ارغنداب کې د طالبانو جنایتونه

عبدالمنان توحیدیار

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د جګړې مستند مې لیده چې د ولسوالۍ یو شمېر کلي یې تصویر کې ویستلي و او له ځایي خلکو سره خبرې شوې وې چې جګړې څومره زیانمن کړي دي.

د ارغنداب جګړه فوق العاده د کویټې له شورا رهبري کیدله او د پاکستان د ای ایس ای ځینې ځانګړې روزونکي هم دې جګړه کې د ګډون لپاره راغلي و چې ځینې وژل شوي او تصویرونه یې هم خپاره شوی دي.

د ارغنداب جګړې څو میاشتې دوام وکړ، په دې جګړه کې لومړی تاوان د ځایي خلکو دا وشو چې د انارو حاصلات یې وا نه خیستل او بوټو کې وراسته شول، بیا له هغې وروسته د غنمو حاصلات یې و نه شول او د طالبانو له لاسه یې سږ کال د خیټې ماړۍ له لاسه ووتله.

مستند کې لیدل کیږې چې طالبانو شاوخوا زر ماینونه د ارغنداب په لارو او سړکونو کې ځای په ځای کړي چې یو شمېر یې ملکي وګړو باندې چاودنه کړې چې د مالوماتو له مخې سل ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.

مستند کې ښکاري چې د ارغنداب لسګونه ښوونځي، لسګونه جوماتونه چې طالبانو د سنګر په توګه کارولي او بیا چې کله ترې وتلي دي، ماینونه یې پکې ایښي او چاودنې یې ورکړي دي.

د دې تر څنګ مستند کې شکاري چې طالبانو د دیرش میلیونه ډالرو په ارزښت د کندهار درې ستر پلونه او لسګونه پلچکونه په بمونو الوځولي دي.

دغه راز د خلکو کورونه یې وران کړي، د خلکو د کورونو دیوالو کې یې لوی لوی سوري ویستلي او بیا یې له همدې ځایه پر افغان ځواکونو باندې بریدونه کړي دي.

د ارغنداب له جګړې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، خوندې سیمو ته یې یواځې سرونه ویستلي او ډک کورونه یې طالبانو ته خوشې کړي دي.

د دې سیمې خلک چې په مستند کې خبرې کوي، ښکاره وایي چې طالب ترې سږ کال جګړه کې هر څه اخیستي او هیڅ شی یې لا نه دي ورپريښي.

مستند کې د ارغنداب ۹۰ کلي ښودل کیږي چې بشپړ ډول او یا نسبي ویجاړ شوي او هرې خواته یې ویجاړې کنډوالې ولاړې دي.

حتا طالبان د خدای په کور یا جوماتونو باندې هم رحم نه دی کړی، له جومات یې سنګر جوړ کړی، بیا یې پکې ماینونه ایښي او له منځه یې وړی دي.

د ارغنداب د جګړې مستند چې وګورئ، په دې به مو سل په سلو کې باور وشي چې طالب د ویجاړۍ او وینې تویدنې پروژه ده چې د بهرنیو استخباراتو له لوري تمویل کیږي او جګړه یې هیڅ ډول انساني او اسلامي توجیه نه لري.

طالبانو په ارغنداب کې له خلکو هر څه اخیستي دي خو بیا هم راپورته کیږي او دې جګړې ته کله د جهاد او کله له اشغال سره د مبارزې نوم ورکوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button