اوسنۍ وضعیت او تبلیغات

عبدالمنان توحیدیار

تاسو به په وروستیو کې دا خبره د ډېرو له خولو اوریدلي وي، چې د افغانستان جګړه تبلیغاتي ده. موږ او تاسو ټول باید پدې ځانونه پوی کړو،

کله چې موږ په دغه جملې پوی شو، د دښمن هره خبره تحلیل او و ارزوو، نو هېڅکله به هم دوی زموږ ذهن ته داسې معلومات را پېچکاري نه کړي، چې د واقعي او اصلي حالاتو سره هېڅ سمون نه خوري. لومړی زما غوښتنه په افغانستان کې د خبریالانو او ژورنالېستانو وروڼو څخه ده، چې هر وخت د یوې موضوع په اړه خبر، راپور، مقاله او یا تحلیل نشروئ، نو د طالبانو کیدونکي تبلیغات او واقعي حالات په پام کې ونیسئ. ژوره څېرنه وکړئ، د سیمې په اړه له واقعي حالاتو ځان خبر کړئ او وروسته یې نشر کړئ.

دویم له خلکو هیله لرم، چې د رسنیو د بې ځایه خبرونو تر تاثیر لاندې رانشئ، کله هم چې طالبان ادعا کوي، دوی «رسنۍ» یې کټ مټ را اخلي او د یو خبر په توګه یې نشروي، تاسو باید په دې پوه شئ، چې دا یواځې د طالبانو ادعا ده، چې دغه رسنۍ را خیستې ده، خبر، راپور، تحلیل او مقاله یې ترې جوړه کړې ده، چې ممکن واقعیت بل ډول وي.

بله مهمه خبره دا ده، چې طالبان ځینې وخت د یوې مشخصې سیمې خلک تر ذهني فشار لاندې نیسي، شب نامې خپروي، د کلیو په قومي مشرانو پسې خبر را لیږي، چې له دوی سره وویني، دولتي کارمندانو ته د تسلیمۍ وړاندیزونه کوي او داسې نور…

وروستیو کې د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو څخه چې ما حال اخیستی، طالب د خپلې ګټې لپاره تبلیغاتي جګړه شروع کړې ده، دوی په ډېر مهارت لومړۍ په یوه سیمه کې د خلکو تر منځ اوازې او ګنګوسې خپروي، چې طالبان راتلونکي دي، تاسو یې ننګه وکړئ، تاسو ور سره مرسته وکړئ، ورته تسلیم شئ او داسې نور… طبعي ته چې هر چا ته خپل او د کورنۍ ژوند مهم دی، کله چې دغه ډول خبرې اوري، نو د ویرې له وجې ور باندې باور کوي، همدا باور سبب کیږي، چې د ټولو خلکو تر منځ یو ډول ویره او ډار خپور شي، بیا طالبان د همدې ویریدلیو خلکو په وسیله، د حکومت نېږدې پوستو ته خبر ور کوي، چې موږ برید کوو، حال دا چې په هغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو طالبان د هېڅ ډول برید کولو وړتیا او ظرفیت هم نلري، خو دوی په پرله پسې ډول دغه کار کوي، وروسته بیا د سیمې قومي مشران اړونده پوستو ته لیږي، ورته وايي، چې د اته سوه په شاوخوا کې طالبان پلان لري، په دغه پوستو بریدونه وکړي، کله چې مېشت امنیتي ځواکونه پدغه خبره فکر کوي، خپل او د طالب جنګیالیو د شمېر مقایسه کوي، نو معلومیږي چې له دوی څو چنده طالبان ډېر دي، نو مورال د لاسه ور کوي، فکر ور سره پیدا کیږي، چې باید پوستې خوشي کړي، بل ځای یې جوړې کړي، وتښتي، یا هم طالبانو ته تسلیم شي. چې همدا چل په لغمان کې د جګړې پر مهال په اولو کې وشو.

لغمان کې طالبانو قومي سپین ږیري د ملي اردو پوستو ته ولیږل، د خپل ډېر شمېر او مهماتو په اړه یې خبر ور کړو، چې د ځینو پوستو د عسکرو په مورال یې بد تاثیر وکړو، د دوی ویاندویانو په ټویټر په پرله پسې ډول لیکل، چې له زرو زیات طالبان لغمان ته د ننه شوي دي، ښار ته نېږدې شوي دي، لغمان سقوط ته نېږدې دی او داسې نور… رسنیو هم د طالبانو په دې تبلیغاتو باور وکړو او د لغمان د احتمالي سقوط خبرونه یې نشرول. خو کله چې خبره د میدان شوه، هر څه برعکس شول.

لومړۍ د طالبانو شمېر دومره نه و، لکه څومره چې ښودل کیدو، دویم د دوی جنګي امکانات په هغه کچه نه و، څومره چې د تبلغ په بڼه ویل شوي و، دریم دوی په هغه سیمو د بریدونو ظرفیت نه لرلو، چې دوی یې د نیولو، ګرم، ګرم خبرونه نشرول. کله هم چې اصلي میدان شو، نو هر څه برعکس شول، طالبانو نه لغمان سقوط کړو، نه یې پوستې وساتلی شوې، نه یې مهم ځایونه وینول، نه یې شکر الحمدالله افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات وا ړول. بلکې ټول ووژل شول. وروسته د دوی ویاندویانو په ټویټر د خپلو دروغو د پټولو لپاره ټویټونه شروع کړل، چې موږ د لغمان د سقوط پلان نه لره. ښاااا چې د لغمان د سقوط پلان دې نه لره، نو ولې دې دومره تبلیغات کول؟ایله د دې لپاره چې خلکو ته ذهني شکنجه ور کړې، خلک خپلو کورونو پریښودو ته مجبور کړې، په رسنیو کې راشي، طالب په قوت کې دی، لغمان کې یې برید کړی دی، خو وروسته هر څه ستاسو په توان شي، څومره تبلغات مو چې کړي وي، دروغ شي، وروسته بیا هم خپلو دروغو ته زور ور کړئ.

ماته دې طالبانو را وښيي هغه ډرون طیارې چې ویل یې کندز کندوز او فراه کې مو بمبارد پرې وکړې، هغه چېرته دي اوس؟ چارج پکې ختم دی، که بیټرۍ یې زړې شوي او یا یې هم وزرونه مات شوي دي؟

که روغې وي، بګرام باندې دې یې ور جګې کړي. بګرام دې نه پرې بمباروي، صرف دې د باګرام ویډیو ریکارډ کړي چې مونږ ته مالومه شي چې دا خلک رښتیا هم درومي او که لا یې په باګرام کې ابادیانو ته کش ورکړی!

هغه قاري خوستي چې د مۍ په لومړۍ نېټه یو سات وخت هم امریکایانو ته نه ورکاوه، مړ دی که ژوندی؟ څوک یې لږ وسکونډئ چې نن د مۍ ۲۴ ده او هغه یو سات په ۵۷۶ ساتونو بدل شو خو ستاسې د غبرګون درک لا ورک دی؟

د طالبانو ټول ګواښونه دروغ دي، وضعیت کنټرول دی، افغانستان به تل پاتې وي، نظام به دوام کوي، ستونزې به ان شاءالله یو په بل پسې حل کیږي، طالب نور هېڅ نه شي کولای، باید سوله وکړي، له سولې پرته طالب ته بله لاره نه ده پاتې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button