باغیان په هېڅ قوم پورې اړوند ندي

باغیان په هېڅ قوم پورې اړوند ندي

نویداحمد څرک

یوه اوونۍ وړاندې د علیپور وسله والو د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څرخکه وویشته، پنځه سرتیري او څلور د څرخکې عمله یې پکې شهیدان کړل.

د عليپور وسله والې ډلې په دې اعتراف وکړ چې څرخکه یې ویشتلې او لامل یې دا و چې دې څرخکې د عليپور پر ډلې عملیات کول.

دا چې څرخکې عملیات کول، یا یې نه کول، دا د افغان ځواکونو صلاحیت دی، خو دا چې د عليپور وسله والو ویلي چې پر دوی یې عملیات کول، نو ښکاره خبره ده چې دا ډله یاغي او ترهګره ده او باید له منځه یوړل شي.

له دې برید وروسته افغانان د عليپور پر وسله والو سخت غوصه شول او له افغان حکومت، کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت یې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر عليپور ونیسي او یا یې ووژني.

په دې تړاو ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپورته شول او افغان حکومت ته پيغورونه ورکول کیدل چې نباید عليپور په څېر ترهګرو سره له مصلحت کار واخلي.

افغان حکومت که څه هم لومړیو ورځو کې د سرتیرو د غچ اخیستو او عاملینو ته د سزا خبرداری ورکړ، خو ځینو مغرضو کړیو دې موضوع ته قومي او مذهبي رنګ ورکړی چې غواړې خپل هدف ته ځان ورسوي.

اوس هم هڅه کیږي چې د افغان حکومت هغه تصمیم چې د سرتیرو غچ به اخلي، قومي او مذهبي رنګ باندې کم کړي، ځکه له ایران سره تړلې ځینې ډلې نه غواړي چې هزاره جات سیمه کې عليپور له لاسه ورکړي.

هغه الوتکه چې څرخکه پرې ویشتل شوې، مالومه شوې چې د ایران جوړ شوي توغندي دي او د فاطمیون ډلې په چوکآټ کې یې عليپور او د هغې وسله والو ته ورکړي دي.

عليپور او وسله وال یې د وسلې زیاته برخه له ایران ترلاسه کوي او د دې وسلو په بدل کې ایران د مذهبي او قومي جنګونو په لټه کې دی چې افغانستان کې یې پيل کړي.

ایران له ډيرې مودې راهیسې په همدې هڅه کې دی چې یوه داسې موضوع رامنځ ته کړي چې د جګړې اور پرې زیات شي او دوی پکې خپلو هدفونو ته ورسیږي.

اوس چې د عليپور په تړاو محکمې پریکړه کړې چې باید یا ژوندی ونیول شي او یا ووژل شي، فاطمیون ډله هڅه کوي چې پروړاندې یې نورو غبرګونونه راپورته کړي چې دا موضوع قومي او یا مذهبي رنګ واخلي.

ایران هیڅ افغانستان ته ښه نیت لري او له همدې کبله هر کله هڅه کوي چې افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي او له دې اور څخه خپل کور رڼا کړی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button