ایا د افغانستان ماتم وخت نه لري‌ چې تیر شي؟

فرشته جلالزۍ

نن مي جنتري ته کتل، په زړه کي‌ را تیر شول چې وخت څومره ژر تيريزي.
د دواخان مینه پال له شهادته درې میاشتې تېرې شوې دي.
په زړه کې را تیر شول چې د افغانستان پر شهادت هم درې میاشتې واوښتې.
دواخان به زه څرنګه لا در وپېژنم؟

دوا خان ته به ما دوا ګل ویل.
دواګل به زه د کاکا لور بللم.
ما او دوا ګل هیڅکله مخامخ ونه لیدل خو په ټلفون مې کلونه کلونه خبري ورسره وکړې.
یو وخت دواګل په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال و او ما به له کابله خبرونه جوړول.‌
له هغه راهیسې به چې زما ټیلفون ته کله هم د سهار په خړه کې زنګ راغی، ټول کورني به پوهېدل چې د دوا خان زنګ دی.‌
بیا چې دوا خان د حکومت د رسنیو مشر شو، زنګ یې را وهلی و واي‌ (دکاکا لوري اوس د ټول حکومت د رسنیو رییس یم ، هر امر کوه چې زه یې درته اجرا کم.)
ورته ویل می وام ته ووایه چې زه څه کولای سم؟
وايي، یو بوتل اصل عطر راته را واستوه .
دوا ګل ، سل واره له ما یو بوتل اصل عطر وغوښتل .
ما سل واره ورته وویل چې سمه ده خو نه می ور واستول.
زما د کور شاته یو کوچنی دریاب دی.
د دواخان د شهادت په څلوېښتي کې دریاب ته ورغلم او هیلیو ته مې ډوډئ‌ ور واچوله .
په زړه کې را تیر شول چې که هیلې پوهېږي چې زه پر ټول افغانستان ژاړم که پر دواخان؟
رېښتیا ، پر کوم یوه وژاړم؟
دواړو ته مې دا ګډه مرثیه لیکلي:
یو غرنی، یو کوچی دواخان
یو غرونه ، غرونه افغانستان
یو ملنګ، یوجانانه دواخان
یو سپیره، کودی کودی افغانستان
یو مینه ناک دواخان
یو خوابدی، یو غمجن افغانستان
یو خان دواخان
یو حجره ، حجره افغانستان
یو مظلوم دواخان
یو بې وسه ، یو غریب افغانستان
یو ویشتلی، یو زخمي دواخان
یو ټوټې ټوټې، یو لوټ شوی افغانستان
یوشهید دواخان
یوشهید افغانستان
ایا زه سم نه وایم؟

Exit mobile version