر به سمدستي وي

بس ملګري دې ژوندي وي

1392/9/30

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button