ایران طالبانو ته نوي فرمایشونه ورکړي

سیدعبدالله پاچا

راپورونه وايي چې د ایران په خاوره کې میشت طالبان چې مشري یې مولوي عبدالمتین سره ده، د ایران له استخباراتو د پيسو او امکاناتو په بدل کې نوي دستورونه اخیستي چې باید تطبیق یې کړي.

مولوي عبدالمتین د طالبانو د علماوو شورا مسوول دی، چې افغانستان سره نږدې د ایران سرحدي سیمو کې پټنځایونه لري.

مولوي عبدالمتین تازه د ایران د قدس سپاه پاسداران ځواکونو له مشر سردار هادي حمیدي او د دې ادارې له مرستیال حمید شعباني سره لیدلي او هغوی د افغانستان په لویدیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو غوښتنه ترې کړې.

د ایران استخباراتو طالبانو ته وسلې او پيسې ورکړي چې د افغانستان لویدیځو ولایتونو کې ولسوالیو باندې د جګړې تمرکز زیات کړي، ډله ییز بریدونه زیات کړي او که هر کله یې کومه ولسوالۍ نیوله، باید دولتي تاسیسات او نور وسایل او وسایط یې وسوځول شي او هیڅ ځای باید روغ پاتې نه شي.

ایراني استخباراتو دغه راز د امکاناتو او پيسو په بدل کې پر طالبانو جبري کړې چې د ډله ییزو بریدونو او ولسوالیو د سقوط تر څنګ دې لوی موټر بم بریدونه وکړي او د هر موټر بم برید په بدل کې به ایران ورته هومره امکانات او پيسې ورکوي.

له دې ټولو سره ـ سره چې طالبانو ته د ایران لارښوونې شوي چې تاوتریخوالی زیات کړي، طالبان مکلف شوي چې د هیڅ جګړې ، ځانمرګي، موټر بم، د سړک غاړې ماین چاودنې مسوولیت به نه اخلي.

ایراني استخباراتو طالبانو ته ویلي چې تاوتریخوالی او د عامو خلکو وژنه دې زیاته کړي او بیا دې ددې بریدونو مسوولیت پر داعش وسله والو واچوي.

ایران چې له داعش ډلې په افغانستان کې په ښکاره اندیښنه څرګندوي، په افغانستان کې د دې ډلې په نوم باندې جګړې او بریدونه کوي چې څنګه کیدلی شي، افغانستان کې د لاسوهنې پلمه پيدا کړي.

ایران په خپله خاوره کې طالبانو ته منظم کورونه، ځایونه او پټنځایونه ورکړي چې په بدل کې به طالبان د ایران د ګټو لپاره او د ایران په دستور افغانستان کې جګړه کوي.

د لویدیځو ولایتونو طالب قومندان اوس اکثریت په ایران کې دي، له افغانستان څخه ځوانان وړي، هلته یې روزي او بیا یې د جګړو لپاره بیرته لویدیځو ولایتونو ته راوړی.

د دې تر څنګ طالبان د ایراني استخباراتو په همکارۍ باندې ایران کې افغان کاریګر خپلو لیکو ته جذب کوي، فریب ورکوي، د پيسو لالچ ورکوي او بیا یې افغانستان ته د ځانمرګو او نورو بریدونو لپاره راوړي.

د ایران لاسوهنې په افغانستان کې ښکاره دی او هیڅ سترګې ترې نه شي پټیدلی، لویدیځو ولایتونو کې نیول شویو طالبانو سره ایران ساخت وسلې دي چې دا ښکاره د ایران لاسوهنه ثبوت کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button