ایران په افغانستان کې د ملت سازۍ پر وړاندې ولاړ دی

سیدعبدالله پاچا

د کابل غرب کې یو ځل بیا عامه ځایونو کې چاودنې پيل شوي چې خلک یې سخت اندیښمن کړي دي.

ما نن ولیدل چې د دې سیمو خلکو په خواله رسنیو کې د ( StopHazaraGinoside ) لاندې یوټرینډ پیل کړی او هزاره ګانو د وژل کیدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

دا ترینډ چلول د ځوانانو د ویښتابه او منسجم لپاره ډير ښه دی، خو په ورته وخت کې ځوانانو ته پکار ده چې د کابل غرب کې د هزاره ګانو د وژل کیدو فلسفه باندې هم ځان پوه کړي.

دا هر څه ولې او د څه لپاره کیږي؟

ایران په افغانستان کې د مذهبي او قومي جګړو د رامنځ ته کیدو او افغانانو د یووالي د له منځه وړلو لپاره منظم کار کوي او دې هدفونو ته د رسیدو لپاره له هغو خلکو کار اخلي چې هزاره ګان یې رهبران بولي.

تاسو به خبر یاست چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د کابل د غرب لپآره یوه امنیتي طرحه جوړه کړې چې له امنیت شورا او نورو امنیتي ادارو سره شریکه شوې ده او کار پرې روان دی.

سرور دانش په دې طرحه کې خپل شخصي ګټې لري او امتیاز ګیري پرې کوي، خو له بلې خوا د ولسمشر مشاور او د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق د دې طرحې مخالفت کوي او دا طرحه کې د کابل د غرب لپاره لکه زهر بولي.

تراوسه د طرحې جزیات نه دي خپاره شوي، خو یو څه ښکاره دي چې سرور دانش غواړي د کابل په غرب کې خپل کسان مسلح کړي او بیا یې د اړتیا په وخت کې د خپلو او پردیو سیاسي رقیبانو پروړاندې وکاروي.

ایران دا هر څه څاري او له فرصتونو په ګټنې باندې خپل کار کوي چې څنګه د کابل د غرب خلک د نورو قومونو پروړاندې راوپاروي.

خو اصل کې کیسه ده د هزاره ګانو د مشرانو ترمنځ ده چې یو یې یو ډول طرحه غواړي او بل یې مخالفت کوي.

تاسو پوښتنه وکړئ چې هزاره میشتو سیمو کې له قومندان نیولې بیا تر پولیس پورې څوک دي او د چا په غوښتنه مقرر شوي دي، کله چې کسان د ولسمشر د دویم مرستیال په خوښه مقرر وي او امنیت کې پاتې راغلي وي، بیا څنګه ټول امنیتي سکتور ملامت کړو چې ګنې د کابل د غرب امنیت نه شي ساتلی.

بله مهمه موضوع دا ده چې سرور دانش غواړي د کابل د غرب لپاره امنیتي طرحه کې خپل کسان مسلح کړي، چې دا خپله ملیشه سازي ده او هیڅ نتیجه نه ورکوي.

یو کس د سپرلی موټر کې پورته کیږي، چاودیدونکي توکي موټر کې پریږدي او بیا کوزیږي، چاودیدونکي توکي چاودنه کوي، ایا د سرور دانش ملیشې به د دې مخه ونیسي، ښکاره خبره ده چې نا.

د امنیتي طرحې له وړاندیز او ځنډ سره یو ځای د کابل په غرب کې دا ډول پيښې یو شک راپورته کوي چې ممکن هغه کسان دا چاودنې کوي چې غواړي دا امنیتي طرحه هر څه ژر تصویب شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button