ایا د زیاتې قهوې څښل مو چاغوي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مخکنیو څېړنو ښودلې وه چې ډېره قهوه څښل د وزن د کموالي لامل کېږي، خو اوس روغتیا پالان وایي هغه کسان چې د ورځې پنځه پیالې قهوه څښي د وزن له زیاتوالي سره سره یې د شکرې یا دیابت پر ناروغۍ هم اخته کولی شي.

د قهوې په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ ځیني وایي هغو کسانو چې د وزن د کموالي لپاره یې غذایي رژیم نیولی وي، باید قهوه هم وڅښي معنا دا چې د قهوي څښل وزن کموي، خو وروستۍ څېړنې بیا وایي په زیاته اندازه د قهوې څښل د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

په اصل کې قهوه پر دواړو حالتونو کې خپل اغېز لري، خو اصلي خبره د قهوې په ډول کې ده چې په څه ډول تیاره شي او ترې ګټه واخیستل شي.

زه خپله د ډېرې قهوې څښلو پلوی یم، خو اوس اوس مې په ذهن کې دا پوښتنه را ولاړه شوې چې ایا قهوه په رښتیا هم وزن زیاتوي؟

کله چې غواړئ د قهوې ګټې او تاوانونه وڅېړئ یو شی باید هېر نه کړئ هغه دا چې قهو هم یو ډول مخدر دي؛ ځکه هغه کسان چې د یو څه وخت لپاره قهوه وڅښي بیا یې نو بې له قهوې ژوند سخت وي.

که د ډېر وخت لپاره قهوه وڅښئ بدن او حواس مو په یو ډول ورسره تړل کېږي، ستونزه هله رامنځته کېږي چې خلک یې د ښېګڼو او بد ګڼو په اړه فکر وکړي.

په تېرو شلو کلونو کې چې کومه څېړنه پر چاغو کسانو شوې ده، اتیا په سلو کې یې د قهوې معتادین دي. روغتیا پالان وایي چې په زیاته اندازه د قهوې څښل د انسان وزن زیاتوي، خو که په ورځني ډول یو یا دوې پیالې وڅښل شي زهن به مو ارام او تمرکز به مو پیاوړی وي.

Exit mobile version