افغانان له پارس نه تر هندوستانه

اه اشرف هوتک (۱۷۲۵ – ۱۷۲۹) د دوهم شاهینشاه په توګه
۳۴مه
استاد شهنسوار سنکروال
کروسنسکي کاږلې دي چې شاه اشرف يو زړور جنګيالی مشر وه او نورو جنګياليو هم ورته پوره درناوی درلود.
نوموړی په داسې مهال (د اپرېل ۲۶ – ۱۷۲۵ کال) د ايران واکمن شو، چې دی د کورنيو او بهرنيو دښمنانو تر ګواښ لاندې وو.
ښايي يو لامل به همدا وه چې ده له پخواني واکمن سلطان حسين نه وغوښتل چې بېرته واک ترلاسه کړي. ولې نوموړي د ده دغه وړانديز و نه مانه او ورته وې ويل:
ما د تاج و تخت سودا له سره لرې کړې ده، تاسو ته دعا کوم او هيله کوم چې لما سره نرم دريځ خپل کړی.
شاه اشرف په ډېرې خواخوږۍ نه يوازې ده ته د تېرې غميزې له بابته تسلي ورکړه، بلکې د ده د سلطنتي کورنۍ لګښت يې د تېر په پرتله څلور واره زيات کړ.
که څه هم ډېر څېړونکي په دې ټينګار کوي چې د شاه اشرف وړانديز چې د سلطنت تاج به بېرته شاه حسين ته سپاري، زما لپاره د تامل وړ ده.
دا په ځای خبره ده چې شاه اشرف له نوموړي نه په اخلاقي توګه دا غوښتنه وکړه، ولې سياسي موخه يې دا وه چې په تشريفاتي توګه به دی پاچا وي خو واک او ځواک به د ده وي. دا ځکه چې د شاه اشرف واکمنۍ ته کورنۍ ستر ګواښ د نادر افشار او طهماسب لخوا متوجې وه.
شاه اشرف نه يوازې صفوي شاه حسين ته د درناوي او روغې جوړې نيت په ډاګه کړ، بلکې د ده وليعهد زوی طهماسب نه يې هم د يوه ليک په ترڅ کې وغوښتل چې موږ بايد په ګډه له ايران نه ساتنه وکړو.
د دې خبرې مانا ښايي دا وي چې ايران د روسانو او ترکانو ترګواښ لاندې و، دا ځکه چې د روسې او ترکې تر مينځ د جولای په اتمه نېټه (۱۷۲۴ ز کال) يو تړون لاسليک شوی وه، روسانو د ايران شمال لور ته د کپکاس په پراخو سيمو، چې يو شمېر ښارونه هم وه، يو د بل پسې لاندې کړي ول.
له دې سربېره د پوځ يوه برخه يې د سمندر له لارې د خزر سمندرګي سهل لور ته هم لېږلي ول،ولې د پتر کبير د مړينې (۱۷۲۵ ز کال) له بابته دغه نخشه پلې نشوه.
بل اړخ ته عثماني ترکانو له کپکاس نه تر پارس خليج پورې د ايران لوېديځې سيمې تر ګواښ لاندې نيولې وې.
هرات هم د ابداليانو په لاس کې وه، که څه هم نادر افشار له هغوی سره هم په جګړه بوخت وه، ولې پخپله شاه اشرف ته يې کومه ګټه نه رسېده، چې نوي افغان جنګيالي ورته راشي.
د ايران واکمن شاه اشرف ته چې ډېره مهمه وه، هغه کندهار وه، ځکه چې نوي تازه دمه ځواکونه بايد له هغه ځایه ايران ته استول شوي وی. ولې کندهار په دغه وخت کې د ميرويس نيکه له زوی شاه حسين هوتک سره وه. ده نه يوازې له خپل اکا زوی شاه اشرف هوتک سره مرسته نه کوله بلکې غوښتل يې چې د خپل ورور کسات له ده څخه واخلي.
دا ټولې هغې ستونزې وې چې شاه اشرف هوتک ورسره لاس او ګرېوان وو،خوبيا هم دی لاس ترزنې نه وو…
له يادو څرګندونوسربېره د شاه محمود هوتک يو شمېر سخت دريځه پلويان او جنرالان هم له شاه اشرف هوتک سره ملګري نه ول، ښايي يو لامل يې دا وي چې ګنې دی د شاه محمود هوتک قاتل دی او دويم دا چې شاه اشرف هوتک د شاه محمود هوتک په پرتله مينځلاری او د سولې پلوی وو. د خوابدو په دې لړ کې امان الله خان او الماس خان د ساري په توګه يادوو.
کروسنسکي د دغه خپل مينځي ناخوالو سرچينې ته داسې ګوته نيولې ده:
«امان الله خان چې له قزلباشانو نه «۹۰۰۰» نه زره تومانه اخستي وو نو شاه اشرف چې خبر شو وې غوښت او هر څه يې ترې واخستل.»([1])
د امان الله خان په اړه يو شمېر څېړونکي انګېري چې ده او پلويانو يې له صفوي طهماسب سره د شاه اشرف په وړاندې اړيکې ټينګې کړې وې، خو کله چې نوموړی خبر شو هغه يې له ملګرو سره له مينځه يووړ.
ولې بيا هم کروسنسکي دې ټکي ته داسې اشاره کړې ده: «شاه اشرف مرور شوي امان الله خان ته څو تنه مشران، چې يو هم د امان الله خورايه (د خور زوی) ملا پيرمحمد مياجي وه د پخلاينې لپاره کابل ته واستول.»([2])
امان الله خان د تګاو اوسېدونکی وه، محمد عثمان خان هم د ده له ټبره او په قوم ساپي وه، ولې کله چې له شاه اشرف نه خوابدی شو، د باميانو له لارې سيخ تګاو ته لاړ او لږه موده وروسته همالته ومړ.
په هغه وخت کې خپل زوی سعدالله خان له ملا پيرمحمد مياجي سره ولېږه، خو دا څرګنده نه ده چې سعدالله خان د صفوي شاه حسين لمسی وه او که د امان الله خان له کومې بلې مېرمنې څخه وه!؟
که څه هم د هوتکيانو واک په دوه برخو وېشل شوی وو، يو پلو ته شاحسين هوتک چې پلازمېنه يې کندهار وه، د هېواد په يو شمېر سيمو يې واک چلوه لکه د هرات شاو خوا سيمې، فراه، شين ډنډ، غزني، ګومل، د دېره اسمعيل خان او دېره غازي خان شاوخوا سيمې، شال، پشين او همدا رنګه په پام کې وه چې ملتان هم لاندې کړي خو د نادر افشار بريدونو دا هر څه په اوبو لاهو کړل.
د هوتکيانو بل پلو ته د شاه اشرف واک وه چې په دغه مهال د ايران واکمن بلل کېده. که څه هم شهزاده طهماسب اذربايجان نه له پوځ سره يو ځای مخ په اصفهان را روان وه، خو د افغان پوځ له لاسه يې ماته وخوړه او مازندران ته په شا شو.
طهماسب، علي مردان خان او اصلان خان په ماذندران کې بيا يو شمېر جنګيالي را ټول کړل او په ۱۷۲۵ ز کال د دسامبر په مياشت کې شاه عبدالعظيم ته نږدې د شاه اشرف له ځواکونو سره جګړه پيل کړه خو سخته ماته يې وخوړه.
له هغه وروسته طهماسب فتح علي خان قاجار ته امر وکړ چې تهران ته لاړ شي. کله چې نوموړی تهران ته ورسېد په «ورامين» کې ده هم له شاه اشرف نه ماته وخوړه.
شاه اشرف د ايران له کورنيو جګړو سربېره د عثماني ترکانو بريد ته هم پام واړوه. په سر کې خپل استازی عبدالعزيزخان يې د سولې په نوم ور واستوو، خو هغو و نه منله او بيا يې د اويا (۷۰) زره په شاوخوا کې جنګيالي د اصفهان په لور را وخوځول.
له دې پرته «احمد پاشا» له ګواښ نه ډک يو ليک هم شاه اشرف ته ولېږه چې د ايران پخوانی پاچا سلطان حسين ور ولېږي چې بيا د اصفهان واکمن شي.
د لکهارت له څرګندونو ښکاري چې:
«شاه اشرف د هغه د ليک په وړاندې دومره توند غبرګون وښود، چې، پخواني واکمن سر يې د يوه ليک سره يو ځای ور واستوو.»([3])
څو نور ليکونه هم د شاه اشرف او احمد پاشا تر مينځ لاندې باندې شول خو کومه ګټه يې ونه کړه. چې په پای کې د يوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې همدان ته په (۸۰) ميلۍ کې د احمد پاشا شپږ زره کسان ووژل شول بيا د شاه اشرف څو تنه ديني عالمان د ترکانو ليکو ته ور ننوتل، هلته يې په تبليغ لاس پورې کړ او وې ويل چې دواړو غاړو ته سني مذهبه مسلمانان مري. غوره ده چې دواړه لوري په ګډه د شيعه ايرانيانو په وړاندې جهاد وکړي.
پدغه تبليغ سره د دوه (۲) زره په شاوخوا کې کردان د «بېګ سليمان اوغلو» تر مشرۍ لاندې له شاه اشرف سره ملګري شول. او بيا د احمد پاشا لښکر داسې ماتې وخوړه چې په ډېرې بېړې سره په داسې حال کې چې درنې وسلې او توپ خانه ترې پاتې شوې او هم يې اتلس (۱۸) زره مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شول بغداد ته وتښتېدل.
شاه اشرف هوتک د نوامبر پر ۱۷ نېټه (۱۷۲۶ ز کال) په بشپړ بري سره خپلې پلازمېنې اصفهان ته را ستون شو.
عثماني ترکانو چې د افغان جنګياليو ځواکمن هوډ وليد نو بيا يې د يوه تړون وړانديز وکړ. دغه تړون بيا د اکتوبر په ديارلسمه (۱۳) نېټه لاسليک شو. که څه هم سکه لا پخوا د شاه اشرف په نوم وهل شوې وه، خو له دې وروسته خطبه هم د ده په نوم شوه.ولې د اسلام د خليفه په نوم د عثماني ترکيې د سلطان نوم هم د خطبې په سر کې اخستل کېده.
افغان سفير محمد خان بلوڅ استانبول ته او د ترکيې سفير «راشه پاشا» اصفهان ته راغلل. خو بيا هم يو شمېر څېړونکي انګېري چې دغه تړون د عثماني ترکيې په ګټه وه. ولې زما په اند شاه اشرف ته خپل وس څرګند وو،هغه دا چې له يوې خوا له افغانستان نه ورته د تازه دمه ځواکونو راتلل بند وه. ان دا چې شا حسين هوتک لا د کسات اخستو په لټه کې وه چې په پای کې همداسې وشول. له بلې خوا شيعه مذهبو د هېڅ سني او افغان واک ته غاړه نه اېښوده. ولې په دغه تړون سره خو لږ تر لږه شاه اشرف د ايران له لوېديځ نه ډاډه شو.
بيا نو ايران واکمن شاه اشرف هوتک د ايران شمال د روسانو ګواښ ته پام واړوه، دا ځکه چې روسانو غوښتل د ايران له لارې هند ته ځان ورسوي. لومړی پتر لا په ۱۷۱۴ ز کال يو پلاوی مرکزي اسيا ته، په ۱۷۱۵ کال او په ۱۷۱۷ کال د سيمې د څېړنې لپاره نور غړي خزر سمندرګي او خيوې ته ولېږل.
د شاه اشرف د واکمنۍ په مهال د روسي ځواکونو او افغان جنګياليو تر مينځ يوه نښته وشوه، کومه جګړه چې د روسانو او افغان ځواکونو تر مينځ پېښه شوه. په دغه جګړه کې افغان جنرال سيدالله خان زخمي شو.»([4])
ولې د فرانسې په مينځګړيتوب د دوهم پتر او شاه اشرف تر مينځ په ۱۷۲۹ ز کال د فبرورۍ په ۱۴ نېټه د روغې جوړې يو تړون لاسليک شو. خو هغه سيمې چې طهماسب روسانو ته ورکړې وې شاه اشرف هم ورته ورپرېښودې او کپکاس د هغوی په واک کې پاتې شو.
قفقاز د ښاپېريو وطن د ايران او روسې جنګونه
کپکاس (قفقاز) له تاريخ نه د مخه پېر کې د کيسو او روايتونو له مخې د ښاپېريو او دېوانو د هېواد په نوم يادېده. د سيف الملوک او بدرۍ جمالې، د بهرام او ګل اندامې کيسې د بېلګې په توګه يادولی شو چې د قفقاز په خاوره کې د اساطيرو په بڼه تر موږه را رسېدلې دي. ولې له دې سربېره د قفقاز جغرافيوي جوړښت هم د پام وړ دی.
د قفقاز اسمان څکي غرونه چې په شنو ځنګلو پټ دي او واورينې پرښې يې چې د قفقاز ښکلا يې لا ښکلې او پرتمينه کړې ده، د هر ځواکمن هېواد لپاره په سر کې روسانو ته دغه سيمې ډېرې مهمې برېښېدې. نوهمدا لامل وه چې روسانو کوښښ کاوه چې قفقاز او د قفقاز شاوخوا سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
که څه هم بهرنيو هېوادونو د افغانانو له واک نه لا تقريباً۱۵۹ يوسلونه پنځوس کاله د مخه ايران ته سترګې نيولې وې.
انګلستان په ۱۶۰۰ ز کال د هند په نيمه وچه کې د ختيځې کمپنۍ بنسټ کېښود. ولې دېنه د مخه په ۱۵۶۳ ز کال انګرېزانو کوښښ کاوه چې د ايران له هېواد سره هم اړيکې ټينګې کړي.
انتوني جنکينسن Anthony Jen kin son په دې بريالی شو چې له ايران سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي خو ډېر ژر له ماتې سره مخ شو.
ولې کله چې شاه عباس (۱۵۷۸ – ۱۶۲۹ ز کال) واک ته ورسېد. (۹۹۶ – ۱۰۳۸ هـ ق کال) نوموړي د ملي يووالي په رڼا کې خپل واک دومره ځواکمن او پياوړی کړ، چې ازبکان يې له خراسانه او عثماني ترکان يې له ا‌زربايجان او بغداد نه وشړل.
شاه عباس يو ځل بيا له انګلستان سره رسمي اړيکې پيل کړې او په ۱۵۹۸ کال سرآنتوني شرلي Sir Anthony Shirley د شاه عباس دربار ته راغی. د ايران او انګلستان د سياسي او اقتصادي اړيکو په تړاو سايکس Sykesکښلي دي:
«د دغو اړيکو په وړاندې مسکو ډېر سخت غبرګون وښود.»([5])
«د انګلستان ملکې اليزابت چې د مخه يې د هند نيمه وچه کې د ختيځې کمپنۍ بنسټ اېښی وه، يو پلاوی يې ايران ته هم واستوه.»([6])
په ۱۶۱۴ کال يانې د هند له ختيځې کمپنۍ نه «۱۴» کاله وروسته کونوک «Connock» په دې بريالی شو چې د ايران له چارواکو سره يو سوداګريز تړون لاسليک کړي.
له انګرېزانو سره نه يوازې روسانو اختلاف درلود بلکې پرتګاليانو، هنديانو او فرانسويانو هم له انګلستان سره له هندوستان نه را واخله ان تر ايران، پارس ختيځ، مديترانې او هرمز تېنګي پورې د ګټو په سر ډېر اختلافونه لرل.
فرانسويانو هم يو پلاوی د «کلبر Colbert» په سپارښتنه په ۱۶۶۵ ز کال د دوهم عباس دربار ته ولېږه. ولې لومړنی پلاوی بري ته و نه رسېده، خو دويم پلاوی چې په ۱۶۷۳ کال لاړ خپلې موخې ته ورسېد.
دغو ټولو هڅو په سر کې سوداګريزې موخې لرلې، ولې بنسټيزې موخې يې سياسي وې.
کله چې له لومړي عباس نه وروسته ورورو ايران مخ په ځوړه روان شو دلته دي چې:
«د افاغنه ځواکونو په مټ د صفوي کورنۍ واک را نسکور شو او په ځای د افغانانو سلطنت ټينګ شو.»([7])
روسيه چې له پخوانه دې ته سترګې په لاره وه، چې بايد د سايبيريا له لارې ځان لټ سمندر ته ورسوي. همدا راز د روسيې چارواکي په دې لټه کې هم ول، چې د مينځنۍ اسيا له لارې (ترکستان = ترکمستان)، چين، افغانستان او هندوستان، په ځانګړي ډول تودو اوبو (هند سمندر) ته ورسېږي.
د روسانو درېمه (۳) موخه دا وه چې د ګرجستان او داغستان له لارې ايران ته ځان ورسوي. سايکس Sykes د پترکبير له خولې چې د هند او قسطنطنې په اړه يې څه سپارښتنه کړېده کاږلي دي:
«که چېرې څوک هند او قسطنطنه ونيسي لکه ټوله نړۍ چې لاندې کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره نه يوازې په ترکيه کې بلکه په ايران کې هم پرلپسې جنګونو ته بايد لمن ووهل شي.
لکه څنګه چې د بالتيک سمندرګی د کيښتيو لپاره مهم دی دا رنګه تور سمندرګی هم موږ ته ډېر ارزښت لري.
که چېرې د هند نيمې وچې ته ورسېږو نو داسې خزانې به ترلاسه کړو چې بيا به د انګرېزانو سروزرو ته اړتيا نه وي.»([8])
هغه مهال چې افغانانو د ۱۷۲۳ ز کال په شاوخوا کې ايران لاندې کړ روسيه هم سيمې ته په ځانګړي ډول قفقاز ته را نږدې شوې وه.
شاه طهماسب هم يوشمېر سيمې لکه شيروان، داغستان، ګيلان، مازندران، استراباد، د ايران شمال ته پرتې د خزر سمندرګي ته څېرمه کرهڼيزې ځمکې روسانو ته پرېښودې، شاه اشرف هوتک غوښتل چې قفقاز بېرته له روسانو نه ونيسي. خو شاه اشرف هوتک دومره پياوړی ځواک نه درلود، چې خپلې موخې ته ورسېږي. ولې بيا هم د سيدال خان ناصر تر مشرۍ لاندې له روسانو سره څو پرلپسې جګړې را مينځته شوې چې په يوه جګړه کې زخمي هم شو.
په پای کې د دواړو لورو تر مينځ يانې د سيدال خان ناصر او د جنرال «لواشف» تر مينځ په «رشت» کې په ۱۷۲۹ کال د فبروری په ۲۴ نېټه يو تړون لاسليک شو او د شاه اشرف حکومت له هغو سيمو تېرشو، چې طهماسب او د ده استازي اسمعيل بېګ روسانو ته ورکړې وې.
له دې سربېره په دغه تړون کې داسې هم راغلي ول چې د شاه اشرف او د روسانو د چارواکو تر مينځ به سوداګريزې اړيکې پراختيا مومي او روسان کولی شي چې تر هنده پورې خپلې سوداګريزې چارې پر مخ بوځي.
شاه اشرف تر دغه دمه په اصفهان، کرمان، سيستان، تهران، شيراز، قزوين او د ايران په يو شمېر نورو سيمو واکمن وه.
ولې د ايران په نورو سيمو يانې لوېديځ پلو ته عثماني ترکان واکمن ول، شمال ته روسان او د غربي خراسان شاوخوا سيمې طهماسب ته پاتې وې، چې د پلار له مرګ نه وروسته يې د پاچاهۍ اعلان کړی وه.
د ترکانو او روسانو له بريدونو پرته شاه اشرف زيات کورني دښمنان هم لرل، چې موږ طهماسب، سيد احمد کرماني، چې نيکه يې ميرزا داود د امام رضا د کورنۍ غړی وه، سلطان محمد خر سوار، ميرزا معصوم، فتح علي خان قجار او نور يادولی شو. خو له دغو ټولو مهم دښمن د صفوي طهماسب قومندان نادر قلي (نادر افشار) وه، چې نوموړی په لومړي سره کې د ملک محمود سستاني په چوپړ کې وه، وروسته په نادر افشار ياد شو.
نوموړی په يوه غريبه کورنۍ کې چې په خراسان کې اوسېده په ۱۶۸۸ ز کال زېږېدلی وه او پلار يې امام قلي ترکمن وه چې پوستينونه يې ګنډل.
کله چې طهماسب د ده له زړورتيا نه خبر شو نو له مازندران نه خراسان ته ورغی او په «قوچان» کې سره وليدل.
که څه هم طهماسب د محمود سيستاني له وېرې خپل استازی حسين علي بېګ نادر ته استولی وه چې له ده سره ملګری شي.
دا ځکه چې محمود سيستاني دغه مهال نادر د خپلو ناوړه کړو وړو له بابته رټلی وه.
حسين علي نه يوازې ده ته د طهماسب د دوستۍ او ملګرتيا وړانديز وکړ، بلکې د«ايبورد» د ولايت فرمان يې هم ور وسپاره.
د شاه اشرف هوتک، او نادر افشار جنګونه
دغه جګړه سيمه ييزوواکمنوته ځکه دپام وړ وه چې دټولودښمن يووو،په سرکې نادرقلي اوطهما سب ته نوبيا ځکه دواړوپه خبوشان کې سره وليدل .
نادر افشار له پنځه زره ځواکونو سره د طهماسب ملکری شو. صفوي شهزاده غوښته چې نوموړی بايد لومړی په اشرف خان هوتک بريد وکړي. نادرد هغې نظامي پوهې له مخې چې د محمود سيستاني په نظامي مدرسه کې ترلاسه کړې وه، لومړی په خراسان بريد وکړ. د ده له ځواکونو سره د فتح علي خان قاجار دوه زره جنګيالي هم يو ځای شول او د خراسان په پاچا محمود سيستاني يې بريد وکړ.
لومړی يې مشهد ونيو او بيا يې د خراسان لوېديځې سيمې يو د بل پسې له محمود سيستاني نه لاندې کړې او بيا د هرات په لور وخوځېد.
د افغانانو لويه بدمرغي دا وه چې دوی په دغه مهال کې درې پلازمېنې لرلې، په کندهار کې شاه حسين هوتک وه په هرات کې ابداليان واکمن ول، دوی هرات ونيو ولې سلطنتي چارې يې سمبال نکړې بلکې پرته له کومو حکومتي تشکيلاتو يې په سيمه ييزه بڼه واک چلوه. چې له ۱۷۱۶ کال نه را واخله تر اولس سوه دېرشم کال پورې عبدالله خان، محمد خان او الله يار خان يو د بل پسې چارې پر مخ وړلې. خو کله چې نادر افشار په هرات بريد وکړ (۱۷۲۹ کال) د هرات چارې د الله يار خان په لاس کې وې.
لکه څنګه چې د هرات ابداليان يوازې پاتې ول دا رنګه شاه اشرف هم د ټولو دښمنانو په وړاندې يوازې وه.
نادر افشار د خپلې اوښيارۍ له مخې د هرات يو شمېر ابداليان پخپل پوځ کې ونيول او بيا د شاه اشرف هوتک په لور روان شو.
د دواړو لورو تر مينځ لومړۍ جګړه تهران ته په لاره د «دامغان» ختيځ ته «مهماندوست» سيمه کې په ۱۷۲۹ کال د سپټامبر په ۲۹ نېټه پېښه شوه، په دغې نښته کې سيالو ډلو ته ډېر زيان ورسېد خو د افغانانو مرګ ژوبله ځکه ډېره وه چې نادر خپل توپچي ځواکونه داسې ځای په ځای کړي ول چې له هر لوري به افغان جنګياليو بريد کاوه نو د توپونو له ګواښ سره به مخ شول.
«نو له دې بابته ۱۲۰۰۰ دولس زره افغانان او څلور زره تنه د نادر پوځونه په دغه جګړه کې مړه شول.»([9])
بله خونړۍ جګړه په «مورچه خورت» سيمه کې پېښه شوه چې په دې جګړه کې هم نادر برلاسی شو اونهيلي شوي شاه اشرف، وې پتېيله چې له اصفهان نه شيراز خوا ته تر شا شي.
نادرچې کله خبر شو اصفهان ته ننوت او ټول افغانان يې په ډله ييزه توګه ووژل او د شاه محمود هوتک هديرې ته يې هم سپکاوی وکړ. نو بيا يې طهماسب ته بلنه ورکړه چې د پلار په تخت کېني.
نادر افشار د ايران په پاچاهۍ کې ځان شريک ګاڼه. ده نه يوازې افغانان له تېغه تېر کړل بلکې هغو چې ايرانيانو چې ده ته باج نه ورکوه هم په ډېرې بې رحمۍ ووژل. نو ځکه طهماسب ده ته وړانديز وکړ چې خراسان، کرمان او مازنداران دې، د ده وي څه يې چې خوښه وي هماغسې دې وکړي.
شاه اشرف هوتک که څه هم په شيراز کې د شل زره جنګياليو په شاوخوا کې ځوانان جنګ ته تيار کړي ول. ولې د بخت ستوری يې غورځېدلی وه. د ډسامبر په ۲۴ نېټه يې د «زرقان» په سيمه کې پرېکنده او وروستۍ ماته وخوړه. شاه اشرف هوتک په شيراز کې او کورنۍ يې په «قزوين» کې د دښمنانو لخوا کلابند شول ولې د ملا زعفران او سيدال خان ناصر په هلو ځلو سيال لوری دې ته اړ کړ چې د افغانستان د سلطنتي کورنۍ مېرمنې ور پرېږدي.
کله چې شاه اشرف هوتک ته له قزوين نه پنځلس تنه ښځينه افغانې مېرمنې ور ورسېدې نو بيا د هلمند په لور وخوځېد. په لاره کې، د شاه حسين هوتک د يوه نوکر لخوا چې ابراهيم بلوڅ نومېده (۱۷۳۰ کال د مارچ په مياشت کې) ووژل شو.
نادر افشار د شيراز ټول افغانان اصفهان ته ولېږل او هلته يې د اصفهان د خلکو په مينځ کې په دار وځړول، خو يوازې څو تنه افغانانو له سيند نه د تېرېدو په مهال ځان په سيند کې لاهو کړ ولې له دښمن نه يې ځان وژغوره.
انګرېز ختيځپوه هنري جورج راورټي د افغانانو د دې ماتې په اړه کاږلي دي:
«که چېرې افغان ټبرونو په سر کې ابداليانو او غلجيانو خپل يووالی ټينګ کړی وی نو پرته له شکه به د غو جګړو لوری بدل شوی وی او پايله به يې دا سې نه وه.»([10])
د ګوتو په شمېر تاريخپوهان او ختيځ پېژندونکي پېژنو چې د افغانانو د واک دغه مهال يې پخپلو ليکنو کې انځور کړی دی. په دغه لړ کې د هغه چا ليکنې ډېرې په زړه پورې دي چې دغه تاريخپوه له شاه محمود هوتک او شاه اشرف سره په وار وار ليدلي وو،«کروسينسکي» يادوم چې يو پولېندي کشيش وه.
دی د شاه اشرف په اړه کاږي چې نوموړی يو اوښيار، په خپلو جنګياليو ګران، زړه سوی، سوله غوښتونکی او زړور انسان وه چې د اصفهان په کلابندۍ کې زر منه خواړه هلته واستول.
«اشرف د خپلې واکمنۍ په مهال له هر چا سره ښه چلند درلود، د عدل او انصاف څښتن وه. هره خوا يې ليکونه ولېږل چې د ايران وګړي بايد اباد شي نه دا چې برباد شي.»([11])
د شاه اشرف د واکمنۍ په وخت کې يو مهم کار چې نوموړي په ايران کې وکړ هغه په ۱۷۲۶ کال د يوه مهم کتاب «تذکرة الملوک» ليکل وه چې د ده د واک په دويم کال ترسره شو.
دا کتاب چې يوځل بيا تاريخپوه «مينورسکي» په يوې سريزې او لمنليک خپور کړ، نو وويل چې کومو لوېديځوالو لکه شارډن، ډوبرين، کمپغر، سانسون او نورو چې څه ليکلي دي يوازې د کتاب ستاينه کړېده. ولې له دې ستاينې پرته د دغه کتاب لويه ښېګڼه داده چې د صفوي ادارې رښتنې څېره يې انځور کړېده.
کومه سکه چې د شاه اشرف د حکومت په وخت کې وهل شوې وه په ايران او افغانستان کې د پام وړ ځکه وه چې له سرو زرو او سپينو زرو جوړه وه.
د شاه اشرف هوتک له ماتې سره ورورو د هوتکيانو ټولواکمني چې بنسټ يې د ميرويس نيکه په هلوځلو اېښودل شوی وه له دېرشو کالو واکمنۍ وروسته پايته ورسېده.
[1] – کروسنسکي سقوط اصفهان ۷۹ مخ.
[2] – کروسنسکي ۶۶ مخ.
[3] – لارنس لاکهارت د صفويانو ماتې او د افغانانو بری ۳۳۲ مخ.
– Laurence lockhart Persia 1958.کمبرج
– (( )) Brief Notes on Qandahar.لندن
– (( )) 1938 on Nadir shah short arti…
[4] – همدغه اثر: Lockhart .P.256
[5] – Sir Percy Sykes history of Iran. (2).P. 177
[6] – company of Merchants (Businessman) of Ladon trading in to The East Idies.
[7] – ډاکتر کارلو ترنزيو – پيو – د ډاکتر عباس آ‌ذرين ژباړه رقابت روس و انګليس در ايران و افغانستان ۱۳۵۹ کال ۱۳ مخ.
[8] -Sykes History of Iran (2).P.244
[9] – لاکهارت ۳۷۸ مخ د انقراض سلسله صفويه له کتاب څخه.
[10] – Raverty Travel to Afghanistan.P.610
[11] – د کروسنسکي سفرنامه انګليسي ژباړه لندن ۱۸۴۰ کال ۶۳ مخ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button