باچا خان؛ د امن او ازادۍ غږ

افراسیاب خټک

په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ د ملي ازادۍ تر ټولو ستر غورځنګ، د خدایي خدمتګارۍ بنسټ اېښودونکی عبدالغفار خان د خپل ولس پر زړونو پاچاهي کوله. له همدې کبله ولس هم دی له ډېرې مینې باچا خان وبللو او د فخر افغان لقب یې هم ورکړ.

باچا خان په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو نومي کلي کې د یوه خان، بهرام خان په کور کې زېږېدلی و.

چارسده د پېښور په دره کې پرته یوه کرنیزه زرخیزه سیمه ده چې د کابل سیند پکې بهېږي. شمال کې یې د ملاکنډ غره ییزه سیمه ده.د لرغوني ګندهارا تمدن په وخت کې چارسده د” پشکلاوتی” په نامه یادېده.

عبدالغفار لومړنی ښوونځی د پېښور په ښاروالۍ ښوونځي کې ولوست. بیا یې د همدې پېښور په اېډورډ میموریل کالج کې تر لسم ټولګي زده کړې وکړې.

د حساس طبیعت خاوند عبدالغفار خان د انګریزانو نوکرۍ ته زړه ښه نه کړو او ان د خپلې ځوانۍ له ورځو یې اصلاحي کارونو ته پام شو.

په هغو ورځو کې یاده سیمه د انګرېز په استعمار کې ګېره وه او تعلیم پکې ډېر کم و، او د نجونو د تعلیم نوم اخیستل هم ناجایزه خبره بلل کېدله.

په ولس کې لا هم د ځینو ارزښتونو سره سم دښمنۍ پالل کېدې او غچ به اخیستل کېده. د بې وزله کسانو او بزګرو ژوند خو بیا بیخي خراب و.

د عبدالغفار خان په زړه کې د نورو وګړو لپاره درد و. له همدې کبله یې د خیر ښېګڼې کارونو لپاره همخیاله ملګري لټول. په هغه زمانه کې عصري زده کړې په نشت حساب وې، او ځینو هغو کسانو چې یو څه یې لیک لوست کولی شو، له دیني مدرسو فارغه شوي وو.

په دې ډله کې د چارسدې د ترنګزو کلي حاجي فضل واحد، چې د ترنګزو په حاجي صاحب هم مشهور و، یوه څرګنده څېره وه. نوموړي د تعلیم عامولو لپاره ځای پر ځای دیني مدرسې جوړولې.

په ۱۹۱۰ کال کې باچا خان او د ترنګزو حاجي صاحب په ګډه د ازادو مدرسو جوړول پيل کړل. د دې کار موخه داسې ادارې رامنځته کول وو چې د انګرېزانو په لاس کې نه وي، او غوښتل یې چې د همدې نویو ادارو له لارې د پښتنو په سیمو کې تعلیم عام کړي.

د وخت په تېرېدو سره نور کسان له هم له دوی سره یو ځای شول، او په ګډه یې د “انجمن اصلاح الافاغنه” په نامه یوه اداره جوړه کړه. دا په شلمه پېړۍ کې د پښتنو روشن فکرانو لومړنی تنظیم و.

یاد تنظیم که له یوې خوا اصلاحي چارې ترسره کولې او تعلیم یې خورولو نو ورسره یې په قام کې د ځان پېژندنې حس هم را ویښاوه او قامي مفکورو ته یې د خلکو ور پام وکړ.

د باچا خان په ملګرو کې یو بل اهم نوم د دیوبند د دیني مدرسې نه فارغ مولانا فضل محمود مخفی و، چې په پښتو ژبه به یې شعر هم لیکلو. د مخفی صاحب شعرونو د باچا خان او د هغه د ملګرو په ذهنونو کې د قامولۍ اواز او ازادۍ څراغ بل کړو. مخفی صاحب په خپل یوه نظم کې يو ځای داسې لیکي :

خدایه داسې وخت به راشي چې زموږ جهاز به هم وي

لکه باز به په هوا شي په ترخو اوبو به سم وي

تار به هم زموږ پیدا شي، رېل به هم په هر قدم وي

زه به خپل جرنېل پسې وم، په دښمن به دو کول وي

مالومه خبره وه چې انګرېز حاکمان د سوونو ازادو مدرسو او د قامولۍ له خیالاتو نه وېرېدل، نو ځکه یې په دوی بندیزونه ولګول او محصلین یې ونیول. ښایي همدا لامل و چې د پښتنو دغه اصلاحی تحریک په ورو ورو سیاسي شکل اختیار کړو.

دا هغه وخت و چې په روس کې د۱۹۱۷ کال اکتوبر انقلاب راغلی و او د انګرېزانو او افغانانو ترمنځ دریم جنګ وشو. افغانانو د ۱۹۱۹ کال په اګست کې د امان الله خان په مشرۍ د افغانستان استقلال اعلان کړو.

بل لور ته په هندوستان کې هم د ازادۍ تحریک مخ په زیاتیدو و. دغه عوامل د پښتنو پرټولنیز او سیاسي ژوند بې اغیزې نه وو. د ۱۹۲۰ نه وروستو کلونو کې د باچان خان تحریک اول ځان ته د” ځوان ترک” په بڼه زلمې پښتون وویل، خو په ۱۹۲۹ کال کې یې پرځان د خدایي خدمتګار نوم کېښود.

څه موده وروسته یې د ازادۍ د مبارزې پرمخ بېولو په موخه د ګاندي په مشرۍ د هند د کانګرس نومې سیاسي ګوند سره اتحاد وکړ. دا اتحاد تر هغې پر ځای پاتې شو چې په ۱۹۴۷ کال کې د هند له نیمې وچې نه انګریز استعمار رخصت شو.

باچا خان سیاسي مبارزه د عدم تشدد پر بنیاد د قامي ازادۍ او ولسواکۍ پر مفکورې ولاړه وه. د هند د نیمې وچې له ازادېدو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم د باچا خان او د هغه د تحریک ستونزې کمې نه شوې.

بلکې دوی په پاکستان کې دومره ظلمونه وګالل او دومره جلاوطني یې تېره کړه چې د انګرېزانو پر وخت هم نه وو ورسره مخامخ شوي.

لامل یې دا و چې باچا خان او ملګرو یې د خپل قام ولسي او جمهوري حقونه غوښتل.

باچا خان تر هر څه وړاندې یو اجتماعي اصلاح کوونکی و چې تعلیم او سیاسی شعور خورول یې د خپل ژوند مرام ګرځولی و . نوموړي د ښځو په تعلیم ډېر ټینګار کولو او د ښځو د ګډون نه بغیر یې قامي مبارزه نیمګړې ګڼله. باچا خان خپله لور هم د زده کړې لپاره لومړی هند او وروسته انګلستان ته ولېږله، او په دې کار سره یې یو عملي مثال جوړ کړ.

باچا خان ټول عمر په پښتنو کې د بدیو او دښمنیو د ختمولو او قامی ورور ګلوۍ رامنځته کولو لپاره مبارزه وکړه. هغه د عقیدې په لحاظ د تشدد خلاف و او په انفرادي او اجتماعي ژوند کې یې عدم تشدد د خپلې مبارزې بنیاد ګرځولی و.

هغه د معاشرې د غریبو خلکو په خاصه توګه د دهقانانو او کسب ګرو د استحصال د ختمولو لپاره غږ پورته کړی و او په خپل تحریک کې یې د دغو طبقو خلکو ته لوړ مقام ورکړی و.

خو زما په خیال د باچا خان ستره لاسته راوړنه د پښتنو د ژوند روایتي بنیاد یعنې د پښتونولۍ اصلاح کول او هغې ته د جدیدیت سره سمون ورکول دي. هغه د جمهوریت، د ښځو د حقونو، تعلیم او د بدل اخستو پر ځای د روغې جوړې ارزښتونه په پښتونولۍ کې ور شامل کړل.

د هغه د تحریک ریښې د خلکو په زړونو کې وې، او له همدې کبله نه انګرېز استعمار او نه هم د پاکستان مستبدو حاکمانو د باچا خان تحریک ختم کړی شو. هغه به ویل چې د خدای د مخلوق خدمت هم سیاست دی او هم عبادت.

باچا خان د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه نېټه په پېښور کې وفات شو او له خپل وصیت سره سم په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د لیکوال په اړه:

افراسیاب خټک پښتون سیاست وال او شاعر، او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button