ایا طالبان ريښتیا هم بدل شوي دي؟

ایا طالبان ريښتیا هم بدل شوي دي؟

سیدعبدالله پاچا

تیرو کلونو کې د حکومت ځينې سیاسي مخالفین چې طالبانو سره به یې ځینو کنفرانسونو کې لیدنې درلودلې، داسې یې انګیرله چې طالبان بدل شوي دي.

خو طالب هیڅکله له خپل عادت او خوی څخه نه اوړي او نه اووښتی دی.

تازه د هرات ولایت څخه طالبانو د صحرايي محاکمې یوه ویډیو خپره شوې چې یوه ښځې پکې صحرايي محاکمه شوې او عام محضر کې په کیبلونو وهل کیږي.

دا ویډیو کې نه مالومیږي چې د ښځې ګنا څه دی او ولې په کبیلونو وهل کیږي، خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالبان نه دي بدل شوي او همغه د ۹۰یمو کلونو طالبان دي.

طالبانو دا ښځه صحرايي محکمه کې محاکمه کړې او بیا یې د کلي منځ ته راوړي او خلک یې پرې راټول کړي، په سختو ګوزارونو یې وهي.

هغوی چې وایي طالبان بدل شوي، هیڅکله نه دي بدل شوي، طالب همغه د وحشت نښه او پيل دی چې په ټول وطن به یې توره تیاره حاکمه کړي.

طالبانو په تیرو شل کلونو کې هیڅ ځای محکمه نه ده درلودلې چې یو څوک محاکمه کړي، د صحرايي محاکمو په لړ کې هر ځای او هره سیمه کې خلک ځایي په ځآی قصاص کړي او له منځه یې وړي دي.

طالب د وحشت او دهشت داسې ننداره وړاندې کړې چې حتا کلیوال یې مخکې یوه خبره هم نه شي کولی، نو له همدې کبله هر کله صحرایي محکمو ته خلک درولي او سزاګانې ورته اورولې دي.

طالب که هر څومره ژمنې وکړي او د اصلاح لپاره خلکو ته نمایشونه وړاندې کړي، خو له خپل عادت او وحشت مجبور دی او داسې ډير کارونه به کوي.

خلکو دا تیر شل کاله قرباني د همدې لپاره ورکړه چې بیا طالبانو وخت ته و نه ګرځي، او بیا به هیڅکله هم و نه ګرځي، که طالب هڅه وکړي چې له مذاکراتو پرته د جګړې له لارې ځان واک ته ورسوي، مقابل کې یې افغانان ولاړ دي او جګړې به دوام پيدا کړي.

د جګړې له لارې واک ته رسیدل داسې اسانه نه دي، داسې نه ده چې دا جګړه یواځې د طالب په یاد ده، خلکو چې دومره قربانۍ د طالب څخه د نجات لپاره ورکړي، همدومره نوره قرباني ورکوي چې د طالب توره واکمني بیا و نه ګوري.

طالب نه دی بدل شوی، نه یې رنګ بدل شوی، نه یې عادت بدل شوی، همداسې چې هر ځای يې په توان پوره وي، ښځې به وهي، سپين ږیري به ځوروي او ځوانان به قتل کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button