افغان هوايي ځواکونه، ننګونې، شرمناک حالت او راتلونکې

د افغانستان هوایی قواوې یې په دا شان له منځه یووړل چې حتی یوه ناکاره جنګي الوتکه یې هم ورته پریې نښوده. زما ښه په یاد دي چې د وخت دفاع وزیر، عبدالرحیم وردګ راسره په خوا کې ناست او د افغانستان د ملي پرمختګ سټراټیژۍ پر سر د بحث په دوران کې یې د قهر او غضبه میز ډباوه. غضبان په دې ؤ چې امریکایانو ورته د یوې الوتکې اجازه هم نه ورکوله، هوایي ځواک خو لا پریږده. ویل یې چې مونږ ته د یوې الوتکې اجازه هم نه راکوي چې زمونږ ځواک دې پرې ولاړ وي. او د کوم یو لپاره چې اجازه راکوي هغه بیا د بون یارډ، یعنې له منځه تللو طیارو څخه راکوي. بیا وروسته حتی د هغې اجازه هم ورنکړل شوه.

افغانستان لپاره یې یوازې د ډرګن فلاۍ (بمبیرک) طیارې اجازه ورکړل شوه چې د دویم نړیوال جنګ د دوران څخه وه. دا د افغانستان د هوایي ځواکونو لپاره یو بل توهین ؤ. افغانستان چې د نړۍ د لمړنیو هغو هیوادونو څخه ؤ چې خپل پیاوړې هوایي ځواک یې درلود او وخت په وخت حتی دریم نسل جنګی الوتکي یې هم درلود، اوس دې ته بیا اړ ؤویستل شو چې دې بیرته دویم نسل ته واوړي. او زما تر معلوماتو سم، لا تر اوسه هم افغانستان حتی هغه بمبیرک طیارې هم تر لاسه کړي ندي. نور خو لا پریږده.

د افغانستان حکومت، چې له بده مرغه یوازې تش په نامه دې، په تیرو ۱۴کلونو کې د مختلفو معاهدو په لاسلیکولو سره ؤغولولې شو. دوه اړخیزه امنیتی قرار داد خو لا پریږده چې حتی افغانستان د ناټو غیر اروپايي مهم هیواد غړیتوب یې هم تر لاسه کړو د کوم پر مخ چې کولې شي، ډیر پرمختللي وسلې هم په ډیره ټیټه بیه تر لاسه کړي. کرزې چې په دغو معاهدو غولیدلې ؤ، هسې نه وه چې د اف ۱۶طیارو غوښتنه یې کوله. خو د امریکایانو لپاره دا هغه یو معاهده وه، لکه چې د هر هیواد سره یې یوازې ددې لپاره امضا کړې ده چې یوازې خپل منافع دې په پام کې ؤلري او بس. که زما په خبرو مو باور نشته نو بیا دې اوسني “دوه اړخیز امنیتي تړون” ته ځیر شئ چې له کومه چې دغه معاهده تر سره شوې ده پر افغانانو حملې یو په سلو زیات شوي دي.

نو لدې کبله له امریکایانو څخه د طمعې درلودل به دا وي لکه چې د شیطان نه د توبې. یا به احمق وي چې ترې طمعه کوي او یا هم خرڅ شوي چې د افغانستان په ثقافتي غیاث اللغات کې یې ورته زرخریده غلامان ویل. او له بده مرغه لا اوس هم دا شان ډیرې کسان لرو چې پدغه امراضو لا هم اخته دي. خو مونږ به یو بل قدم راواخلو.

افغانستان د خپل موقعیت له کبله ډیر ګټې اخیستلې شي. لمړې دا چې د ترکیې هیواد هوایي صناعتي تولیداتو څخه ګټه پورته کړل شي. او یا هم د چین له خوا جوړ کړل شوي څلورم او یا څلورنیم نسل الوتکې په ټیټه بیه لاس ته راوړلې شي.

او که نه نو په اوسني حالت کې دې د روسیې له خوا جوړ شوي یاک ۱۳۰طیارې دې لاس ته راوړي کوم چې په اوسني وخت کې تر ټولو غوړه، پرمختللې (څلورنیم نسل) او ټیټ بیه تمریني الوتکه ده. د افغانستان لپاره دغه الوتکه له دې کبله کاریدونکې ده چې لمړې افغان پیلوټان د روسي الوتکو د الوزولو کره تجربې لري. ورپسې بیا دغه الوتکه نه یوازې دا چې افغان پیلوټان به دې ته آماده کړي چې که چیرې هرکله (تر آزادۍ وروسته) چې څلورم، څلورنیم او یا پنځم نسل جنګي طیارو ته یې لاسرسې بیاموند نو ورسره به ؤشي کولې چې تر مخه دې ورته په پوره توګه تیارۍ ؤلري. سربیره پردې د دغې الوتکې د وزن د کموالي او همدارنګه د دوه واړو انجنونو په لرلو سره د افغانستان د فعلي اقتصادي وضعیت سره هم سمون ؤلري، او تر هغې ها خوا دغه طیاره د فی الحال لپاره نه یوازې دا چې د ارضی حاکمیت لپاره یوه مرستندویه الوتکه ثابتیدلاۍ شي بلکه د هواي حریم د ساتلو لپاره هم په ضروري حالاتو کې کاریدلې شي.

که څه هم د امریکايي قواو له خوا د افغانستان د نه یوازې ارضی حریم مکمل اشغال تر سره شوې دې بلکه د افغانستان هوايي حریم هم په مکمله توګه د هغوۍ په لاس کې دې. خو دغه حالت نه یوازې دا چې د افغانستان لپاره ګټور ندې، بلکه د موجود بدلونونو او د ایران سره د امریکايي موافعې کوم چې د شیعه او سني خپل منځي جنګونو په لړ کې د یو صفوي ایران بیا راپاڅون روان دې، به د افغانستان خلک د ډیرو سختو ننګونو سره مخ کړي او په دې سره به افغانان څه چې حتی د پاکستان په شان هیواد به د مقابلې لپاره تیارې ؤنلري. نو لدې کبله افغانانو ته د فکر کولو یو سخت موقع په لاس ده. او د ځمکني پوځ د جوړولو سره سره دې د هوايي ځواکونو بیا ودانول خپل په لمړیتوبونو کې دې راولي. ځکه چې د نورو هیوادونو سره د یوځاۍ کیدو لپاره عقیدوي ډلې شتون ندرلود خو د ایران لپاره دغه ډلې هان تر ارګه غځیدلې دي، نو ځکه دغه عمل ته دې تسریع ورؤبخښل شي.

د هوايي ځواکونو بشپړتیا د هر هیواد د بقا یوه حصه ده، خو ځینې هیوادونه، لکه د افغانستان، پرته لدې نشي کولې چې د لږې مودې لپاره دې هم د بقا لورې ته ولاړ شي. افغانستان ته په کار دې چې دغه ننګونې دې جدي ؤنیسي او تر دې چې لاهم ناوخته شي اقدام دې وکړي. د روسي یاک ۱۳۰الوتکو یو کنډک او یا غنډ به ؤشي کولې چې زمونږ پیلوټان دې بیا تیار کړي او که الله تعالی وسع راکړه بیا به ورته د نور بیا پیاوړتیا لپاره اقدام وکړو ان شاالله. دا زه د نشنلزم لپاره نه بلکه د اسلام د قلعه د بیا ودانولو لپاره وایم.

زما غوښتنه له تاسو ټولو څخه دا ده چې په دغو مسایلو کې پر حکومت لازم فشار راولئ او د دغې فشار یوه فضا جوړه کړئ تر څو نه یوازې دا چې سفارتي تلویزیونونه دې ته اړ ویستل شي چې پرې بحث وکړي بلکه د افغانستان “چارواکي” دې پرې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button