افغان تاجک اړیکې

افغان تاجک اړیکې

نویداحمد څرک

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ تاجکستان ته سفر درلوده چې هلته د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې ګډون وکړي.

د دې سفر لومړۍ ورځ د افغانانو لپاره د ویاړ ډکه وه، که چا د تاجکستان په ملي پوهنتون کې د ولسمشر غني وینا اوریدلي و، د یو پوهنځي درس پکې پروت و.

د تاجکستان او افغانستان تاریخي اړیکې، ستراتيژیکې موخې، ګډ فرهنګ، ژبه او مناسبات یې داسې بیان کړل لکه د پوهنتون یو استاد چې لکچر ورکوي.

ولسمشر غني له دې پوهنتون څخه افتخاري دکتورا هم ترلاسه کړه او په دې ویاړ د تاجکستان چارواکي او د پوهنتون استادان او محصلین تر پنځه دقیقو په پښو ولاړ و او ولسمشر غني ته یې چکې وهلې.

زه یوه سپارښتنه کووم، که څوک غواړي د تاجکستان او افغانستان اړیکو باندې پوه شي، لږ دې دا وینا چې شاوخوا نیم ساعت ده، واوري، په دې کې ډير مالومات شته چې لوستونکی کولی شي ډير څه ترې لاس ته راوړي.

دغه راز ولسمشر غني د اسیا، مرکزي اسیا او بیا افغانستان او تاجکستان جغرافیایي موقعیت باندې خبرې وکړي او له سوداګریز اړخ یې د دې دوه هېوادونو اړیکې او موقعیتونو اهمیت باندې خبرې کړي دي.

دا هېوادونو د اسیا او نورې نړۍ تر منځ د وصل نقطه ده او پرته له دې زیات شمېر هېوادونو سوداګري او نوره پرمختیا نه شي کولی.

ولسمشر غني چې یو له باعلمه او باتجربو مشرانو څخه دی، په سفر کې د افغانستان لپاره سوداګریزه برخه کې ډير څه ترلاسه کړل.

په بیلابیلو برخو کې یې له تاجکستان هېواد سره هوکړې لاسلیک کړې او دا اقدامات کولی شي چې افغانستان او تاجکستان یو بل ته لا نږدې او سوداګریزې او نورې دوه اړخیزې اړیکې یې پراخه شي.

افغانستان په تیرو شل کلونو کې دیپلوماتیکو او نورو ستراتيژيکو اړیکو برخه کې زیاتې لاس ته راوړنې لري او زیات هېوادونه په دې قانع شوي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ ثبات دی او پرته د افغانستان له ثبات څخه پرمختګونه ناممکن دي.

همدې نسبي پرمختګونو افغانان هڅولي چې د جمهوریت دوام وغواړي او هیڅکله بیا شا ته و نه ګرځي.

شل کاله وړاندې افغانستان په ټوله نړۍ کې یواځې له پاکستان سره اړیکې درلودلې، خو دا دی نن شل کاله وروسته د افغانستان ولسمشر د افغانانو په استازیتوب نړۍ کې خبرې کوي او هغوی یې دومره احترام کوي چې څو دقیقې ورته ودریږي او چکې ورته وهي.

د افغانستان دښمنه هېوادونو هیڅکله دا نه لوریږي چې افغانستان دې دومره په نړۍ او سیمه کې ارزښت پيدا کړي، د همدې لپاره یې وسله والې ډلې پيدا کړي او په یو او بل نوم باندې افغانستان ویجاړوي، وینې تویوي او هڅه یې دا وي چې د اسلام تر نامه لاندې نسبي پرمختګونه له منځه یوسي او نظام ړنګ کړي.

افغانان به هیڅکله شاته و نه ګرځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button