ارګ:د اختر د لمانځه کیسه

تر اختره یوه ورځ وړاندې امنیت شوری ته لاړم، له اتمر صاحب سره ترکتنې وروسته، دهغه سکرتر راپسې رامنډه کړه، ویل یې: استاده! دا دې ارګ ته داختر دلمانځه بلنلیک دی، بلنلیک مې واخست، هلته مې دبرنامو رییس حمدالله محب په خپل دوتر کې و کوت، هغه یو چاته زنګ وواهه چې هغه کارت مو څه کړ، ما پرې غږ کړ: که داختر دلمانځه کارت ښيي، نو هغه خو ماته ورسېد، ویل یې: هو، همدا بلنلیک مې ښوده. 
سبا شو، که څه هم په کارت کې دلمانځه مهال دسهار اته بجې ښودل شوې وې، خو لمونځ کوونکي باید اوه بجې ورغلی وای، نو ما هم سبا سهار اوه بجې په مټې خوارۍ ځان ارګ ته ورساوه، ښه دا کیسه نه کوم چې د ارګ دلمانځه لپاره مې طبعه وه، که نه؟ خو دډېرو دوستانو فشار وچې ډاکتر صاحب ته باید دمبارکۍ لپاره ورشې، داختر ورځ ده، په دې ورځ باید سړی خپه زړونه خوشاله کړي، دا چې زه خپه وم، که ډاکتر صاحب په دې والله زه هم چندان نه پوهېدم، خو په ټوله کې خواشیني داده چې زموږ مبارزه د یوه راڼه افغاني سهار، سوکالۍ، او ابادۍ لپاره وه، خو اوس چې د تېر دور مفسدین ګورو، نو هغه دهیلو سهار مو تت ښکاري
خیر ارګ ته لاړم،ارګ ته خال خال خلک راتله، ما داسې ګومان کاوه چې دارګ په وره کې به ګڼه ګوڼه وي، سخته تالاشي به وي، له خدای پاک نه مې د دې تالاشۍ پر وړاندې ځانته پوره حوصله غوښته.
دارګ ساتونکي تازه راغلي وو، چا اوبه شیندلې او چا جارو کوله، دارګ ساتونکي باید چې سهار له خوبه ښه په طبعه راپاڅي، ځکه چې پاچایان دي:
پر دی مزدور سهار وختي پاڅېږي 
دشوګیرو مئین ویده پاتې شي
دا خو نه پردې مزدوران نه دي، دا خو دخپلې خوښې دي.
ارګ بې ډوله، بې نوره او بې نمکه ښکارېده، ساه په کې نه وه، سهار یې مړاوی و، ښه دا چې په اختر کې دا حال وي، په نورو ورځو کې به څه حال وي.
تر ما وړاندې دارګ په وره کې دوه سناتوران، او فولاد صاحب ولاړ وو، هغه دچارو شنونکی فولا د ښیم، هغه پخواني وکیل هاشم فولا نه ښیم، له فولاد صاحب سره کارت نه و، دارګ په داخل کې یې په چا پسي ټیلفون وکړ چې کارت ورته راوړي، موږ ترې ننوتو، ځکه هلته سرپه سر سودا وه، پلټنه زما د ګومان خلاف ډېره سخته او تنګونکې نه وه، دنور ځل په پرتله پوره سهولت و، پلټنه هم په همدې یوه دروازه کې ډېره ساده وشوه، دکرزي صاحب د واکمنۍ پر مهال به پر انسانانو سربېره پر سپیو هم خلک پلټل کېدل، ځه ښه دی، دلته خو اوس انسان بېرته خپل اتبار تر لاسه کړ.
دارګ نورې دروازې خلاصې وې، څه ستونزه نه وه، دتشریفاتو کسان دغالیو په خورولو بوخت وو، دارګ دننه فضا هم لا غړنده او مړاوې وه، چینارونو هم شور نه کاوه، هر څه بې روحه او بې ساه وو، خدای شته دپاچاهۍ رنګ و روغن په کې نه ځلېده، ساده کاروبار و، دساتونکیو او صفا کاروانو یې هم دزړه له خلاصه کار ته زړه نه کېده، داسې ښکاریدل چې نوی دور پر دوی پخواني خواږه نیولي وي، زړه ماتي زړه ماتي خوځېدل، موږ یې جومات ته وبللو، دتشریفاتو یو تن چې اندړ تخلص کوي، له پخوا ورسره بلد وم، ورته مې وویل: څنګه په جومات کې خو به مو دصاحبانو لپاره ځای نه وي، بېل کړی، داسې نه شي، چې موږ دهغوي پر ځای کېنو، ده راته وویل: استاده ته خو هرځای کېناستی شې، ما ویل: مننه، خو جومات کې دشرعې له مخې باید دخان، بېګ امیر او ګدا توپیر ونه شي، اندړ صاحب وخندل، نور څه یې ونه ویل. 
جومات هم دپاچاهۍ جومات نه و، ګرم و، دیخولو لپاره یې یوه عادي وسیله هم په کې نه وه، دډالرو په پخواني نظام کې دې جومات دسړولو یو عادي وسیله هم پیدا نه کړه، سره له دې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی ښه لمونځ ګوزاره انسان و، خیر، جومات ته بهرنیان نه راتلل، د سړولو دوسیلې داخستلو اړتیا یې نه لیده. برېښنا به هم تی تی کول. ددوه لیکو فرش نیم خور او نیم ټول شوی و.
موږ په درېیم کتار کې کېناستو، یو وخت وچې مولوی صاحب عطاالله لودین را ننوت، ده کړل: هغه دوه لیکې ولې همداسې پاتې دي، چا ورته وویل: هغه دصاحبانو دي. ده وویل: زه د یوه دینې عالم په توګه دا کار غیر شرعي بولم، جومات ته چې هر څوک لومړی لاړ او چېرته کېناست، څوک حق نه لري چې هغه له ځایه پورته کړي، جومات کې دخان، بېګ ، امیر او ګدا دځای توپیر نه کېږي. ما ورو ورغږ کړ: مولوی صاحب! راځه چې احتجاجاً له دې جوماته ووځو، مولوي صاحب زما خبره وانه ورېده، دا مهال دخلکو یوه جوپه راغله، هغه زموږ خبره تالاترغۍ شوه، ګنې وتلو ته مو زړه و، خو تاوان دا هم وچې داختر په ورځ تاوتریخوالی او زړه بدوالی رامنځته کېده، دا هم ښه کار نه و، بس پاتې شو، یوشمېر کسان چې وروسته راغله هغوي هڅه کوله چې ځان لومړۍ لیکې ته ورسوي، هغه لاره چې ولسمشر ته پرېښودل شوې وه، هغه یې ډکه کړه، دتشریفاتو کسان راغله او په ډېر درناوي یې ورنه هیله وکړه چې که دا لاره خوشې کړې، شاته ډېر ځای دی، خو ددغو موقف پرستانو زړه وروستۍ لیکې ته نه کېده، خیر چې پوه شول، شرمېږي، نو دبل لمونځ کوونکي مخ ته کېناستل.
یوه لمونځ کوونکي چې پر لیکه برابر ناست و، ورته کړل: وه وروره ! ځان لیکه کې برابر کړه، دوی ویل: وروسته ځای پیدا کېږی؟ په لیکه کې برابر سړي بیا ورته وویل: اوس څه په کار دی چې ځان لومړۍ لیکې ته ساتې،شاته یو بلها ځای دی، ځئ! هلته کېنئ. ما په جوماتونو کې لیدلي چې لمونځ کوونکي په ډېرې سختۍ لومړۍ لیکه قبلوي، هر یو هڅه کوي چې وروسته ودرېږي چې بیا ژر لاړ شي، دامام خوله ستړې شی چې شابا س وروڼو لومړۍ لیکې ډکې کړئ ، جومات ته راننوځئ، خو دلمونځ کوونکیو لومړۍ لیکې ته چندان ډډه نه لګي، خو دلته خبره سرچپه وه. دلته لومړۍ لیکه دموقف لیکه وه، دوی ته تر لمانځه موقف مهم و.
صاحبان تر ټولو وروستي راتلل، ځکه خپل حق یې په جومات کې خوندي لیده، ځکه خو یې وختي راتګ ته هم چندان ډډه نه لګېده، بل ولسمشرهم وختي نه راته، نو دوی وختي څه کول، دوی خو دولسمشر په خاطر راتلل.
ډېرلوی شوی شخصیتونه مې ولیدل چې په لومړیو لیکو کې یې ځان ته دځای پیدا کولو هڅه کوله، دوی سترګې ګډولې چې څنګه دولسمشر دڅوکۍ تر خوا ځانته ځای پیدا کړي، دا هغه کسان دي چې دجهاد درهبرۍ او سالارۍ دعوه کوي، دا هغه کسان دي چې بهر له کبره چاته ګوري هم نه، دوی مې په همدې غړېدلو سترګو ولیدل چې ناوخته راغلل خو خپل حق یې په لومړیو لیکو کې محفوظ وغوښت، سره له دې چې ولسمشر نه لیدل خو بیا یې هم له غوړه مالۍ چینګ داړی کاوه، ټوله هڅه یې دا وه چې ځان ولسمشر ته نږدې دتلویزون کمرې ته برابر کړی، په زوره یې ځان ته په لیکه کې ځای پیدا کول غوښته، خیر یو وخت چې پخوانی ولسمشر کرزی راغی، له هغه سره دهغه دواکمنۍ نږدې کسان راننوتل، هغوی هم هڅه کوله چې ځان په لومړۍ لیکه کې دپخواني عادت له مخې ځای کړي. 
دا نو داسې وخت و چې نورو خلکو پاو دپاسه یو ساعت انتظار ویستی و، یوه وېره لا دا هم وه چې داسې نه شي، دصاحبانو لاسپوڅي راننوځي، نور پاڅوي او دوی ته ځای برابر کړي. که شرم ته یې کتلای نه وای، نو بې له شکه دا کار یې هم کاوه. 
موږ ډېر هغه فرعوني سرونه چې بهر کاږه ګرځي، دلته دکمرې او ولسمشر مخ ته ګوزګوري ولیدل، داسې څېرې هم وې چې په لمانځه یې راته چندان عقیده برابره نه ښکارېده، هغوی هم ځان لومړۍ لیکې ته رساوه، دجومات ملا امام صاحب تک سور سپین سړی و، له څېرې نه نورستانی ښکارېده، خو دوعظ ژبه یې نورستانۍ نه وه، دی هم خپل دریځ ته ودرېد، او دسولې په خبرو یې دخپل نصحت او وعظ ور پرانست، ده خو باید داباب پرانستی وای، ځکه سوله نن ددولت دسرټیکۍ ده، نو ملا صاحب هم پالیسۍ وغږوله، یو وخت وچې له جوماته بهر دتشریفاتو بانډو وغږېده، ترنګ وترونګ شو، اندړ صاحب راغی او له ملا نه یې میکونه ومروړل، ملا په تت او ورو غږ خپلې مسالې کولې، لمونځ کوونکیو په خپلو کې بانډار شرو کړی و، ملا پرې څو ځلې غږ هم وکړچې ده ته غوږ ونیسي، خو چاته لګیا و، دا وخت یو عمر خوړلی، چې درویشي یې اغوستې وه، خریلی مخ یې نیولی و، څوتنو په ډېرې خوارۍ جومات ته راوست، ده ته زما په مخکې څوکۍ واچول شوه، تر څنګ اشنایانو ورته خوله ډېره چینګه چینګه کړه، ماو ویل: دا کومه اشا ده؟ تر څنګ ناست ملګري راته وویل: دا د ډاکتر صاحب کاکا دی. 
ماویل: ښه دی چې اوس دډاکتر صاحب بې شمېره کاکاګان او خپلوان هم پیدا شول، یو وخت چې دکار وخت و، نو نه کاکا و، نه قومي او نه خپلوان، دا خړ په پښتو ولاړ ولس و، اوس چې دواک وخت راغی، نو هرسړی کاکا شو، دکاکازوی شو،قومي شو او خپل و خپلوان شو.
هسې په دې کار پخوانی پاچا ظاهر شاه خلک بد یادوي، دا دی دلته هم حکومت خانداني شو.
ملا په تت غږ مسالې کولې، خبره یې دایت او حدیث کوله، خو بهر باڼدو غږېده، ما وویل: اوس به زموږ یو شیخ او عالم پاڅي ملا ته به ووايي: ایت او حدیث مه وایه، ځکه بهر سرود غږېږي او ته دلته ایت او حدیث وايې، خو څوک پیدا نه شول، ملا هم قسم کړی و چې خپل لیکلی تقریر حتمي باید واوروي، خو دې ته یې نه کتل چې هلته سرود غږېږي، ولسمشر ته دتشریفاتو قطعه وړاندې کېږي او دی یې هرکلی کوي، دلته دموقف په خاطر پاچا خو پرېده چې دپاچا امام ته هم چا دا خبره نه شوه کولای.
چا امام ته کتل هم نه، یو شمېر کسانو شاته کتل او غوږ په اواز وو چې ولسمشر به څه وخت راځي، دوی به ګوري که نه؟ چې هغه دی لمانځه ته راغلي دي، دا ښه دی چې زموږ ولسمشر دیني عالم یا کوم مفتي نه دی، ګنې دې خوارانو به څه کولای؟ 
یو وخت وچې ولسمشر اشرف غني له خپلو ساتونکیو سره جومات ته راننوت، تر لنډو مسالو وروسته ملا ممبر ته لاړ او پرته له دې چې داختر دلمانځه نیت او لږ ترلږه هغه طریقه یې وښيي، ځکه په دې کې داسې کسان وو چې دلمونځ طریقه ترې راته هېره شوې ښکارېده، خیر ملا ممبر ته شو او الله اکبر یې کړل.
دلمانځه پر مهال عجب ټوخي کېد ل، دهرچا هڅه دا وه چې ځان ولسمشر ته نږدې او کمرې ته برابر وښيي، خیر لمونځ ادا شو، تاسې باور وکړئ چې په خوند یې والله که خو ټکی هم پوه شوی یم، بس دا دعبادت نه د اعادت او تجربې لمونځ و، ملا هم تر خطبې وروسته لمونځ کوونکي شینګړ پرېښودل، هغه داختر مبارکي یې هم ورنه کړه.
له وروستۍ لیکې نه یو دم خلک لومړۍ لیکې ته راوغورځېدل، ولسمشر ورک شو، خو پخوانی ولسمشر کرزی ولاړ و، لمونځ کوونکیو ویل: هغه اصل سړی څه شو، دا خو موږ وغولیدو، دا خو کرزی ولاړ دی، ډاکتر نشته، بس دکرزي صاحب خدای پاک بله کړه، بده ګڼه ګوڼه پرې جوړه شوه، ولسمشر له جوماته بهر تقریر کاوه، ښه دا خو به سړی ومني چې ولسمشر ژرنده او جومات پېژني، په جومات کې یې یوه خبره هم ونه کړه، که زموږ نور رهبران وای نو له دې ممبره به یې دځان ګټه او دبل سپکه کوله، خو ډاکتر غني ددنیا خبرې له جوماته بهر وکړې، او جومات ته یې دعبادت ځای په سترګه وکتل.
بیا نو له ولسمشر سره دمبارکۍ لپاره یو ځای برابر شوی و، پخوانی او اوسنی ولسمشر څنګ ترڅنګ ولاړ وو، له هغو دوه درې څېرو نه چې دا دواړه یې سره په خپلو کې په لفظي شخړو اچولي وو، یوه څېره چې اوس لا سیاسي مشورې ورکوي خو دسیاست الفبا یې هم په مغزو کې نشته، حاضره ا وځان سخی سخی کاوه.
نور دې هم خیر یوسي، دیوې سترې لیکې پر ځای غبرګې غبرګې لیکې یې جوړې کړې، لیکې نه وې سم انډوخر و، په دې انډوخر کې اتیا سلنه هغه څېرې وې، چې ولسمشر غني یې دټاکنو پر مهال کانځه او موږ ته به یې ویلې تاسې معدې او کولمې نه لرئ، غني دپاچاهۍ نه دی، لیونی دی،
ولسمشرته ډلې،ډلې خلکو مبارکۍ ورکړې،ورنیږدې کیدل او د مبارکۍ ویلو ترڅنګ یې کوشش کاوه،چې نور هم ولسمشرته چاپلوسانه خبرې او حرکتونه وکړي،خو ولسمشرچې ستړی او ناراضه معلومیده،ګاران یې لکه چې په طبیعت پوه شول،پرنورو مبارکیو یې بندیز ولګاوه،زه یوې څنډې ته ولاړوم،چې ولسمشر را غږکړل،ورنیږدې شوم،ګاردانو ته یې ویل،پریږدئ چې له استادسره خپله اخترمبارکي وکړم.
له ښه مرغه نن دولسمشر غني خواخوږي دواک په دایره کې نه ترسترګو کېدل، زیاتره هغه کسان غني ته روان وو چې پوچ یې ویل، ماته څو ځلې ملګرو وویل: ته ولې پر څوکۍ ناست یې راځه په لیکه کې ودرېږئ!
ما ورته وویل: زه نن هغه څېرې ګورم او ننداره یې کوم چې پرون یې موږ لیوني بللو، غني یې ددې څوکۍ لپاره وړ نه باله، نن دغني خواخوږي له ارګه بهر دي او دادی هغه دقدرت لیوني ځوړند سرونه غني ته روان دي، ددې خلکو په سترګو کې خلی هومره حیا هم نشته، ریښتیا هم (( دنیا هغو وخوړه چې حیا نه پېژني))
هغه وزیران مې هم ولیدل چې په غني پسې یې بدو رد لیکل، خو نن چې پر څوکۍ کېناستل، نو غني یې عالم وګاڼه، هغه څېرې مې هم ولیدې چې ویل یې: دی ناکام دی، موږ په ناکام پسې نه ځو، ولې خپلې څوکۍ له لاسه ورکړو.
هغه څېرې مې هم ولیدې چې ویل یې: غني د ادارې سړی نه دی، حوصله نه لري، ځکه چې معده نه لري، خو نن چې پر څوکۍ کېناستل، نو هغه د ی تر هر چا دوی لومړی ځان جومات ته را رسوي، دڅوکۍ لپاره یې ځان دجمعې په لمانځه ستړی کړ، هر ځل به یې دډاکتر صاحب سترګو ته کتل، چې څه وخت به پرې غږ کوي چې پلانیه ته په پلاني ځای کې مقرر شوې، ځه له خیره.
دوی دڅوکۍ لپاره یې دجمعې ډېر بې اودسه لمونځونه او ټوخي وکړل، دځینو اه قبوله شوه، دغه کسان اوس تر هرچا زیات ځان دغني خواخوږي بولي. 
هغه کسان هم ګرم،ګرم تاوېدل، چې په لومړي دور کې یې کله ځان قیوم خان کرزي ته رساوه او کله زلمي رسول ته، دکرزي سترګو ته یې کتل، قیوم ته په دې خاطر روان وو چې دحامد ورور و، داسې یې انګېرل چې د کرزي کاندید قیوم دی، خو چې دا نه شو نو ویل یې ددولت کاندید زلمی رسول دی، غنی ناکام دی.
هغه خولې نن له خندا تکې شنې وې چې په غني پسې یې سپکې سپورې ویلې، نن عجبه مصنوعي خنداګانې کېدلې، ما دغني څوتنو خواخوږو ته چې ارام ناست وو ویل: ننداره کوئ، هکسه غړۍ ګرځئ، هغه دقوماندان سید محمد پهلوان دخولې خبره ده او دلته دکاڼي کرښه ده:
دبیړنۍ جرګې پر مهال پهلوان دبیړنۍ جرګې لپاره دناریینه وو پر ځای دښځینه وو دفتر ته تللی و، دروازه یې ټک ټک کړې وه، پیره دار ورته ویلي وو، قوماندان صاحب دا دښځو دفتر دی، دناریینه وو، هغلته وړاندې دی، دا مهال دپهلوان نظر ته یو سپین ږیری سړی چې پخوانی ډ‌ګروال و، ورغلی و، پیر دار ته یې ویلي وو، هغه ډګروال څه کوي؟ پیره دار ورته ویلي وو، هغه خو دلته خط وکتابت کوي. پهلوان یو دم ویلي: دا ګوره دا! جهاد چا وکړ او دښځو منځ کې څوګ ګرځي!!؟
اوس نو دډاکتر ملاتړي څوک وو، قرباني چا ورکړه او په ارګ کې څوک ګرځي؟
بس درحمان بابا په خبره به زړه تسکینوو چې:
دا دنیا په احمقانو ده ودانه دانا نه کا په دنیا باندې غرض
شکر خدایه ! نن مې هغه څېرې زوړند سرې ولیدې چې موږ یې دډاکتر غني په سرغندلو، نن دادی دوی دډاکتر غني مداحان دي،خو دا هغه کسان دي چې پرون یې دکرزي مداحي کوله، نن هغه بد او غني ښه، دوی نن پوستین په بل مخ واړاوه.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button