اقلیمي توافق (څنګه کولی شو د اقلیمي بدلون سره توافق وکړو)

د مقالی عنوان: اقلیمي توافق (څنګه کولی شو د اقلیمي بدلون سره توافق وکړو)

لیکنه او ژباړه: روح الله هدف (د چاپیریال پوهنې د لسانس دورې محصل، قاعداعظم پوهنتون اسلام اباد)

اقلیمي بدلون د ځمکې په نړیوال اقلیم کې په اوسط ډول اوږد مهاله تغیراتو ته ویل کیږي او د نړیوالي تودوخې له امله رامنځ ته کیږي. دا حالت یواځې تر تودوخې محدود نه دی او فزیکي تغیرات لکه سیلابونه، طوفانونه او وچکالی ورسره تړلي دي. دا حالت د انسانې کړنو په خاص ډول د صنعتي انقلاب له امله په اتمسفیر کې د ګل خانه يې ګازونو له زیاتوالي له امله رامنځ ته شوی دی چې دغه ګازونه د ځمکې لخوا جذب شوی تودوخه بیرته فضا ته نه پریږدي او د تودوخې اعظمی حالتونه یې رامنځ ته کړي دي. اقلیمي بدلون د انسانانو، ژوندیو موجوداتو او طبیعت لپاره یوه منل شوی خطر دی. دا یو منل شوی حقیقت دی چې د اقلیمي تغیر اثرات او پایلي ویجاړونکې او سمدستې دی. ددی ننګونې ستر شواهد نور حیث پټ نه دي. د تودوخې لوړیدل (Global Warming) ، د سمندر د سطحی پورته کیدل (Sea level Rising) او د یخچالونو په ویلو کیدو(Glacier Melting) سره یې په چاپیریال کې د پام وړ او حیرانوونکې تغیرات رامنځ ته کړي دی. د نړي اکثره خلک همدا اوس د اوبو د کموالی، ګرمو څپو، ځنګلی اورونو او د خطرناکو او شدیدو اورښتونو او سیلابونو سره لاس او ګریوان دی چې دغه نازک حالت اصلی قربانیان ساحلي ټولنی، دهقانان، ښاري خلک او په ټوله کې هغه هیوادونه دي چې غریب دی او اقتصاد یې په زراعت پورې تړلې دی. که څه هم د زرغون اقلیم صندوق (Green Climate Fund) ددغو هیوادونو سره د فارس د تړون، چې په اتمسفیر کې د ګل خانه یې ګازونو د کموالي پخاطر رامنځ ته شوی دی، په پلي کولو کې مرسته کوي. په اتمسفیر کې د ګل خانه يې ګازونو اندازه د تیرو ۶۵۰۰۰۰ کلونو کې په لومړي ځل په دومره لوی مقدار سره ثبت شوی ده. د ۱۹ ګرمو کلونو څخه يې ۱۸ یوازې د ۲۰۰۱ میلادي کال راپدیخوا ثبت شوی دي او په تیرو سلو کلونو کې د بحر سطحه د ۱۷۸ مترو په اندازه لوړه شوي ده او همداسې لوړیږي.

د اقلیمي بدلون پر وړاندي هلي ځلي پر دوه برخو ویشل شوي دي. لومړي د اقلیمي تغیر د کمولو هڅې چې دا په اتمسفیر کې د ګل خانه يې ګازونو په کمولو پورې اړه لري او دوهم د اقلیمي بدلون سره د توافق هڅې دی چې دا په داسې سیستمونو کار کول دي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندي مقاومت وکړائ شي. خو ساینس پوهان دغه دواړې پروسې د یو سکی دوه مخه ګڼې چې د یو له بل څخه نه جدا کیږي او باید دواړه پر یو وخت پر مخ وي وړل شي.

د کوفینهیګن تړون Copenhagen Agreement په ۲۰۱۵ میلادی کال کې ددې لپاره رامنځ ته شو چې د داسې فرصتونه لپاره زمینه رامنځ ته کړي چې د اقلیمي تغیر موضوع او ایجنډا په یو قوی موقف سره مخ په وړاندي یوسي او د اقلیمي توافق لپاره یوه ډیره آسانه او قوی تګلاره رامنځ ته کړي.

اقلیمي توافق د اقلیمي بدلون د تاثیراتو او نتایجو په ځواب کې په ټولنیز، سیاسی، اقتصادی او ایکولوژیکې سیسټمونو کې داسی اصلاحاتو راغوستو څخه عبارت دی چې د اقلیمي بدلون په وړاندي مقاومت وکړي او د اقلیمي تغیر د اټکل کیدونکو ویجاړیو مخنیوی وکړي. دا هغه تغیرات دی چې په پروسو، عمل او شکل کې ددې لپاره منځ ته راځي چې د اقلیمي بدلون د توان کچه ټیټه شې او یا ممکن د هغې څخه استفاده واخلو. په ساده اصطلاح باید ټولني او هیوادونه هغه تګلاري او د توافق حل لارو باندې کار وکړي د اقلیم تغیر شته اثرات له منځه یوسي او په راتلونکې کې پیښدونکې پیښو لپاره تیار آماده ووسې.

اقلیمي توافق یو کوچنې مسیر نه دي مګر دا د ډیرو اجزاوو مجموعه ده چې دولت، د دولت پالیسی، غیردولتی سکتور، تجارت، زراغت، د طبیعې پیښو پروړاندې مبارزه، وچکالی، د انرژی منابع، حیات تنوع او داسې ډیرو نورو اړخونو په نظر کې نیولو وروسته جوړیږي.

د اقلیمي تغیر سره د توافق پالیسی یا Climate Adaptation په لومړنې حالت کې ده او تر ډیره نورو څیړنو او کره معلوماتو ته اړتیا لري مګر اوس هم هیوادونه د اقلیمي توافق په ملی، سیمیزو او نړیوالو پلانونو کار کوي او دغه موضوع د اقلیمي او چاپیریالي بحثونو د سر موضوع ده.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي تغیر په کنوینشن په ۱۹ غونډه کې مختلفو اړخونو د زرغون اقلیم صندوق غوښتې چې له هیوادونو سره په ملی توافق پلان (National Adaptation Plans-NAPs) په جوړولو او عملي کولو کې مالی همکاری وکړي. په افغانستان کې د زرغون اقلیم صندوق لخوا په ۲۰۲۰ میلادی کال کې د چاپیریال ساتنې ملی ادارې په ملتیا لومړی پروژه اعلان شوه.

د اقلیمي توافق د ډیزاین لپاره ساینسی بحث ډیر ضروري دی او د اقلیمي تغیر په هر اړخ پوهیدل چې یو ستونزمن کار دی خورا اړین دی.

– د اقلیمي تغیر په اړه د بین المللی هیت یا IPCC (Intergovernmental Panel on Climate Change) لخوا د نړیوالي تودوخې سره تړلي خطرات په پنځو برخو ویشل شوی دی.

– هغه خطرات چې ایکوسیسټمونه ګواښي. مثلا استوای یخچالونه، کورل ریف (Coral Reefs) له لمنځه تلل.

– هغه خطرات چې د هوا د حالتونو د اعظمی پیښو (Extreme Weather Events) پورې اړه لري. مثلا سیلابونه، طوفانونه، ګرمې څپې، اورونه او شدید اورښتونه

– هغه خطرات چې قربانیان يې یو خاص ګروپ یا یوه خاصه ساحه وی.

– هغه خطرات چې په اوسط ډول د اقلیمي بدلون د نړیوالو اقتصادی او ایکولوژیکې تاثیراتو پورې اړه لري.

– هغه خطرات چې د یوې واحدی پیښې له امله رامنځ ته کیږي او نه جبران کیدونکې دی. مثلا د ګرین لینډ د یخچالونو ویلی کیدل چې په نړیوال اتمسفیر کې د میتان ګاز اندازه زیاتوي او تودوخه لوړوي.

د هغو هڅو او کړنو مصارف چې د اقلیمي توافق په پلان ګذاری او عملی کولو کې مرسته کوي د GCF لخوا تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې هر کال د ۱۴۰ بیلیون ډالر څخه تر ۵۰۰ بیلیون ډالرو پورې اټکل شوي دي.

يو کامیابه اقلیمي توافق هغه وخت شونې دی چې د هیواد پر سطحه د اقلیمي ننګونو او خطراتو څیړنې ترسره شې، منظم پلان جوړ او د دولتي او غیر دولتي سکتور تر څنګ ولس سره په همغږي عملی شې ځکه چې دا هر اړخ د اقلیمي بدلون په کمولو او زیاتوالی کې د پام وړ ونډه لري. نړیوالی مرستې را جلب شې. او ددې پروسې پر وخت باید عامه پوهاوی، مالی او تکنالوژیکې مرستې او علمی او تخنیکې ظرفیتونه لوړ کړل شې، معلومات پر وخت شریک او د خبراترو لپاره تر بل هر وخت باید سیاسي ساحه پراخه وي تر څو هر لورې په دغه پروسه کې شامل وي.

لاندي هغه حل لاری دي چي د اقلیمي بدلون په کموالی او توافق کې مرسته کوی

د ډنډونو(Wetlands) او ساحلی ډنډونو ساتنه

سالټ مارش، ماینګروز او بحری واښه هغه ایکوسیټمونه دي چې د اوبو د طبیعی فلټر حیثیت لري او د بحری حیواناتو د اوسیدو ځای دی. دغه ایکوسیسټمونه د بحر د سطحی د لوړوالی پر وړاندي دفاع او مقاومت کوي او د طوفانونو او سیلابونو پر وړاندي مقاومت او ساتنه کوي او په ټنونو کاربن په خپلو ریښو او خاوره کې جذبوي چې د اقلیمي تغیر د کموالی ترڅنګ په توافق کې هم مرسته کوي.

د انرژی غیر مرکزي تقیسم

اقلیمي بدلون د هیوادونو د انرژي یا بریښنا د انتقال او تقسیم وسایل او ساختمانونو زیانمنوي او په عین حال کې نفوس ورځ به ورځ زیاتیږي چې ورسره د بریښنا غوښتنه په ډیریدو ده. د بریښنا هغه سیستمونه چې مرکزي دی او ډیره ساحه یې تر پوښښ لاندی ده د اقلیمي بدلون د مستقیم ګواښ لاندي دی. غیر مرکزي سیستمونه چې د انتقال مزی یې کوچنې ساحه تر پوښ لاندي نیسی او بریښنا یې په کمه ساحه کې تقسیم شوي وي د اقلیمي تغیر سره په زیات توافق کې دی ځکه چې په یوه ساحه کې د اقلیمي بدولون د یوې پیښې له امله د نورو سیمو بریښنا نه قطع او نه ضایع کیږي.

د یو سیمی د اصلی اوسیدونکو حقوق

د یو سیمی د اصلی اوسیدونکو د ځمکی حقوق خوندی کول ځکه چې د ځمکی ۵۰٪ ساحه د سیمیزو او اصلی اوسیدونکو په واک کې ده او تقریبا تر دوه نیم بیلیونو خلک د خپل ژوند لپاره په دغه ځمکه تکیه کوي. دا هغه ټولنې دي چې د طبیعي تغیراتو سره يې توافق کړي او ددي تغیراتو په اصولو ښه اشنا او کافی معلومات لري، هغه معلومات چې حتی ساینس ورته هم اړتیا لري. دغو ټولنو ته باید د اوسیدو قانونې حق ورکړل شي ترڅو د اقلیمي تغیراتو په صورت کې دغه ځمکه او شته طبیعی منابع وژغوري او هم خپل ژوند په دوامداره توګه جاري وساتي.

عامه ترانسفورت ته وده ورکول

د نړیوال ترانسفورت ۷۲٪ اخراجات د سړکونو د ترانسفورت څخه دی او دا هغه وخت کمیدای شي چې عامه ترانسفورت ته وده ورکړل شي او د خلکو لپاره پکې اساني رامنځ ته شي. عامه ترانسفورت پداسی ډول ډیزاین شي چې د اقلیمي بدلون له تاثیراتو سره مبارزه وکړلای شي مثلا د سیلابونو څخه بچ او د ګرمو څپو پر وړاندي مقاومت وکړلای شي. که په نړیواله کچه عامه ترانسفورت ۴۰٪ پراخه شې نو تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې به د موټرو شمیر ډیر کم او د 6۔6 ګیګا ټن اخراجاتو مخه به ونیسی.

د خطر په اړه د خبر ورکولو سیستم

له پیښې وړاندي خبر ورکول هغه ټکنالوجې ده چې په دقیق ډول د سیلاب، طوفان، ګرمه څپه او یا د یو خطرناکی موسمي یا اقلیمي پیښې وړاندوینه او خبر ورکوي. د یو راپور مطابق که چیرته ۲۴ ساعته وړاندي د یو پیښې خبر ورکړل شي نو دا به د تاوان کچه تر ۳۰ فیصدو راټیټه کړي او که چیرته مخ پر ودې هیوادونو کې ۸۰۰ میلیون ډالر په دغه سیستمونو ولګول شې نو به هر کال کې به تر ۳-۱۶ بیلیونو ډالرو تاوان مخ ونیول شې.

د ساختمانونو سم مدیریت

باید ودانیو او کورونو جوړول له هغو سیمو څخه لرې وي چې د سیلابونو د مستقیم ګواښ سره مخ دي او د کورونو، اوبو او د زبالو سالم مدیریت ترسره شي.

په وچه ځمکه د زراعت زیاتوالی

باید پر هغه ونو او بوټو څیړنې وشې او وکرل شي چې د وچکالی پر وخت زیات اغیزمن نشي او اقلیمي بدلون له تاثیراتو دفاع کولای شي.

د اوبو مدیریت

دا چې اقلیمي بدلون پر اوبو سخت اغیز کوي نو د اوبو سالم مدیریت د اقلیمي توافق یوه مهمه برخه ده. نن ورځ تقریبا 3.6 بیلیونه خلک کم تر کمه په کال کې یوه میاشت پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به 1.4 بیلیونه نور خلک دا ستونزه ولري. یو کامیابه اقلیمي توافق باید پر اوبو زیات تمرکز ولري او د اوبو په منابعو او ساختمانونو کې د پام وړ پرمختګ راولي او هم د اوبو سره تړلي طبیعی پیښې مثلا سیلابونو او وچکالي پر وړاندي جدی تدابیر ونیسي.

د ښارونو منظم جوړښت

ښارونه هغه ځایونه دي چې ډیر خلک پکې اوسیږي چې اقلیمي تغیر پکې زیات شمیر خلک اغیزمن کولای شې. د ښارونو منظم جوړښت کې باید کورونه او ساختمانونو د اقلیمي خطراتو په پام کې نیولو سره جوړ شې او شنو ودانیو تر ترجیح ورکړل شې او ونې او بوټې وکرل شې.

د طبیعی افتونو مدیریت

اقلیمي تغیر له امله په چاپیریال کې رامنځ ته شوي افتونه لکه سیلابونه، طوفانونه، ځمکه ښویدنه، د بحر د سطحې لوړوالی، اعظمی موسمی پیښې، ګرمي څپي او نور چې دا د معمول خلاف ډیر په شدت او تکراري ډول رامنځ ته کیږي چې باید د اقلیمي توافق پلان ددې پیښو په وړاندي پر وخت عکس العمل او اقدامات وکړي.

زراعت

اقلیمي تغیر په رزاعت باندی زیات تاثیر لري، وچکالی رامنځ ته کوی او فصلونه د خطرسره مخ کوي. همدارنګه زراعت د اقلیمي بدلون په زیاتوالی کې هم پوره ونډه لري ځکه چې زراعتې کړنی اتمسفیر ته CO, N2O او CH4 ګازونه داخلوي چې ددغو ګازونو مدیریت په اقلیمي بدلون کې د پام وړ مثبت بدلون راغوستلای شي.

لاندی هغه کړنې دی چې په اقلیمي تغیر سره د زراعت په توافق کې مرسته کوي.

– باید د نباتاتو هغه نوعې وکرل شې چې په خاوره کې د تیزابیت د زیاتیدو، سیلابونو، وچکالي او ګرمي او یخني په وړاندي مقاومت وکړلای شي او هم لږي اوبه مصرف کړي.

– د سیندونو او د اوبو د منابعو مدیریت او ظرفیت باید لوړ کړل شي ترڅو د اوبو د ضایع کیدو مخنیوي وشي. له هغه ټکنالوجې څخه استفاده وشې چې د اوبو او د خاورې د نمې ساتنه کوي او هم د اوبو استعمال او انتقال په مواثره توګه سرته – رسوي.

– د فصلونو پر وخت مدیریت او دهقانانو ته د ناروغیو او اقلیمي بدلون پر وړاندي لازم پوهاوی ډیر ضروري دی. د هغو نوعو استعمال باید زیات شي چې د حشراتو او ناروغیو پر وړاندي مقاومت کوي.

– اقلیمي وړاندوینې باید پر وخت له ښکیلو اړخونو سره یو ځای شې ترڅو د تولیداتو د توان کچه پر وخت راټیټه شې.

– مختلفو نوعو نباتات باید وکرل شې او هم خاورې ته تر یوه وخته باید وقفه ورکړل شې ترڅو خاوره خپل اړین مواد بیرته پوره کړي.

زمونږ او دولت شریک رول

– باید هغه عادتونه اختیار کړو چې چاپیریال او طبیعت دوستانه وي.

– زیاتې اوبه باید وڅښل شې. په کاري وخت کې باید وقفه هغه وخت وي چې ګرمي زیاته وي.

– باید د چاپیریال د منابعو به استعمال کې د اصراف کولو څخه ډډه وشې. دوهم ځل استعمال شې او یا يې د بیا نوي کیدو هڅې وشې.

– هغه خواړه وخوړل شې چې د کاربن اندازه یې کمه وي. د غوښې خوراک کم کړل شي ځکه چې مالداري هم د اتمسفیر د ککړتیا یوه مهمه سرچینه ده. هغه خواړه ډیر وخوړل شې چې موسمي وي. له هغه خوړلو له استعمال څخه ډډه وشې چې په فابریکو کې تر پروسس وروسته رامنځ ته کیږي.

– د ځنګلاتو، ایکوسیستمونو او شنو ساحو ساتنه وشې او باید ډیري ونې وکرل شې.

– باید د دولت سره لازمه همکاری وشې او هم له دولت څخه د نوې کیدونکو انرژیو، عامه ټرانسفورټ او د زبالو د سالم مدیریت غوښته وشې.

– دولت باید په ادارو کې د خطر د وړاندوینې سیسټمونه فعال کړي. عامه پوهاوی او چاپیریالې فرهنګ د خلکو تر منځ عام کړل شې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button