بريالي سوداګر او د هغوى ځانګړتياوې

 

ژباړن: انبيا ژمن

 

د نن ورځې سوداګري ډېره پېچلې ده. د پوهې او ټکنالوجۍ د پراختيا له امله سوداګري په هره برخه کې په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده. د ګړندي سرعت، کمپيوټر او د رياضي عصري علم له سوداګرو سره مرسته کوي چې خپل سوداګريز فعاليتونه او کړنې په ښه توګه ترسره کړي. لکه څنګه چې سوداګريزه نړۍ د بدلون په حال کې ده، سوداګر هم بايد له بدلون سره سم د خپلې ادارې د پايښت او سوداګريزو موخو ته د رسېدو لپاره بنسټيز مهارتونه او وړتياوې تر لاسه کړي. که سوداګر غواړي چې بريالي وي او په مارکېټ کې د سيالۍ وړتيا ولري نو بايد لانديني مهارتونه او ځانګړتياوې تر لاسه کړي.

 

د سوداګرۍ پوهه

سوداګر بايد د خپلې سوداګرۍ اړوند بشپړه پوهه ولري. په داسې ډول چې د سوداګرۍ، مارکېټ موندنې، پر عايداتو ماليه او په هره مالي برخه کې بشپړه پوهه او مالومات  ولري.

 

د پلان جوړونې او مديريت وړتيا

يو سوداګر که غواړي چې خپلې سوداګرۍ ته ځلا ورکړي د پلان جوړونې، مديريت او په هغه باندې د کنټرول وړتيا بايد ولري.

 

لرليد او اټکل

يو ښه سوداګر د خپلې سوداګرۍ تېرو کړنو ته کتنه کوي ترڅو د راتلونکې لپاره يوه ښه تګلاره او ليدلورى وټاکي. د لرليد او اټکل په درلودلو سره کولاى شي خپلې راتلونکې کړنې پلان کړي او په دې کار سره به سوداګري بريالۍ وي او سوداګر به ډېره ګټه تر لاسه کړي.

 

اخلاقي معيارونه

د سوداګرۍ اخلاقي معيارونه عبارت دي له چل، غلې او بډې اخيستنې څخه چې په سوداګرۍ کې بايد شتون ونلري. هغه سوداګر چې دا معيارونه په پام کې نه نيسي ډېر ژر به ټول خپل پېرېدونکي له لاسه ورکړي. يو ښه سوداګر د ټولنيزو، اخلاقي او مذهبي مسؤوليتونو درلودونکى وي او په مارکېټ کې د خپل پايښت او ګټې تر لاسه کولو لپاره د پورتنيو بد اخلاقيو مخه نيسي.

 

پنځونه او نوښت

د نن ورځې سوداګري په ډېرې چټکۍ سره په مخ روانه ده. يو سوداګر بايد د نوښت او نويو توکو د توليد وړتيا ولري. همدارنګه بايد سوداګر وکولاى شي نوي مارکېټي مېتودونه پلي کړي او نوي خدمتونه او توليدات ټولنې ته وړاندې کړي.

 

مېړانه او مقاومت

يو ښه سوداګر بايد، کلک، زړور او ځواکمن وي. که سوداګر دا ځانګړتياوې ونلري او ونشي کولاى سوداګريز خنډونه له خپلې مخې څخه لرې کړي، نو بايد خپله سوداګري ډېر ژر وتړي.

 

د بدلون منل

فزيکي او تخنيکي علم د توليداتو نوي ډولونه خپروي او د توليداتو اغېزناک مېتودونه وړاندې کوي. يو ښه سوداګر بايد ميل ولري، چې نوي بدلونونه تر لاسه کړي او بايد وړتيا ولري چې د تخنيکي پوهې د تر لاسه کولو په اړه څېړنه او پلټنه وکړي ترڅو وکولاى شي سيالي وکړي او خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

 

وړتيا او مهارت

يو ښه سوداګر بايد عادل او د ښه طبيعت لرونكى وي او د خپلې سوداګرۍ اړوند سختو کارونو د  تر لاسه کولو وړتيا ولري او وکولاى شي چې ډېر كار وكړي او د ډېر كار كولو وړتيا ولري. که سوداګر ونشي کولاى سخت کارونه او سوداګريز فشارونه وزغمي، دى به د مارکېټي سيالۍ ځواک له لاسه ورکړي او بېړۍ به يې ډوبه شي.

 

سالم مالي مديريت

مالي برخه د سوداګرۍ له بنسټونو څخه ګڼل کېږي. سوداګر که غواړي چې سوداګري يې پرمختګ وکړي، بايد د مالي اسانتياوو پراخه سرچينې يې په واک کې وي. يو نامتو او لايق سوداګر هڅه کوي د سوداګرۍ مالي اړتياوې او بهرنۍ سرچينې پوره کړي او په اغېزناکه توګه يې ترتيب کړي. که سوداګر کافي پانګه  په لاس کې ولري خو د سالم مديريت وړتيا ونلري، سوداګري به يې ډېره ژر له منځه لاړه شي. سالم مالي مديريت د سوداګرۍ د بريا کيلي ګڼل کېږي او دا وړتيا د يوه ښه سوداګر له ښو ځانګړتياوو څخه ده.

 

تخنيکي پياوړتيا

يوه ښه سوداګر ته اړينه ده چې د يوې ځانګړې دندې د پوهې، ترسره کولو او بشپړولو لپاره کافي تخنيکي مهارتونه ولري. سوداګر بايد په اړونده برخه کې ځانګړې پوهه او وړتيا ولري ترڅو وکولاى شي خپله کاري پروسه او لازم ميتودونه په بشپړه او اغېزناکه توګه پلې کړي.

 

د ښې کاري ډلې درلودل

سوداګر بايد د خپلو سوداګريزو کړنو د ترسره کولو لپاره يو پياوړي کاري ټيم چې له مسلکي کار کوونکو څخه جوړ شوى وي ولري. سوداګر بايد د خپل ټيم د کار کوونکو د خوى، وړتيا، ځيرکۍ او عقيدې په اړه خبر وي او ډاډ پرې ولري. همدارنګه سوداګر بايد د وګړو ټکونه (محدوديتونه) وپېژني او د هغوى د انګېرنو په اړه پوه وي. سوداګر بايد په ښه او اغېزناکه توګه له خپل همتا او لاس لاندې وګړو سره د اړيکو نيولو وړتيا ولري. تر لاس لاندې کار کوونکي بايد د ادارې د پياوړيتوب لپاره د وړانديزونو د وړاندې کولو مېړانه ولري. سوداګر بايد په خپله اداره کې د ډاډ، امنيت او خوښۍ فضا رامنځ ته کړي.

 

فکري ځواک

يو سوداګر بايد د دې وړتيا ولري چې وکولاى شي په خپل فکري ځواک سره د ادارې هم تخنيکي او هم بشري مهارتونه برابر او بشپړ کړي. کله چې د توليداتو په اړه نوې پرېکړه کېږي، اجرايي مشران څوک چې د توليداتو، کنټرول، مارکېټ موندنې، مالي او څېړنې مسؤل دى، بايد د ګډو موخو د تر لاسه کولو لپاره يو ځاى کار وکړي.

 

رښتينولي

سوداګر بايد له خلکو سره په راکړه ورکړه کې رښتيني وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button