افغان دیني عالمانو او درنو مخورو ته بیړنۍ وړاندیز!

افغان دیني عالمانو او درنو مخورو ته بیړنۍ وړاندیز!
له بده مرغه د روژې په مبارکه میاشت کې قرآني او اسلامي ارشادات تر پښولاندې او جنګ جګړو افغان ولس په وینو کې ولمبوه او هره ورځ د مسلمانانو جنازې تورو خاورو ته روانې او په وینو لړلي او لژند روژه په دغه ویرجن او غمجن هیواد کې په ټپي او خونړي انځور د وتلو په درشل کې ده .
دادی د امریکا ، ناتو او نړیوال وسله ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو بوخت او دهغه سره جوخت د هدفي او ډله ییزو وژنوغم لړلي بهیرزور اخیستی د بیلابیلو سیمو او ولسوا لیود نیولو او کابوکولو لپاره وسله والې خونړۍ هڅې روانې او د کندهارد لوی ولایت د ارغنداب د دهلې بند د طالباني وسله والو په لاس کې ولوید . هغه بند چې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې پروت او د ۲۸۲ میلیون متر مکعب اوبو په زیرمه د تاریخي کندهار د اوو بیلا بیلو ولسوالیو ښیرازه کروندې د کر کیلي ځمکې دانارو، انګورو او ډول ، ډول میوو سمسور بڼونه له ۷۰ کلونو راهیسي خړوبیږي . د کندهار ښار ته د څښاک د اوبوسربیره د ۳۰ میګا واټ بریښنا په تولید د کندهار د ولسونو په چوپړ کې ده .
د دهلې بند د اوبو د زیرمې د لا بډاینې ، پراختیا او د عصري بشپړتیایې سمبلتيا او ارتفاع د لوړولو په موخه نړیوال پراختیایې بانک کابو ۴۰۰ میلیونه ډالره تخصیص او په دې نیږدې ورځو کې یې د مسلکي انجیرانو او پرسونل له خوا کار پیل کیدونکی و. چې له بده مرغه د افغانستان د تورمخي نامرده او مکار دوښمن پاکستان او ایران په رذیلانه توطیه د دهلې بند د طالبانو په لاس کې لویدلی او دافغان ولس ملي پانګه او ستره شتمني د زړه بوږنوونکي ګواښ سره مخامخ او د بامیانو د صلصال اوشمامه د لرغونو تاریخي بې ساري ویاړلو او ارزښتمنو مجسمو تراژیک برخلیک یې سترګوته دریږي اولیرې نه ده چې پاکستاني نامرده ازمویل شوي مخرب شيطانان د خپلو روزل شویو جاسوسانو او ورانکارو په مټ افغان ولس د نه جبیره کیدونکي ستراقتصادي ، محيطي اوټولنیز ناورین سره مخامخ کړي .
نوپه خورا درنښت او بیړنیو ملي احساساتو درته لمن او لاسونه لپه نیسم چې بې له ډیله کندهار ولایت ته د یوي ملي،اسلامي او افغاني جرګې په دود ولاړشي او د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې د ارغنداب د دهلې بند د طالبانو له منګولو خلاص او وژغوري . د دهلې په لور لوی پل یې د بمونو په چونو، وران ویجاړ او کباړ کړ. هسې نه د دهلې د اوبوډک شینکی جام د پنجاب او قم په دستورخدای مه کړه دړې، وړې نه شي.
هیله ده ، هیله ده بیاهم هیله ده . په دې برخه کې عاجل ګام پورته کړی.
بری مود حب الوطن من الایمان په ملتیا ژرترژره په برخه اوسه .
د خواله رسنیو درنو کارکوونکو تبلیغاتي مسوولیت اړین او وجداني دېن بولم .
اکبري ــ ۸/۵/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button