ایتکۍ څه شی دی او ولې رامنځته کېږي؟

ایټکۍ څه شی دی؟

د ګېډې او سینې ترمنځ یوه نرۍ پرده ده، چې د حجاب حاجز او یا Diaphragm ورته وایي.
کله چې په دې کې څه تشنج رامنځته شي نو ایټکي حالت پیدا کېږي.

د ایتکۍ اسباب څه شی دی؟

۱:- د معدې خرابوالی او خشکي
۲:- بدهضمي
۳:- د معدې تیزابیت
۴:- د ځیګر خرابوالی
۵:- د ګردې خرابوالی
۶:- خرابه تغذیه
۷:- ستړیا
۸:- او د اشتها کموالی
ایتکۍ له پورته عواملو سربیره کله کله د ناڅرګندو لاملونو له کبله هم رامنځته کېږي.

ايټکۍ یا Hiccough تر کوم وخته پورې دوام کوي؟

د ایټکي مشخص وخت معلوم نه دی خو کم وخت یې تر دوو دقیقو پورې دی او یا له دې هم کم کیدای شي.

ډاکتر ” ولف ادلر ” د امریکا د کلمبیا پوهنتون د طب پوهنځي پروفیسر په دې اړه داسې ویلي دي:

“د ایټکۍ واقع کیدل د منظم وخت نه تر ۴۸ ساعتونو پورې دوام کولی شي، خو دوامداره ایټکۍ د ۴۸ ساعتونو څخه ډېر وخت نیسي او تر یوې میاشتې پورې او پیچلي ایټکۍ بیا د یوې میاشتې نه ډېر وخت پاتې کیدای شي.

د ایټکۍ درملنه څنګه کیدای شي؟

د دې ناروغۍ لپاره خاص درملنه نشته خود ځینو ډاکترانو لخوا ویل کېږي چې باید دې ناروغانو لپاره داسې څه وکړئ چې د دوی ذهن بدل شي او یا روحي درملنه یې وکړئ
شیدې څښل هم دې ناروغۍ لپاره ګټورې دي.

دې ډول ناروغانو ته ووایاست چې د پلاستیک کڅوړه خولې ته ونیسي او په هغې کې دې تنفس وکړي.

او یا دې ورته یو خاطره یا واقعه، چې دې لپاره زورونکې او خوشالوونکې وي یاده کړئ نو په دې کار سره هم ايټکۍ به یې بنده شي.

لیکنه: ډاکتر سمیع الله وزیري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button