افغانستان کې کودتاوې او بهرني يرغلونه

افغانستان کې کودتاوې او بهرني يرغلونه

  • صابر عزیز
  • بي بي سي
د ویډیو تشریح،

پر افغانستان بهرنيو يرغلونو او کورنيو بدلونونو ته کتنه

په تېرو سلو کلونو کې پر افغانستان لومړی یرغل د بریتانیا لخوا شوی، د افغان انګلیس درېیمه یا د خپلواکۍ جګړه هم بلل کېږی.

په دې جګړه کې بریتانوي ځواکونه د اوسني افغانستان له ختیځو پولو یا خیبر درې افغانستان ته دننه شول.

د ځمک‍ې او هوا له لارې یې په افغانانو بریدونه کول، افغانانو یې په مقابل کې یو ډزی ټوپک او توره کاروله.

دغه جګړه د ۱۹۱۹ کال د مې په شپږمه پیل او د اګست په اتمه د اوربند په اعلانېدو پای ته ورسېده.

د غازي امان الله خان په مشرۍ افغانستان د خپلواک نظام څښتن شو.

له دې جګړې پوره لس کاله وروسته د امان الله خان پر ضد د هېواد له شمال او ځینو نورو برخو خوځښتونه راپورته شول.

د حبیب الله کلکاني په مشرۍ دغه خوځښت ته اسلام پالي حرکت نوم ورکړل شوی و، دوی تور پورې کاوه چې امان الله خان د دین لاره پریښې او خلک په نورو لارو بیایې.

خو افغان تاریخ لیکونکي ادعا کوي چې دغه خوځښت د انګریزانو په اشاره وشو، هغه څه چې په پایله کې یې افغانستان ډېر څه له لاسه ورکړل او نظام یې له پښو وغورځاوه.

خو په دې تیرو سلو کلونو کې لومړۍ کودتا د داود خان په نامه ثبت شوې، هغه کودتا چې په پایله کې یې افغانستان له شاهي نظام سره خدای پاماني وکړه، د وروستي شاه ظاهرخان شاهي نظام ختم او جمهوریت حاکم شو.

خو داود خان چې د کودتا بنسټ یې کېښود په خپله پنځه کلنه دوره کې یې پر ضد څو ځله د ناکامو کودتاګانو هڅې شوې دي.

په نظام کې دننه ښې اړخو او کیڼ اړخو دواړو دا هڅې کولې. په همدې دوره کې د اسلام پالو خوځښتونه هم پيل شول.

خو داود خان چې د سپینې کودتا له لارې واک ته رسېدلی و، بېرته د پخواني شوري د پلویانو او چارواکو لخوا د بلې کودتا له لارې له واکه لېرې کړای شو.

۱۳۵۷ کال د غوایي اوومې کودتا بیا سوله ییزه نه بلکې خونړۍ وه چې د داود خان او د هغه د کورنۍ د نژدې ۳۰ غړو په وژنې سره بریالۍ شوه او نورمحمد ترکۍ واک ته ورسېد.

جنرال شهنواز تڼی چې د داود خان پر ضد کودتا کې ښکېل و وايي، “کابل راديو د ثور انقلاب د قوماندې ځای و، زه هلته موجود وم موږ په ګډه له ټانګونو سره يو ځای پاڅون ته دوام ورکړ. بیا د ماسپښين تر څلورو بجو چې ترکی کارمل او نور مشران د کابل له نظارت خانې خلاص شول هغه هم د قوماندې ځای ته راغلل او هوايي پوځونو له بګرامه د داود خان پر ضد بمباري پيل کړه.

دلته د پوځ قومندانان په دوو برخو وويشل شول چې يوه برخه واړه قومندانانو چې د خلق ديموکراتيک ګوند غړي او بله ډله ستر قومندانان يا جنرالان وو، د فرقې او قل اردو قومندان چې د داود خان پلوي يې کوله، د دوی تر منځ جګړه پيل شوه. دغه جګړه تر سبا سهار پنځو بجو پورې دوام وکړ او د شپې له خوا هم بمبارۍ او جګړې دوام درلود. سبا سهار پنځه بجې ما د کوماندو د قومندان په توګه له ټانګونو سره پر ارګ بريد وکړ او ارګ مو ونيو او د داود خان جمهوري ګارډ مو تسليم کړ. داود خان په ګل خانه کې له خپلو نژدې کسانو سره موجود و او له کومانډو ګروپ سره ټګر شو چې په حادثه کې له منځه ولاړ”.

د نور محمد ترکي او ورپسې حفیظ الله امین له نژدې یو کلنې دورې وروسته افغانستان له یو بل بهرني یرغل سره مخ شو.

۴۰ کاله وړاندې د مرغومې په شپږمه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ.

لسګونه زره شوروي سرتيري له امو سیند را واوښتل او د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته ننوتل. نور یې بیا د الوتکو له لارې د کابل هوایي ډګر کې کښته شول.

افغان واکمن حفیظ الله امین په همدې ورځ د شوروي ځواکونو لخوا په تاج بیګ ماڼۍ کې له خپلې کورنۍ سره ووژل شو او واک ترې ببرک کارمل ته ورسېد.

اسلام پالي مجاهدین چې له پخوا یې مبارزه پیل کړې وه د شوروي پوځي یرغل پر ضد مبارزه پراخه او جدي کړه.

مجاهدین چې له ډیورنډ کرښې پورې غاړې یې مرکزونه وو د امریکا، لوېدیځ، عربو او پاکستان ملاتړ ورسره و.

د پخواني شوري پر ضد د افغان مجاهدینو جګړې نژدې لس کاله دوام وموند، تر دې چې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه د دغه ځواکونو وروستۍ ډلګۍ په همغه لاره چې راغلې وه بېرته افغانستان پرېښود.

د ځینو نړیوالو شمېرو له مخې، په هغو لسو کلونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې وو، یو میلیون ولسي خلک وژل شوي دي. ۹۰ زره یې شوروي ضد وسله وال مخالفين، ۱۸ زره یې افغان سرتېري، او څوارلس نيم زره يې د شوروي اتحاد عسکر وو.

خو د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته چې افغانستان کې د نجیب الله واکمني وه اسلام پالو مجاهدینو یې پر وړاندې مبارزې ته دوام وکړ.

د مجاهدینو ترڅنګ د نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د هغه دفاع وزیر شاه نواز تڼي هم کودتا وکړه خو بریالۍ نه شوه.

جنرال شهنواز تڼی وايي زه پوهېدم چې مجاهدين د دې توان نه لري چې ټول افغانستان کنټرول کړي او د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.

تر دې چې مجاهدین له نژدې پنځلس کلنې مبارزې وروسته د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي پر اتمه د نجیب الله اوکمني وپرځوله او په کابل کې د مجاهدینو څو ډلې واکمنې شوې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، “اخري جلسه چې نجيب له خپلې اجراييه کومېټې سره لرله او بننسوان هم هلته حاضر و، ده ټينګار کاوه چې اقتدار موقت حکومت ته وسپارل شي. د پرچمي ملګرو يې ټينګار دا و چې بايد يو ايتلافي حکومت جوړ شي”.

د مجاهدینو ترمنځ د واک په سر خپلو منځو جګړو د پخوانیو مجاهدینو له منځه یوه بل اسلامې خوځښت طالبانو ته د واک تر لاسه کولو لاره هواره کړه.

پخوانی جهادي قومندان تورن اسماعيل خان وایي “موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې شوروي ماته وخوري او افغانستان ازاد شي او موږ له داسې حالت سره مخ شو. خو متاسفانه د ګاونډيو د لاسوهنې له امله دا حالت راغی چې اوس افغانستان کې خطرناک حالت دی”.

د طالبانو اسلامي امارت په تېرو سلو کلونو کې درېیم اسلامی غورځنګ دی چې رامنځته شو.

دغه ډله چې مشران یې تر ډېره پخواني مجاهدین او جنګیالي یې بیا تر ډېره د مدرسو طالبان او د هغوی پلویان وو په کمه موده کې وتوانېدل چې د مجاهدینو پنځه کلنه دوره پای ته ورسوي او د افغانستان په لویه برخه خاوره واکمن شي.

خو د طالبانو اسلامي امارت هم نژدې شپږ کاله واکمن و، تر دې چې په امریکا کې د یولسم سپټمبر له بریده وروسته دغه هېواد او لویدیځو ملګرو یې په افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني یې پای ته ورسوله.

طالبانو او ملاتړي یې دغه برید یرغل بولي خو امریکا او ملاتړي یې بیا وایې چې دلته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په بنسټ راغلي، او هدف یې له دې بریده دا دی چې هلته د دوي په وینا هغه ترهګرې ډلې چې په امریکا یې برید وکړ او نورې نړۍ ته ګواښ دی له منځه یوسي.

د امریکا دغه جګړه هم شل کلنه شوه. د پای ته رسطدو لپاره یې طالبانو، افغان حکومت او امریکا هڅې پیل کړې.

خو عام افغانان چې نژدې پنځه لسیزې یې په کړاوو کې تېرې کړې لاهم دې ته په تمه دي چې د یرغلونو، کودتاوو او اسلام پالو خوځوښتونو په دې ټاټوبي کې به کله سوله او سوکالي راځي او نوې پېړۍ به سوله ییزه پیلوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button