افغانه شاعره او لیکواله شفېقه خپلواک سره د جعفر هاند مرکه

ښايي ډېرو ته په زړه وي چې تېر کال په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنې شاعرې شفېقې خپلواک یو شعر ډېر وستایل شو او مشهور شو.

آغلې خپلواک دغه شعر د افغانستان ملي بېرغ ته لیږلی و او په ارګ کې یې په یوې مشاعرې کې ولسمشر کرزي، نورو چارواکو او شاعرانو ته واوره.

شفېقه خپلواک وايي له هماغې ورځ وروسته ډېرو خلکو ورسره مینه پېدا کړې او درناوی یې کوي، خو وایي فکر یې نه کاوه چې یو شعر به یې د شهرت دغه پوړ ته ورسوي.

هغه وايي کاش چې شعر یې دومره مشهوره شوی نه وای، ځکه چې تر شهرت یې ګوښه توب ډېر خوښیږي.

شفېقې خپلواک د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال جعفر هاند سره پر خپلې شاعرۍ، لیکوالۍ او د افغان میرمنو د ادبي بهیر پر فعالیتونو ډېرې خبرې کړي.

 

له شفېقې خپلواک سره د جعفر هاند مرکه واورﺉ

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button