افغانان نه داریږی

عبدالمنان توحیدیار

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ځینې اندیښنې لري چې وضعیت به څه ډول شي، دفاعي حالت به څه وي او امنیتي وضعیت به څنګه وي.

خو همدا خلک نه ګوري چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې بهرني ځواکونه خپلو اډو کې ناست دي او هیڅ ډول عملیات نه کوي.

له تیرو اوه کلونو راهیسې ټولې امنیتي او دفاعي چارې افغان ځواکونو سره دي او هیڅ بهرني ورسره همکاري نه ده کړې.

یواځې هوایي ځواک برخه کې یې همکارې کړي، نور ۹۸ سلنه عملیات خپله افغان ځواکونو تنظیم کړي او ترسره کړي دي.

له نیکه مرغه اوس د خلکو روحیه ډیره پیاوړې شوې ده، مخکې به اندیښنې وې چې که امریکا وځي، څه به کیږي، خو اوس خلک راپورته کیږي، وایي څه چې لاس ته راوړنې دي، موږ یې دفاع کوو.

دا ډاډ شته چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هیڅ خلا نه رامنځ ته کیږي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وړتیا لري چې د خلکو امنیت وساتي او له خاورې دفاع وکړي.

موږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې داسې قضيي لرو چې یو ورور یې وژل شوی، پر ځای یې بل ورور راغلی او ویلي یې دي چې ما مې د ورور پر ځای مقرر کړئ، په داسې حال کې چې د ورور وینه یې لا نه ده وچه شوې. نو داسې ځواک هیڅکله نه ماتیږي.

په دې هم ډاډه اوسئ چې افغانستان انزوا ته نه ځي او له نړیوالو سره یې یو نوی فصل پيل شوی چې له فرصتونو به پکې ګټه پورته کړي.

تاسو ډاډه اوسئ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل کیږي، په تجهزاتو کې به یې مشکل را نه شي، په مختلفو برخو کې مرستې دوام پيدا کوي، د روزنې برخه کې هم ټول هېوادونه شته دی او افغانستان خپل اهمیت له لاسه نه دی ورکړی.

د افغانانو یووالی به له سختو څخه د وتلو لپاره ډيره همکاري وکړي او اوس تر بل هر وخت افغانان یو شوي دي.

د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان څخه پيل شوي او اندیښنې شته چې ګنې وضعیت به خراب شي، خو حکومت ډاډه دی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وړتیا لري او د نړیوالو مرستې دوامداره دي.

څلور ورځې وړاندې افغانستان کې د ناټو قومندان وویل چې د دوی ځواکونه له کندهار او ننګرهار وتلي او یواځې په بلخ، باګرام او کابل کې پاتې دي چې هغوی هم د وتلو چمتووالی نیسي او ټاکل شوې چې د سپتمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه ووځي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای ځینې وسایل او تجهیزات افغان لوري ته سپارل کیږي او ځینې چې د افغان ځواکونو پکار نه دي، بهرني ځواکونه یې له منځه وړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button