عبد الاحد مومند او محمد دوران غلام معصوم په افغانستان کې له ۵۰۰ کسانو څخه سیالي وګټله او د دې فضايي ماموریت لپاره وټاکل شول.
د مومند صاحب د واده میاشته لا نه وه پوره شوې چې په ۱۹۸۷ کې له محمد دوران سره د زدهکړې او روزنې لپاره شوروي ته ولاړ. هغوی د سټار سیټي (Star City) په نامه د مسکو په یوه روزنځي (training center) کې د ستورمزلو په توګه روزل کېدل، خو خبره همدومره نه وه. په هغوی کې باید یو تشیال (فضا) ته تللی وای چې دا پرېکړه به د هغوی د روزنیز پروګرام په پای کې کېده. محمد دوران ته ناڅاپه د اپنډکس ناروغي ور پېښه شوه او اسمان ته د ختلو پچه د مومند صاحب په نامه وختله.
افغانستان ته نهه-کلنه کورنۍ جګړه په کابو ۱،۵ ملیونه شهیدانو تمامه شوه. د شوروي ولسمشر میخايل ګورباچوف (Mikhail Gorbachev) نور دا حالت نه شوای زغملای؛ نو له افغانستان څخه یې د روسي پوځونو د ایستلو اعلان وکړ.
له اعلان سره سم، کریملین هم له سټار سیټي (Star City) څخه وغوښتل چې فضايي ماموریت دې له افغانستان څخه د پوځونو له را وتلو مخکې ترسره شي. وخت ډېر لږ وو او مومند صاحب هم له کومې دمې او رخصتي پرته خپل روزنیز پروګرام ته دوام ورکړ.
روزنیز پروګرام پای ته ورسېد او مومند صاحب هم د سفر موزې په پښو کړې.
د ۱۹۸۸ د اګسټ ۲۹مه نېټه وه چې عبد الاحد مومند، ولادیمیر لیاخوف (Vladimir Lyakhov) او ډاکټر واليري پولیاکوف (Valery Polyakov) په قزاقستان کې له بایکونور اډې (Baikonur Cosmodrome) څخه [د مسکو مهال] د سهار پر ۸:۲۳ دقيقې د سویوز ټم-۶ (Soyuz TM-6) توغندي له لارې میر تشیال تمځای (Mir Space Station) ته روان شول.
په یو څو شېبو کې د توغندۍ سرعت په یوه ثانیه کې ۸ کیلو مترو ته ورسېد او ستورمزلي نهه دقیقې وروسته د ځمکې چورلېځ (مدار) ته ننوتل او دوې ورځې وروسته بیا میر تشیال تمځای ته ورسېدل. که څه هم دا د مومند صاحب او ډاکټر پولیاکوف لومړی سفر وو، خو د لیاخوف درېیم او وروستی سفر وو. میر (Mir) ته له رسېدو سره سم، مومند صاحب له نورو ستورمزلو سره په بېلابېلو ساینسي، ستورپوهنیزو، ژوندپوهنیزو او طبي ازمېښتونو (experiments) کې برخه واخیسته او د سمې نقشې جوړولو په موخه یې له تشیال څخه د افغانستان ګڼشمېر انځورونه هم واخیستل.
میر (Mir) په روسي ژبه کې ‘سوله’ مانا ورکوي. میر تشیال تمځای د شوروي اتحاد یوه مېشتوړه لاسي سپوږمکۍ (artificial satellite) وه چې د ۱۹۸۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ د ځمکې په ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) کې په ۲۷۷۰۰ کیلو مټره سرعت/ساعت سره پر ځمکې را څرخېده، یانې په هر ۹۱ دقیقو کې یو وار؛ او په يوه ورځ کې کابو ۱۶ واره پر ځمکې را څرخېده. هغه مهال دا په تشیال کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ وه چې کله نا کله له ځمکې څخه په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شوه. میر په تشیال (فضا) کې یو څېړنیز لابراتوار وو چې په دې کې به د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وګړ-ژوندپوهنې، پنځپوهنې (فزیکپوهنې)، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې (meteorology)، او نورو پوهنیزو ډګرونو اړوند څېړنې او ازمېښتونه ترسره کېدل.
مومند صاحب د نړۍ په ۵۳۸ ستورمزلو کې لومړنی افغان او تر عربستاني سلطان بن سلمان السعود، سوري محمد فارس، او آزربایجاني موسی مناروف وروسته څلورم مسلمان ستورمزلی دی چې تشیال ته تللی دی.
یوه اوونۍ وروسته، مومند صاحب او لیاخوف په میر (Mir) کې له نورو ملګرو سره مخه ښه وکړه او د ۱۹۸۸ کال د سپټمبر پر ۶مه نېټه په سویوز ټم-۵ (Soyuz TM-5) توغندي کې بېرته ځمکې ته را ستانه شول.
توغندۍ پر لارې ځینې تخنیکي ستونزې پیدا کړې او د هغوی راتګ هم وځنډېده. هغوی په توغندۍ کې نه خو د خوړلو او څښلو لپاره توکي، نه د ساکښلو لپاره زیاتوب آکسیجن او نه هم د تشناب اسانتیا لرله.
له الوتنې وروسته، مومند صاحب او لیاخوف کابل ته راغلل او د ګڼشمېر افغانانو له خوا وستایل شول. مومند صاحب ته د افغانستان او شوروي اتحاد د اتلولي مډالونه ورکړل شول او په هېواد کې د هوانوردي د مرستیال وزیر په دنده هم وګمارل شو.