ايا باد پکي ته خوب، روغتيا ته زيان لري؟

ژباړه: حامد مشواڼی

د ګرمۍ په سوځونکو ورځو کې هر سړی هڅه کوي په مختلفو طريقو لکه ايرکنډيشن او باد پکي ځان يخ وساتي او له دې څخه پرته وخت تېرول ستونزمن دي، خو آيا د شپې باد پکي ته خوب کول رښتيا هم زيان لري؟
د ځيڼو ويبپاڼو لکه لايف زيټ (Lifezette) او دې ميرر (The Mirror) وروستي راپورونه ښيي چې د شپې لخوا باد پکې ته خوب کولای شي ځينې روغتيايي ستونزې پيدا کړي. خو ماهرين وايي دا خبره ډېره صحيح نه ده.
په نيويارک کې د لينوکس هيل (Lenox Hill) په روغتون کې د ستوني او سږو د ناروغيو متخصص ډاکټر لين هاروټيز وايي باد پکی روغتيا ته زيانمن نه دی. په ګرمۍ کې نه بايد موږ ټوله شپه په خولو کې څملو، خوب مهم دی، نو ځکه باد پکی روغتيا ته کوم زيان نه لري.
خو د باد پکي په شمول هر هغه شی چې تېزه هوا چلوي، ستاسې له خولې او پزې له لارو څخه نم ختموي-وچوي يې. باد پکی هم هوا تاووي چې کولای شي تاسې په ګرد سره په عذاب کړي په ځانګړي ډول هغه خلک چې حساسيت لري.
ډاکټر هارويټز وايي که غواړئ له باد پکي سره خوب وکړئ بايد په کافي اندازه يې له ځان څخه لرې کېږدئ او هوا يې مستقيماً په تاسې نه وي. که غواړئ له ګرد او نورو الرژن موادو محفوظ پاتې شئ، بايد په خونه کې د هوا فلتر ولګوئ. هغه همدارنګه وايي بايد د پوزې لمدې ساتلو لپاره هره ورځ سالين (Saline) استعمال شي کوم چي د پوزې سوري خلاصوي، نمجن يې ساتي او همدارنګه د پوزې له نورو ناروغيو څخه هم مخنيوی کوي.
سړه هوا کولای شي ستاسې عضلات را غونج کړي او په سهار کې د پاڅېدو پر مهال مو ستونی شخ کړي، خو ډاکټر هارويټز وايي چې دا ستونزې اکثره له اير کنډيشن څځه پيدا کېږي.
ډاکټر هارويټز وايي که غواړئ ايرکنډيشن ته ويده شئ نو بايد مخامخ ورته ويده نه شئ، همدارنګه(setting) يې داسې جوړ کړئ چې هوا له ۲۰ درجې سانتي ګراد څخه يخه نه کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button