افغا نـستان که فــــــــــغـــــــا نــــــســـــتــان !؟

افــــــــــــــغـــــــا نــــــــــــســــــتــان !
آه ! آه ! زما ټپي ، ټپي ، په اورونو، سرو سکروټو کې ستي وطنه !
نـن سه شنبه د غویې ۲۱ نیټه ۱۴۰۰لیږدیز، لمریزکال د ماتم ورځ ده . د دشت برچي د سید الشهدا ښوونځۍ د خونړۍ کربلا د معصومو پرښتود ګلونوپه څیرد تنکیو نجونو د شهادت او د لوګر د پل علم په ميلمستون کې د ځوانو شاه ځلمیانود شهادت د خونړي ناورین په یاد ملي ویردی . د هیواد په غرو،رغو کلواوبنډو کې ویر اوواویلا ده . هیواد مو ماتمستان دی . د هیواد د نـنه او بهر افغاني بيرغونه د غم او ناورین په دود نیم ځوړند او دا زموږ د غمجن او ویرجن افغان ولس زړه بوږنوونکی انځور دی چې د وحشي ځنګلي ځناورو په کرغیړنو لاسونو رامنځته شوی او افغان ملت د ویر او ناورین په ټغرناست او له سترګو او زړونو سرې ویني ژاړي .
آه ! آه ! په ماتمونو او غمونوکې لاهو وطــنه !
پریږدی ټول بشریت ته دا په ډاګه شي چې دا درې څلویښت کاله افغان ولس کله د کريملين روسي خرسانو په نامردانه دوستی او کله بیا دسپیني ماڼۍ د ټګمارو سوسمارانوپه دروغجنه همبستګی کې ملي ویرونه اود خپلو سرو کفنو شهیدانو غمجن یادونه ونماځي او دادی تردې مهاله د دغو بې رحمه ښامارانوله خولو پرموږ زهرونه اوسره اورونه اوري . القاعده، داعش ، طالب او نوروسله وال ځناور دوی پنځولي ، روزلي او د هغو د ښکيلاګرو سیاستونو پیداواردي .
دادی د افغانستان د ملي ویرپه مهال د پاکستان د پوځ لوی درستیزباجوه اود انګلیس د پوځ لوی درستیزکارترافغانستان ته ګډ سفرکړی اونامرده ډبل عبد الله د سید الشهدا او لوګر د شهیدانو د ماتم په بابیزه ګڼلوپه خندا ډکه خوله د هغو هرکلی کوي . اوتاسو افغانان رښتینی قضاوت وکړی چې دا ډول ډبل چاپلوسو،ډبل مکارو بد اخلاقوپه واکمنی کې به افغان ولس هیڅکله هم نیکمرغي اوسوکالي په سترګوونه ویني .
د سرو کفنو شهیدانوسپیڅلوارواګانولوړ مقام ته د درنښت اواعزاز سر ټیتوم . یادونه موتل ځلبلاند اوښیرازه اوسه .
ستاسوپه دوزخي اونامرده وحشي طالباني اوداعشي قاتلینواوعاملینوتــــــــــف لعنت اوهزار ځلې نــــفرین وایم .
غمجنو میندو،ویرجنو پلرونو او دردیدلو کورنیو او ټول په زړونو ټپي افغان ولس ته تسلیت او ژورزغم غواړم .
۱۱/۵/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button