ایا سیاسیون راتلونکی طالبانو سره ګوري؟

عبدالمنان توحیدیار

په دې وروستیو کې د موقت حکومت طرحه چې اسلام اباد کې جوړه شوې او طالبانو یې له امریکا غوښتنه کړې ده، افغان سیاسیون هم د دې طرحې تطبیق ته څڼې اچوي او هڅه کوي چې طالبانو سره همغږي رامنځ ته کړي.

زه پوره باور لرم چې نه طالبان پر دې خلکو باور کوي او نه هم پاکستان او د طالبانو قومندانانو ته د باور وړ دي.

دا خلک چې هر ځآی یوه څوکۍ او یا پيسې وګوري په همغه ځای یې نظر وي او هيڅکله ملي ګټې نه پيژني او نه د افغانستان د راتلونکي کیسه کې دي.

تاسو ولیدل چې ځینې سیاسیون په یوه او بله پلمه پاکستان ته لاړل او هلته یې بیلابیلې لیدنې وکړې، ځینو یې له اسلام اباد څخه د موقت حکومت غږونه پورته کړل او ځینې نورو یې له کابله اسلام اباد ته واورول چې موقت حکومت یواځینی د حل لار ده.

په دې اوس ټول پوهیږي چې دا د افغانستان او افغانانو لپاره سختې ورځې دي، نو له همدې کبله سیاسیون د شخصي ګټو لپاره فشار راوړي چې داسې ځای باندې خبرې او تمرکز وکړي، چرته چې خلک دردیږي.

د موقت حکومت طرحه په اسلام اباد کې جوړه شوې، طالبانو ته ورکول شوې چې دوحه کې یې د خبرو پرمهال مطرح کړي.

د اسلام اباد هدف دا دی چې د موقت حکومت پر مهال به بیا ځینې ډلې حاشیه کې پاتې شي، له واک به بیرون شي او دوی به بیا سرمایه ګزاري پرې وکړي چې د افغانستان د بربادولو لپاره یې کاروي.

د دې تر څنګ موقت حکومت د پاکستان لپاره یو بل فرصت دا برابروي چې داخلي جګړې پيل کړي او نسبي پرمختګونه او نسبي جوړ شوی سیستم بیرته له منځه یوسي او هر څه له سره کړي.

خو زما زړه دې سیاسیونو یا قومي او سیاسي سوداګرو ته بدیږي چې د شخصي عقدې له مخې اوس طالبانو ته هم هرکلی وایي.

په داسې حال کې چې طالبان له دوی سره خبرو ته هم نه کیني او نه پرې باور کوي، تاسو که د مسکو غونډه لیدلي وي، حتی طالبان حاضر نه و چې دې رټل شویو سره یو تصویر هم وباسي.

خو د دوی بې شرمي دې حد ته رسیدلې چې اوس د خپلو شخصي ګټو لپاره ان د پنجاب لمن ته وغورځیدل او غواړي چې له دې لارې امتیازات او واک ترلاسه کړي.

په دې هم ټول پوهیږو چې یواځې جمهوریت کولی شي چې د افغانانو حقونه پکې خوندی شي او په تدریجي ډول افغانستان د سیالانو سیال شي.

پرته له جمهوریت هر ډول نظامونه په افغانستان کې بې پایلې دي او دا کسان چې نن د پاکستان او طالبانو ډول ته څڼې غورځوي، نه پرې پاکستان باور کوي او نه طالبان، یواځې خپلې ګټې به ترې ترلاسه کړي اونور به یې ګوزار کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button