بادام مو زړه روغ ساتي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بادامو خوړل په وینه کې د LDL یا مضر کلسټرولو د کمېدو لامل ګرځي.

د وینې مضر کلسټرول په رګونو کې د خنډونو او پلکونو د له منځه تلو لامل کېږي چې په پایله کې د زړه د حملې لامل کېږي. روغتیا پالان وایي، د بادامو خوړل په وینه کې له مضره کلسټرولو سره مستقیمه اړیکه لري، یعنې څومره چې بادام خوړل کېږي، په هماغه کچه د وینې کلسټرول ښکته راځي.

دوی وایي بادام سره له دې چې په وینه کې د کلسټرولو کچه ټیټوي، د شکرې د ناروغۍ مخه هم نیسي، دوی همدا راز وایي هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې لپاره یې دې بادام وخوري.

که غواړئ وزن مو کم کړئ، بادام وخورئ

یوې څېړنې ښودلې چې که په ورځني ډول ۸۴ ګرامه بادام په خپل غذایي رژیم کې ور زیات شي، ۱۴ سلنه د وزن په کموالي کې مرسته کوي.

یوې بلې څېړنې چې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره شوې ده هم دې ته اشاره کړې چې بادام کولی شي د وینې کلسټرول کنټرول کړي او د بدن اضافي وزن او وازګې له منځه یوسي.

دوی وایي، هغه کسان چې د ورځې ۴۲ ګرامه بادم خوري، په شپږو اونیو کې به یې په وینه کې د کلسټرولو اندازه ۵ ملي ګرامه پر دسي وي. او دغه راز به یې د خېټې او پښو وازګې هم اوبه کړې وي.

بادام چې د ګڼو مغذي موادو منبع ګڼل کېږي، د زړه د سلامتیا لپاره هم ګټوره وچه مېوه ښودل شوې ده. په بادامو کې شته ويټامین اي، مګنيزیم او انتي اکسیدان د دې لامل کېږي چې وینه په اسانۍ سره په رګونو کې جریان ولري او د زړه روغتیا تضمین کړي.

که سهار وختي وخوړل شي، د بدن د اړتیا وړ ويټامین اي پوره کوي او د زړه له ناروغیو څخه مو په امن کې ساتي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button