ایا طالبان بدل شوي؟

ایا طالبان بدل شوي؟

سیدعبدالله پاچا

طالبانو یوه اوونۍ وړاندې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې لیکل شوي و چې هیڅ سیمه کې د دوی وسله وال نه شي کولی چې څوک صحرایي محاکمه کړي او ژوند ترې واخلي.

خو تازه راپورونه دي چې د فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالۍ کې طالبانو یوه میرمن د اخلاقي فساد یا زنا له کبله په عام محضر کې په ډزو وژلې ده.

دلته دوه خبرې دي!

یو دا چې طالبان د خپلو مشرانو کیسه کې نه دي او هر هغه څه چې زړه یې وغواړي ترسره کوي یې او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی، له همدې کبله طالبان له صحرايي محکمو لاس نه اخلي او هر هغه څوک یې چې له پامه بد راشي، د کفر او الحاد ټاپه پرې وهي او له دې دنیا یې رخصتوي.

بله خبره دا ده چې طالبان هیڅکله نه دي بدل شوي، همغه ۹۹یمو کلونو طالبان دي او غواړي د وحشت او دهشت له لارې په خلکو باندې حکمراني وکړي او خلک په زور تر خپلې ولکي لاندې وساتي.

دا ښکاره ده چې ګرزیوان ولسوالۍ کې قتل شوې ښځه چې صحرايي محاکمه شوې، شاید رسمي محکمو کې یې برات ترلاسه کړی وی.

طالبان له خپل عادت نه شي اووښتلی، طالبان غواړي چې هر هغه څه دي وشي چې دوی یې غواړي، ولو که د اسلام سره هم په ټکر کې وي.

اسلام وایي، چې که یو څوک تورن شي، بیا رسمي محکمه کې یې دوسیه اچول کیږي او د اسنادو او شواهدو له مخې ورته سزا ورکول کیږي.

خو طالبان دې هیڅ ته ژمن نه دي او صحرايي محاکمه کې چې هر چا باندې حکم وشو، همغه تطبیق کوي.

بله خبره چې ډيره د خواشینۍ وړ ده هغه دا چې طالبان د خپلو جنسي غریضو د سړولو لپاره ځينې کورنۍ په نښه کوي، که دوی سره یې معامله جوړه راغله، خو ښه ده، که جوړه را نه غله بیا ورته اخلاقي قضیه جوړوي او له منځه یې وړي.

په ځینو سیمو کې دا ډول کارونه طالبان ځکه ښکاره کوي چې نور خلک یې وګوري اود طالبانو غوښتنې رد نه کړي.

ډیرې داسې قضيي شته چې طالبانو له ځینو کورنیو په زوره باندې پيغلې نجونې واده کړي دي او خبرداری یې ورکړی، که نجلۍ ور نه کړی، بیا ورته اخلاقي قضیه جوړوي او له ټوله کورنۍ یې شرموي.

طالب باندې هیڅ باور نه دی پکار، نه علم لري، نه تعلیم لري، نه د ټولنې کلتور او عنعنات په پام کې نیسي، نو بیا څنګه کولی شي چې یو څوک محاکمه کړي.

طالب مشران هم له دې وضعیت خبر دي چې وسله والو کې یې اخلاقي فساد بیخي ډير شوی او له همدې کبله یې یوه اعلامیه کې صحرايي محکمې بندې کړې، خو ځینې وسله وال ورسره دا ډول اعلامیې نه مني.

Exit mobile version