اړتیاوې د ملتونو خپلواکي سلبوي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

داسې ډير وخت پېښېږي چې ځينې افراد او ډلې د خپلو جسمي وړتیا او عقيدوي پياوړتیا په مټ داسې سخت کار وکړي چې په عالم الاسباب کې ناممکنه ښکاره کيږي، خو هغوى يې د خپل فيزيکي مهارت او نفسياتي قوت په مټ کوي. کله کله همدغه ډله د وړوکې کار په ترسره کولو کې مطلقاً ناکام راځي. لامل يې هم د اړين ظرفیت نشتوالى وي. همدغو نيمګړتياو ته که توجه ونشي نو په ټولنه باندې د ناورين د راتلو لامل ګرزيداى شي. که د جګړو په ډګر کې د طالبانو پرله پسې برياو ته ځير شو، نو معجزه ښکاريږي، خو د نظام په جوړولو کې د پرمختګ څرک نه لګيدل يې بيا د اندېښنې وړ خبره ده.

د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامي پړه يوازې په طالبانو باندې نه اچوو. نسکور شوي حکومت هم نه غوښتل د سولي په موخه واک له لاسه ورکړي، خو دومره ضرور وايم؛ څومره به ښه واى چې د حکومت پرځاى طالبانو د سولې لپاره نوښتونه او وړاندیزونه کړي واى. د توپک په زور اوسنۍ بريا يې د افعانانو ترمنځ د سولې تفاهم او يوې ملي هوکړې په پايله کې ترلاسه کړى واى. کاش تير او اوسني حکومت اوسنيږى کړکېچن صورت حال د هيواد او ولس ستونځو ته په کتو انځور کړى واى.

دا الهي تعامل دى چې هرڅه د انسان د خپلو توقعاتو او هيلو پربنسټ نه برابرېږي. انسانانو ته له شرائطو او ځمکنيو حقایقو سره سم له بدلونونو سره د ځان عيارول اړين وي. وخت زموږ په اشارو نه چلیږي نړيوال د پرمختګونو په سفر کې زموږ رارسېدو ته انتظار نکوي، کمزوري او په ژور خوب ويده خلک د زورورو د اسونو له پښو لاندې کيږي.

راځو اصلي مسائلو ته چې زموږ راتلونکى ورپورې تړلى دى. هغه دا چې موږ د د يوه ترسره شوي عمل په مجرا کې قرار لرو. شاته په کتلو باندي وخت او انرژى نه مصرفوو. موږ مصلحتاً پوښتنه هم نه کوو چې د ارګ پرېښودو په ورځ اشرف غني د خطر په تړاو ولې دومره وروسته او عجالتا خبر شو؟ ارک ته سهار نهه بجې په يونيفارم کې راننوتي خلک څومره وو؟ د چا په لارښوونه راغلل؟ څه کول يې غوښتل؟ لمړى مرستيال دوهم مرستیال، د دفاع وزير او له نيم څخه زيات وزيران ولي د کابينې ناستې ته نه راغلل؟

موږ چې د نظام د حمايت کولو او د نسکورولو د مخالفت کچکول په غاړه کې ګرزاوه، موخه مو د اشرف غني ړوند تقليد نه وو، بلکې د نظام ساتل وو. موږ پوهیدو چې له نسکور نظام څخه فاسد نظام هم ښه وه او بله دا چې موږ له سره د نظام جوړولو لپاره نه امکانات لرو او نه هم وړتیا، خو ارګ د واک جنون او طالبان فتوحاتو ليوني کړي وو.

اوس خو په هر حال د ولس له خوښې پرته نظام نسکور شو او له دوه مياشتې څخه زيات وخت وشو چې ادارې تقریبا په ټپه ولاړې دي. د وضاحت او توجیه اړتیا نشته چې طالبانو له ولس او نړيوالو سره په ژمنو باندي وفا ونکړه او تقريباً د تقابل صورت حال دى. که د خپلمنځي سولې په نتیجه کې واک په رسمي توګه يوه منل شوي ټيم ته ليږدول شوى واى،اوس به مو د رسميت پيژندلو لپاره لالهاندو منډو اړتیا نه درلوده او نور زيات فرصتونه به مو درلودل، ډير مرستې به مو ترلاسه کړې واي، ولس به هيواد پرېښودلو ته نه واى اړ شوى او بنسټونه به ټپه ولاړ نه واى.

که خداى مه کړه د ممکنه ناورين له امله زموږ ولس لوږه او فقر ځپي هيواد کې امنیتي ستونځې بيا سر راپورته کوي، نو د ملت چيغې خو به حتماً پورته کيږي او عواقب به يې ځپونکي او ځوروونکي وي. موږ د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره قطعاً نه غواړو چې اوسنى مات ګوډ نظام د پخواني فاسد نظام غوندې نسکور شي.

اوس هم وخت لرو چې طالبان له کورني او بهرني فشار پرته په کور دننه سمون او بدلون راوړى، د ملي اجماع د هڅو له لارې حکومت ته ملي بڼه ورکړي. د انحصار او يکه تازي مفکوره له ذهن څخه وباسي . په حکومت کې اهل مسلکي د علم او تجربې درلودونکي افراد واخلي. د فساد پر وړاندې پياوړي مبارزه وکړي ، د دولتي املاکو د پېر او پلور پوښتنه وکړي. د جنايت مرتکبین مجازات کړي، په لمړي سر کې له ملت سره اړيکې تأمین کړي او بيا له نړیوالې ټولنې څخه د دوه اړخیزو همکاریو، رسمیت پیژندلو او داسې اړينو مرستو غوښتنه وکړي چې هيواد مو د ځان بساينې خواته لمړني ګامونه پورته کړي. طالبان د هېواد په بشپړه جغرافیه باندي د واک درلودلو له امله برلاسي دي او دغه مثبت اړخ د خبرو په مېز باندي په چانه وهلو کې ورته ګټه رسوي.

موږ که هر څومره په لوړ غږ چيغې ووهو چې موږ خپلواک يو، خو ګوډه پښه مو شاهدي ورکوي چې موږ محتاج ملت يو. د پرديو هيوادونو مرستو ته مو د اکسيجن په شان سترګې نيولې وي، له محتاجو قومونو سره د خپلواکي خوبونه ليدل هسې ګپ او يا هم د ځان غولول کيداى شي نور هيڅ نه دي. که خپلواکي غواړو، نو د ځان بساينې په لوري به اقلاً حرکت پيلوو او خپل اقتصادي سرچینې به په کار اچوو. تر هغو به حتماً له نړۍ سره ځينې شرطونه منو چې د غرب خيراتونو ته ناست يو.

موږ هغه وخت د امریکا په سترګو کې سترګې اچولى شو چې د امریکا خيرات ته له احتياج څخه خلاص شو. له غرب سره هغه هيوادونه مناظره او مشاجره کولاى شي چې غرب ته محتاج نه وي. ديموکراسي، برابري، انساني حقونه د بيان آزادي د لږکیو ازادي د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب نارې ټول د غرب د ګټو د ساتلو لپاره دي. نور ورباندې د نقض له امله پړه ګڼل کېږي خو امریکا په دغو مواردو کې د هر ډول تخطي او تيري په وړاندې له ګوتڅنډنې څخه ځانته د معافیت حق ورکوي.

نړيوال اړيکې د دوه اړخیزو ګټو د خوندیتوب په محور باندي را څرخيږي. اوس نړيوال ذهنيت د مختلفو لاملونو له امله له اسلامي امارت سره په هغه کچه اړيکو درلودلو ته مجبوريت لري چې د هغوى ګټې يې ايجابوي. موږ هم مجبور او مکلف يو د خپلو ملي ګټو لپاره له بيځايه تقابل څخه ډډه وکړو او دغه کار د اسلامي اصولو په چوکاټ کې شونى دى، خو اوسنى حالت بدې پايلې درلودلاى شي.

د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي د ديني او ملي سرو کرښو په چوکاټ کې د ننه د تګلارو د سمون سختو پريکړو ته اړتیا لري. داسې ډېر موارد شتون لري چې طالبان وکولاى شي د خپلو ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه د انعطاف او اعتدال لاره خپله کړي.

د بنسټونو بند پاتې کيدل ياهم جزوي پرانستل، د علمي او مسلکې کادرونو د تېښتو تسلسل، د نړيوالو بنديزونو ننګونکى صورت حال، د فعالې کورنۍ او بهرنۍ کاري ستراتيژي د نشتون له امله د مديريت د ناکامي، فقر او بيکاري په شکل د خورا ستر اقتصادي او بشري ناورين په پايله کې د بشري فاجعې رامنځته کيدلو څرک ليدل کېږي.

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button