ازلیت

سید عبید الله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور

ازلیت

درنه چوپتــــیا کــــې ، دا د لوی آسمـــــان

ستا د قدرت او عظمـــــــت ، نښــــــــي دي

په تـــــور تورتم، د سمــــــــــــــندرو په تل

ســــــــــتا د بی شانه ، ازلیت نښــــــــي دي

په دروند رفتـــــــــار، او قدمــــــــــو د عدم

ستا عظـــــــمت ، او ابدیت نښــــــــي دي

په وران ویـــــــجاړو ، ادیرو کـــــــې د ډار

ستا د قدرت او د هیــــــــبت ،نښــــــــي دي

تورو تیارو ، او ظلـــــــــمت کــــــې د شپو

ســـــتا دغرور، او صــــــلابت نښـــــي دي

په طــوفــــــانونوکې ، د بحرونو ســـــــــتا

د جبــــاریت او قهــــــــــاریت نښــــي دي

درنه چوپتیا کـــې، د زمان و مـــــــــــکان

ډیر عبرتنــــــــاکه ، د قدرت نښـــــــي دي

هلتــــــــــه چي چـــــــا ورته نظر نه رسي

ستا د نظــــــام ، د پراخیت نښـــــــي دي

په سراسر د حیرتنـــــــــــــــــــــــاکه نظام

ستـــــــــــــا لایزاله ، حریت نښــــــــي دي

په درست ســــرحد د کـــــایيناتو کې ، ستا

د لوړ شوکت او حاکمیـــــــــــــت نښي دي

په رمــــوزاتو د عــــــــالم کــــــې ، همیش

هـــر یو غــافل ته د عبرت نښــــــــــي دي

چي په جوړښت کې ،ســــتا د کون ومکان

ستـــــــــــا د تدبیر، او درایت نښـــــي دي

ګردنده ســــــــتورو ، او نظام کې د شمس

د لازوال ، خود ارادیت ، نښــــــــــــي دي

اســــــرارو ډکه د وجـــود مـــــــــــاڼی کې

ستا د رفـــــعت و، الـــــوهیت نښــــــي دي

په کـــــــاڼو بوټو د چمــــــــن کـــــــي وینو

ستاد حشمـــــــت او جـــلالت نښــــــــي دي

هر کاڼــــئ بوټـــئ ، عـــــــبرت بین د پاره

دي چمن کــــــې ، د مـــعرفت نښــــــي دي

په هر اندام او په وجـــود کـــــي زمـــــونږ

ستــــا د پو هني ، او حکمــــــــت نښي دي

شور و فریاد د بلبــــــــــــــــــلانو، ســــحر

ستا د ثـــــــنا ، او د صـــــــفت نښــــي دي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button