امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

ژباړه – ریاض مقامزی

امرود (Guava) خوږه او خوندوره مېوه ده. ددې مېوې د پيدايښت اصلي سیمه مرکزي امریکا ده، چې په مرطوب او استوايي آب و هوا کې ښه وده کوي.
د امرودو (امروتو) علمي نوم (Psidium Guajava) دی. ددې مېوې شکل بېضوي او ګرد وي، چې د پوستکي رنګ یې شین او ژېړ رنګه دی. همدارنګه منځ کې یې کوچني دانې موجودې وي. ددې ترڅنګ د امرودو له پاڼو هم د ګڼو موخو لپاره ګټه اخيستل کېږي. په دې لنډه لیکنه کې به ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.

په امرودو کې شته غذايي مواد

په امریکا کې د ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي، چې امرود د انرژۍ، فایبر، ويټامينونو او معدني موادو بډايه سرچينه ده. دا مېوه د ويټامين A، ويټامين C، ويټامين E، د ويټامين B کورنۍ، پوتاشیم، فسفر، مګنېزيم، کلسیم، سودیم او زینک درلودونکې ده.

ځانګړتياوې

دغه مېوه ستاسو د روغتيا لپاره ګڼې ځانګړتیاوې لري. د وينې د فشار او شکر کنټرول، د وزن کموالی، اسهال او ګڼو نورو برخو کې یې رول خورا ګټور دی.
په امریکا کې یو پخوانی متل دی، چې وايي: “د ورځې یوه مڼه وخورئ تر څو ډاکټر ته له ورتګ وژغورل شئ.” خو د امرودو ډېرو ګټو ته په کتو ویلی شو: “د امرودو په موسم کې څو دانې امرود وخورئ تر څو ټول کال د ډاکټر مخه و نه وينئ.”

۱. د شکر په تنظيم کې مرسته کوي

څېړنو ښودلې ده، چې امرود کولای شي د وینې د شکر په کنټرول کې اغېزناک ثابت شي. د هغو څېړنو پایله، چې پر حېواناتو ترسره شوه، ډېره هيله بخښونکې وه. دوی وموندل، چې د امرودو د ټکول شوو پاڼو اوبه د وینې شکر منظموي او د انسولین مقاومت کنټرولوي.
له دې وروسته پر انسانانو ترسره شوې څېړنه هم بې پايلو نه وه. په هغه څېړنه کې چې پر ۱۹ تنو ترسره شوه، وښودله چې د امرودو پاڼې د شکر کچه ټيټوي.

۲. د وينې فشار او د زړه روغتيا

ډېری څېړونکي په دې باور دي، چې په امرودو کې شته انتي اکسیدان او ويټامينونه ددې سبب کېږي، چې زړه مو سالم وساتي او زړه د آزادو راډيکالانو پر وړاندې پياوړی کوي. همدارنګه په لوړه کچه غذايي فیبر او پوتاشیم هم د زړه په روغتيا کې ګټور ثابتېږي.
له دې ور هاخوا د امرودو د پاڼو شیره د وينې د فشار لو غوړ په کمښت کې مرسته کوي.

۳. د هاضمي سيسیتم پياوړتيا

امرود د غذايي فیبر یوه عالي منبع ګڼل کېږي. نو پر همدې اساس ددې مېوې خوړل مو د معدې او کولمو فعالیت بېخي ښه کوي. د ورځې یو امرود خوړل فیبر ته ستاسو د بدن د اړتيا ۱۲ سلنه پوره کوي.
پر دې سربېره امرود د ویټامين سي، کاروتنوئيد او پوتاشيم هم لري، چې ستاسو هاضمي سیستم په پياوړتيا کې مرسته کوي. هغو کسانو ته هم د امرودو د خوړلو توصيه کېږي، چې د (gastroenteritis) ستونزه لري.

۴. د وزن په کموالي کې مرسته کوي

امرود هغه مېوه ده، چې د وزن په کمښت کې ګټور ثابتېږي. د نورو مېوو برخلاف دغه مېوه له کمې کالري انرژۍ ترڅنګ د ويټامينونو او معدني موادو ښه منبع ده، نو که تاسو امرود خورئ د هېڅ غذايي معدې د کمښت احساس به و نه کړئ. خام امرود که له مڼې، مالټو او انګورو سره مقایسه کړو نو ډېر کم قند لري، چې دا هم یو ښه خبر دی.

۵. د سرطان ضد

وروستيو څېړنو ښودلې ده، چې امرود د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. دا خاصيت ممکن په امرودو کې د قوي آنتي اکسیدان د شتون له کبله وي، چې پر سلولونو د آزادو راډيکالانو د اغېز او تأثير مخه نيسي.
همدارنګه یوې بلې څېړنې ښودلې ده، چې د امرودو د پاڼو تېل د سرطان له نورو درملو څخه ۴ سلنه ډېر مؤثر دي. په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دي.

۶. د ایمني سیستم پیاوړتيا

په بدن کې د ويټامين سي کموالی ددې سبب کېږي، چې انسان په اسانۍ سره پر ناروغيو اخته شي. امرود په پراخه کچه ويټامين C لري، چې کولای شي ستاسو د بدن ايمني سیستم قوي کړي.
دا هم ثابته شوې، چې امرود د میکروب ضد خاصیت لري. دا په دې معنا ده، چې امرود کولای شي تاسو د میکروبونو پر وړاندې مقاوم ساتي.

۷. د مغزو روغتيا

د امرودو له بې مثاله ځانګړنو څخه یو هم د پراخه ويټامينونو شتون دی. دغه مېوه د نورو ګڼو ويټامينونو ترڅنګ د B6, B, او B3 ويټامينونه هم لري، چې د مغزو لپاره خورا ګټور دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button