اوتي بوتي

طنز
محمود نظری


اوتي بوتي

نه کیږي په ټیم د سندر غاړې خیرات
مه وړئ په نڅاه هغو ته خپل صدقات
په محفلوکې کښیږدئ د اعانې بکسونه
چې خدای درکړي تاسوته دنڅاه برکات

دغریب نیمکه دخان له لک سره برابر ده په خیرات
هر یو ګټه اخلي په اندازې د خپل شتو په نصاب
قاتل هغه دی چې دهغه په اشاره وژل کیږي خلک
باچا ته هرچیري نوکران رمې کړي په سیخ کباب
دباچا دوه سیخه خواړه دي نور یې خوري اصحاب
په همدې دوه سیخه یي نوم سي تاریخي خانه خراب

مومن خان ښامارمړ کړ نظار کړله توره پزه
الوتکو طالب وتښتوه ول زور زما دی سوړه پزه
دا دوران دوران د ټکي ټوری دی یارانو
واک ته هغه رسي چې لري ښه خړیته پزه

دبهر میشیو کار احوال پوښتنه وه د خپلوانو
ځکه دتیلفون دکارتونو تر لاس کیده وه په ګرانو
اوس چې وایبر او سکایپ وړیا دی هر چاته مهیا
باید بیرته واړه احوال ونیسي د غټانو مشرانو

د پرون د لوڅ کونو نن پرسر ده بوغره
دپرون لویه فاحشه دنن سوې ده بکره
موږ له چاوو څخه وچاوته غاو کړویوازې
اوس د رذلانو له خولې راوځي دالله اکبر ناره

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button