امریکا پرېږدیی، خپل سپوڼی وګنډئ!!!

عبدالوحید وحید
شک نشته چې غرب د بریا او بایلات، ګټې او زیان، دوستی او دښمنی، ژمنتیا او وعده خلافی، ملګرتیا او مخالفت، سولې او جګړې لپاره ځانګړی پرنسیپونه تګلارې او اصول لری. د یولسم سیپتمبر د پیښې په لاملونو، کریکترونو، پیچلتیاو، پوښتنو او کږلیچونو خبره نه کوم. په دغه تړاو لیکنې شننې انګیرنې او ګرویږنې ډیرې شوی دی. دا هم جدا موضوع او جدا بحث غواړی چې د پیښې پلان چا تیار کړ، لوجستیکی امکانات چا برابر کړل، د پیښې ترشا موخې څه وې؟ د نړئ تر ټولو پیاوړیو امریکایی استخباراتی شبکو ولې شنډ نکړاى شو؟ هغه څه چې غواړم ورباندې لیکنه وکړم د امریکا له فطرت او طبعی ځانګړتیاو سره سم متکبرانه، مغرورانه، په فرعونی مزاج یرغل او شل کاله وروسته له خورا لوړو ځانی تلفاتو او مالی زیانونو وروسته د هغوى د ځواکونو وتلو ته مفتضحانه، بې شرمانه، منافقانه او که مجهولانه اصطلاح وکاروو؟ که څه هم په افغانستان باندې د امریکا په مشرئ ایتلافی ځواکونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا منظوری ترلاسه کړه خو نړیوال پوهیدل چې له امریکا سره د سیپتمبر یولسمې له تراژیدی وروسته نه دومره کره اسناد وه چې په یوه خپلواک هېواد باندی نظامی یرغل وشی او نه هم د معاصر مدنیت کودونو ایجابوله چې د یوه ترهګر سازمان د له منځه وړلو لپاره د یوه هیواد عام خلک ووژل شی، کلی او بانډې شاړې او له منځه لاړې شی، په زرګونو خلک په کلونو د عدلی او قضایی ادارو له منظوری پرته په پنجرو کې بندیان وساتل شی. دا تریخ حقیقت ده چې د شل کاله وړاندې په پرتله اوس مهال نړئ ته د ترهګرو ډلو لخوا د ګواښ ګراف لوړ ده، افغانستان کې امنیتی وضعیت لا نور هم ترینکلئ ده، نه ښاده او اباده ټولنه جوړه شوه او نه د بشر حقونه خوندی شول او نه هم د ترهګرئ ریښې لاملونه او اسباب ورک شول. یوازې جګړه، فساد، تیت او پاشلئ حکومت او ویشل شوی ټولنه راپاتې شو.امریکایانو زمونږ ټولنیزو ځانګړتیاو، مذهبی او کلتوری اړخونو ته له ارزښت ورکولو پرته د خپل فرعونی مزاج له مخې هغه وحشتونه وکړل چې زه یې په لیکلو شرمیږم خو هغوى یې د دیموکراسی له هوایی دعوو سره سره په ترسره کولو و نه شرمیدل. له کلسټر بمونو نیولې تر د بمونو د مور په نوم د ستر بم په غورځولو له ګوانتنامو نیولې په کابل تر شخصی پټو محبسونو پورې د هر ډول قانونی اخلاقی او بشری ارزښتونو له پولو واوښتل، خو بریا یې په برخه نشوه.

ښه راته یاد دی چې په افغانستان باندې د امریکا له هوایی بمباردونو او ځمکنی یرغل په پایله کې د طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته ولسمشر کرزی د یوې خبری ناستې پرمهال طالبانو ته د عفوې خبره کې ملا محمد عمر هم شامل کړ، خو سملاسی د امریکا د هغه مهال د دفاع وزیر رمزفیلډ د کرزی خبره رد او ګواښ یې وکړ چې که کرزى همدغه شان خبرو ته ادامه ورکړی د امریکا له ملاتړ څخه به بې برخې شی. مګر اوس مو ولیده چې د خپل متکبرانه مزاج څخه څومره وګرزیده او له همهغه سرسخت دښمن سره یې وکولاى شول چې له اتلسو میاشتو مذاکرو وروسته هوکړه لیک لاسلیک کړی. شل کاله وروسته امریکا وپتییله چې ځانی او مالی زیانونه یې نور ورته د منلو نه دی. جګړه ورته د خپل تاریخ تر ټولو زیانمنه اوږده او تاوانی تمامه شوه. د طالبانو د مقاومت اندازه یې غلطه محاسبه کړې وه. له ټولو مهمه دا چې د امریکا په اصطلاح د ګرین آن بلو (Green on Blue) یعنې د افغان ملی اردو لخوا په امریکایی ځواکونو باندې د بریدونو زیاتوالی سخت اندېښمن کړل. هغوى و پوهیدل چې په کابل کې ناست چارواکی یې ګټې نشی خوندی کولاى، په حکومت کې د ننه شدید اختلافات، فساد او زورواکی د امریکا د خلکو پوښتنې راپورته کوی، نو په بدیل باندې یې فکر کول پیل کړل. که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ځینې مهمې برخې پټې دی، خو داسې ویل کېږی چې امریکا د خپل ارتجاعی (بدلون منونکی) سیاست په کارولو له طالبانو سره د څو دوره مذاکراتو وروسته داسې هوکړې ته ورسیدل چې په افغانستان کې خپلې اوږد مهالې ګټې، د خپلو ځواکونو خوندیتوب او په هوکړه لیک کې یې داسې پیچلې مادې شاملې کړی چې له طالبانو سره د امریکایانو اوږدمهاله تعاملاتو ته لاره هواروی. همدغه متمائل (flexible) سیاست د هیواد ګټی خوندی کوی. زمونږ په شان بېځایه سرټمبه توب د ګټې پرځاى زیان لری.
مونږ عادتاً د خپلو ستونځو په حل کې ناکام یو، خو په نورو باندې نیوکه او مشورو ورکولو کې بېسارې وړتیا لرو. امریکا له افغانستان څخه ځواکونه باسی که نه؟ ښه کار کوی که بد کار کوی؟ له طالبانو سره په هوکړه لیک کې یې اړین مواد ځاى کړې دی که یې نه دی ځای کړی؟ وتل یې مسئولانه دی که غیرمسولانه؟ له افغانستان سره یې په ژمن عمل کړئ ده که نه پاتې کېږی؟ د وتلو پرمهال خپلې وسلې پاکستان ته سپاری که مونږ ته یې راکوی؟ له افغانستان څخه د امریکا د ځواکونو د وتلو پریکړه پرځاى او که عجولانه ده؟ دا ټولې پوښتنې په امریکا پورې تړاو لری. مونږ یې مسئولیت نلرو. مونږ باید خپل مسائل حل کړو. ډیر وخت مونږ ته د امریکا او نورو بهرنیانو ځینې کارونه حماقت او فرعونیت ښکاریږی، خو واقعیت داده چې زمونږ او د هغوى ارزښتونه توپیر لری. هغه څه چې هغوى پکې ستونځه لری معنویت ده او مونږ ته له مادیاتو څخه معنویات ډیر ارزښت لری. د بیلګی په توګه که یوه افغان ته ملیونونه دالر ورکړی خو خپله ښځه په نیکر او سینه بند کې د عامه خلکو منځته ته نه راباسی خو غرب دغه کار کار په خپله خوښه کوی او هیڅ عیب ورته نه ښکاری. هغوى خپل مسئولیت پیژنی او خپله پوهیږی چې موخو ته د رسیدو لپاره څه وکړی. په پردیو باندې د حساب کولو پرځاى مونږ ته خپل سپوڼی ګنډل پکار دی خپلې نیمګړتیاوې ډکولو ته اړتیا لرو، خپل تیت او پاشلئ ټولنیز وجود راټولولو، یو بل منلو د لوړو ملی ګټو لپاره انعطاف او زغم ته ضرورت لرو. راځئ له ځان څخه پوښتنه وکړو چې زمونږ ترمنځ جګړه په څه ده؟ حکومت واقعاً د امریکا مزدور ده او طالبان په ریښتونی ډول د پاکستان لپاره کار کوی؟ ایا دلته روانه جګړه په واقعی توګه د ارزښتونو ده او که د ارزښتونو ترعنوان لاندې د واک په سر جګړه ده؟ تیر شل کاله مو ولی ونشو کړاى چې په امنیتی برخه کې د ځان بساینې هدف ته ورسیږو؟ ایا له پردیو څخه زمونږ دا غوښتنه او توقع پرځاى ده چې زمونږ امنیتی ستونځو د حل تر وخته دې زمونږ امنیت وساتی؟

کله چې له ولسمشر غنی څخه واورم چې وایی له سولې وروسته به د طالبانو د ادغام سخت پړاوونه راپغاړه وی، نو ناهیلئ شم او دغه ډول تصور ته محال وایم چې د ولمسشر غنی او یا هم د طالبانو د مشر په مشرتابه به سوله راشی. که څه هم طالبان د سولې هوکړه تر خپل مشرتابه لاندی شونئ ګڼی خو تراوسه پورې په زغرده نه وایی چې د سولې له تړون وروسته د موجود حکومت د چارواکو ادغام هم زمونږ د خورا ستونځمنو دندو په جمله کې راځی. زه په اوسنیو شرایطو کې د غنی د استعفأ مخالف یم. دا کار خطرناک ګڼم. دومره خطرناک چې د پایلو تصور یې نه کوم. استعفأ په هر حال شاته تګ ده، خو دا هم واقعیت ده چې مونږ ته سوله د ولسواکی له تسلسل څخه زیاته مهمه ده. البته هغه مهال باید خبرې ورباندی وشی چې طالبان یې د سولې لپاره د شرط په توګه وړاندې کړی، افغانان ورباندی د سیاسی اجماع په شکل هوکړه وکړی او نړیواله ټولنه یې بشپړ ملاتړ وکړی. دا واقعیت له لمر څخه هم روښانه ده چې اوسنى امنیتی وضعیت د زغم او منلو نه ده. هره ورځ زمونږ تر دوو سوو پورې افغانان د جګړو خوراک ګرزی. په حکومت کې اختلافات رامنځته کیدل د اندېښنې وړ خبره ده او د سولې بهیر ته زیان رسوی. دغه حالت جدی بدلون ته اړتیا لری. کله چې دوه مخالف لوری یا په بله اصطلاح دوه دښمنان سوله کوی، نو سوله د یوې خوا د واک په صورت کې نه وی، بلکې د سولې د پروسې د بشپړتیا لپاره دریمګړئ راځی. زه منم چې د دریمګړی د غوراوى په برخه د ولسمشر غنی او مولوی هبت‌الله باور او هوکړه ترلاسه کول اړین کار ده.

مونږ دوه لارې لرو؛

وه حل لاره ګډ موقت حکومت او بله بې پرې موقت حکومت ده. دواړه مثبت او منفی خواوې لری. د دواړو لپاره باید د واک ساحه مشخصه شی او د دواړو لوړ پوړی چارواکی باید په راتلونکی منتخب حکومت، دولتی بنسټونو کې او په لوړو پوستونو باندې د کار کولو او که قانونی ستونځه نه وی د پارلمان د غړیتوب حق هم ونلری.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button