ارزګان

شهسوار سنګروال نيازی
ارزګان د افغانستان له ولايتونو څخه يو ولايت دى چې پخوا د كندهار په نايب الحكومتۍ پورې تړلى و. نو په دې توګه دسر شمېرنې د وېش له بابته هم د هېواد په جنوب زون پورې اړه لري خو كه چېرې د افغانستان نخشې ته وګورو نو دغه سيمه نسبتاْ مركزي حثيت لري او د باميانو، زابل، غزني، كندهار، هلمند او غور تر مينځ پرته ده چې ختيز طول البلدان 7 ثانيې – 14 دقيقې 66 درجې او شمالي عرض البلدان 5 ثانيې – 34 دقيقې او د 33 درجو په مينځ كې پروت دى. دافغانستان دغه ولايت هم لكه زموږ د ځنې نورو ولايتونو په څېر يوه لرغونې سيمه ده چې د ارغنداب او هلمند رودونو په مينځ كې پرته ده او د ارواښاد كهزاد د وينا له مخې د يوه واړه “بين النهرين” حيثيت لري. دغې سيمې د اسلام د سپېڅلي دين له خپرېدو نه د مخه او وروسته ځانګړى ارزښت درلود خو د غوريانو د واكمنۍ په مهال يې ارزښت لازيات او د پاملرنې وړ وو. هغومره چې د هېواد نورو سيمو ته د لرغونو توكو دپلټنې په اړه پاملرنه شوې ارزګان ته په هغه سترګه نه دي كتل شوي او كنه پرته له كومه شكه د تاريخي ارزښت او جغرافيوي موقيعت له مخې ويلاى شو چې په دغه ولايت كې به هرو مرو لرغوني توكي موجود وي. دبېلګې په توګه هغه مهال چې انګليسي تاريخپوه او د لرغونو توكو متخصص ” بيوار” Bavewar” چې ځنې كندنې يې پخپلو سترګو ليدلې وې په لږه موده كې يې د ځنو ډبرليكونو پته ولګوله او څرګنده يې كړه چې دغه توكي د”يفتليانو” د زمانې يو ټاكلى مهال په ګوته كوي.

د ارزګان د غرونو په شمال ختيزه برخه كې له كندهار نه د دوه سوه ميلو په واټن د غور جنوب پلو ته د ډېرو لرغونو توكو د شته والي اند موجود دى چې په دغه لړ كې د ارزګان پلازمينې ته نږدې (لس ميلو كې) د شالي په دره كې دوه ډبرليكونه دبېلګې په توګه يادولاى شو.

هغو څېړونكو چې دغه ډبرليكونه له پامه تېر كړي دي داسې يې ښودلې ده چې د دغو ډبرليكونو كرښې داسې نه دي لكه څنګه چې د بغلان ډبرليكونه كښل شوي دي ځكه چې د ارزګان د دواړو ډبرليكونو كرښې دومره سره نږدې او ورته دي چې ګمان كيږي دواړه په يو مهال څه چې ښايي په يوه قلم ليكل شوي وي.

د مستر “بيوار Mr. Bavewar ” دڅېړنې له مخې چې پخپله هغې سيمې ته ورغلى وو د كندهار په شمال لويديز كې له ارزګان نه د”150″ ميلو په فاصله دوه ډبرليكونه شته چې د دوي تر مينځ د”نيم” ميل په كچه واټن موجود دى او ښايي چې د پلټنې په ترڅ كې نور لرغوني توكي هم وموندل شي.

د لومړي ډبر ليك په مخ دوه كرښې ګورو چې په يوناني ليكدود كښل شوې دي او كيداى شي چې په “يوناني يفتلي” ولوستل شي. موږ دمخه وويل چې ښايي د يفتليانو په مهال كې د بل هر مهال نه ډېر دغې سيمې ته ډېره پاملرنه شوې وي نو بيا پوښتنه پيدا كيږي چې ولې دغه ډبرليكونه په يوناني ليكدود كښل شوي دي ؟

ځنې تاريخپوهان او ژبپوهان په دې اند دي چې له زيږد نه دوه نيمې پېړۍ دمخه كله چې يوناني ليكدود زموږ د هېواد دننه دود شو نو بيا تر ډېره وخته يې خپلې اغيزې پرېښودې او اّن د اسلام د سپېڅلي دين تر خپرېدو پورې يوناني ليكدود د افغانستان په ځنې سيمو كې دود وو تر هغې چې ځاى يې عربي ليكدود ونيو.

كه د تاريخ له مخې دا وڅېړو چې د يونانيانو د واكمنۍ وروسته ځنې توكمونه په دغه خاوره كې واكمن وو نو بيا ولې ددې ژبې اغېزې پاى ته نه وې رسېدلې ؟

دې كې شك نشته چې په افغانستان كې ساكانو، كوشانيانو، كيداريانو، يپتليانو او نورو وړو وړو توكمونو د هېواد په بېلابېلو سيمو كې واكمنۍ چلولې ده خو په بشپړه توګه د يوناني ژبې له اغېزې نه وو وتلي نو ځكه خو په نورو ژبو كې يوناني توري كارول شوي دي گ

د ساري په توګه كله چې د “سرخ كوتل” لوى ډبر ليك وموندل شو او يا د هندوكش په شمال او جنوب كې د “سرپوزې” او يا كندهار ته نږدې هغه ډبرليك چې په دوه ژبو د اشوكا په مهال كښل شوى وو تر لاسه شو د يوناني ليكدود ارزښت لا څرګند شو. همدا ډول د ارغنداب لرغوني توكي او يا د هېواد په نورو سيمو كې ورته اغېزې ښايي وي خو دېته اړتيا شته چې په دې اړه ژبپوهان ځانګړې څېړنې وكړي. كه څه هم دېته ورته يادونه دهېواد ژبپوهان پوهاند ډاكتر زيار پخپل كتاب كې كړې ده نوموړي كاږلي دي:” … همدارنګه د خوتن ساكي له پاره په كارولي ليك كې چيني نښې نښانې او يوڅو توركي ويي ډولونه په دغه اړه رڼا اچوي … ” (پښتو او پښتانه … زيار71 مخ)

په دې اړوند نوميالي تاريخپوه ارواښاد كهزاد ليكلي دي:”د حيرانتيا او هيښتيا خبره نه ده چې په ارزګان كې د يفتليانو د مهال ډبرليكونه په يوناني ليكدود كښل شوي دي” (افغانستان … كهزاد 265 مخ )

دوهم ډبرليك د لومړي ډبرليك نه د نيم ميل په كچه واټن لري. كښل شوى ليك يې د بل ډبرليك په پرتله تياره بريښي ولې كه چېرې په ځير او غور سره وګورو لوستل يې ګران نه دي.

د”بيوار” له څېړنې څخه څرګنديږي چې دوه ټكي په كې ډېر د پام وړ دي لومړى دا چې د تاريخي جغرافيې له كبله دا ډبرليك ډېر ارزښت لري دويم دا چې دغو ډبرليكونو زموږ د هېواد د تاريخ يوه بله پاڼه پرانسته چې په دواړو ډبرليكونو كې زموږد اوسني”زابل” نوم تر سترګو شوى دى او دويم نوم د هغه واكمن دى چې نه يوازې په افغانستان كې واكمن وو بلكې د هند په نيمه وچه كې هم واكمنۍ چلولې ده دغه نوم د”مى هبيراكولا Mayhabiracola ” دى.

سربېره د”بغ” او “شاه” له تورو او كلمو څخه چې د”بغو” او”شاوو” په بڼو لوستل شوي دارنګه د “سرخ كوتل” په ډبرليك كې هم د “بغو” او ” شاوو” توري د كنشكا په اړه كښل شوي دي.

كله چې دغه ډبرليكونه په پرتله كړو نو ويلاى شو چې د بغلان په ډبرليك (سرخ كوتل) كې دغه كلمې كوشاني كنشكا له پاره راوړل شوي او د ارزګان په ډبرليك كې ورته كلمې او توري دهغه مهال يفتلي واكمن “مى هبيراكولا” ته د “څښتن” او “شاه” په مانا استعمال شوي دي.

مستر ” بيوار” هم په دې اند دى چې “زابل” د ځاى په مانا او”مى هبيراكولا” د ذات په مانا راغلى دى. په لرغوني تاريخي او جغرافيوي متونو كې هم زابل هغه هېواد ذكر شوى چې په ادب، تاريخ او لرغونتيا كې مشهور دى او لكه څنګه چې بر ارغنداب دا اوس اوس د زابل ولايت پورې اړه لري هغه مهال هم د ارغنداب سيمه دزابل په حوزه كې شامله وه.

د يفتليانو د مهال نامتو او مشهور واكمن”مى هبيراكولا” څو وارې په هندوستان يرغل وكړ او د “500 زيږدي كال په شاوخوا كې لومړى د هېواد په جنوب لويديز كې بيا ورو ورو يې دهېواد جنوب او جنوب ختيز خواته هم مخه كړه چې په پاى كې تر هند پورې ورسېد.

كلات د زابل پلازمېنه د ارزګان جنوب ته پروت دى او همدا رنګه د هلمند سيند يې لويديز پلو ته بهيږي. د ارزګان سيمه يو څه غرنۍ ده په ژمي كې هوا سړه ده او په اوړي كې يې هوا معتدله او برابره ده. كرهڼه او د څارويو روزنه په كې دود ده د څړ ځايونه يې ډېر دي او راز راز مېوې په كې هم پيداكيږي گ

وموويل چې ارزګان يو څه غرنى دى او د “سمندان” غر يې ځكه ډېر مشهور دى چې هلته يوه سمڅه تر سترګو شوې چې خوله يې پنځه متره پراخه ده خو كله چې سړى ورننوځي ورو ورو يې پراخوالى زياتيږي اّن دا چې تر 50 مترو پورې پراختيا مومي. خو دومره په كې سړوخه ډېره ده چې اّن د اوړي په موسم كې هم ددې شاوخوا يخ او كنګل وي او له بامه يې څاڅكي څاڅكي او به را څاڅي.

ښايي د همدې سړوخې له بابته وي چې ددې سمڅې تر پايه څوك تر اوسه نه دي رسيدلي.

د ارزګان مشهورې سيمې چې په بېلابېلو پړاونو كې ددې ولايت برخې ګڼل شوي او د ولسوا ليو تر كچې هم رسېدلي دي په دې ډول دي : اّجرستان، ترينكوټ، خاص ارزګان، ده راود، داى كندي، شهرستان، چوره، ګزاب او كجران دي. له دې سربېره ځنې نورې سيمې چې د لرغوني تاريخ په متونو كې تر سترګو شوي هم د پام وړ دي. د بېلګې په توګه موږ د مخه د”ګزاب” د تاريخي سيمې يادونه وكړه چې دغه نوم په ځنې متونو كې د”ګزيو” په بڼه كښل شوى دى. دا ښكلې غرنۍ سيمه چې د هلمند څپانده رود يې له مينځه تيريږي لا يې ددې سيمې ښكلا زياته كړې ده. دشنسبيانو په مهال دغې سيمې ډېر شهرت درلود او په 618 ليږدي كال د غور دشهزادګانو له جملې يوتن ملكزاد ناصرالدين ابوبكر ددې سيمې واكمن وو. په طبقات ناصري كې راغلي چې”منهاج سراج” پخپله دغې سيمې ته په ټاكلې نېټه ورغلى وو چې له لږ تم نه وروسته له ګزيو نه تمران ته او هغه ځايه بېرته غور ته ستون شوى دى گ

دارنګه نوموړي تاريخپوه د ارزګان په اړه نورې څرګندونې هم كړي خو په دې لړ كې د سلطان غياث الدين يادونه هم كوي او له دې سربېره د غزنويانو او غوريانو په مهال هم روزګان يوه پرمختللې سيمه وه. ډېرو څېړونكو يې يادونه كړې ده. منهاج السراج پخپل كتاب طبقات ناصري كې د بست، وجير (اجرستان)، ګرمسير، درمشان، روزګان او دغزنين يادونه هم كړې ده چې وجير اوس هم د روزګان د ولايت برخه ده. ياد شوى جغرافيه پوه د ملك شهاب الدين، علاوالدين محمود، سلطان غياث الدين، بهاالدين او امير سوري د يادونو په لړ كې ددغې سيمې جغرافيه كښلې او بيا يې د هرې پېښې په اړه څرګندونې كړي دي. د ساري په توګه وايي چې د”تمران” په سيمه كې د”اسك” (چې ښايي هسك وي) چې د دراشك او “ورشك” په نوم هم ياد شوى يو لوى غر پروت دى. له نښو نښانو څخه ښكاري چې يو مهال به دلته واړه واړه ښارونه موجود وو.

ددې خبرې يو دليل دا كېداى شي چې په دغه سيمه كې ډېر پوهان او عالمان تېر شوي دي چې موږ د سلطان غياث الدين د مهال د څو تنو نومونه لكه ملك قطب الدين يوسف تمراني، ملك سيف الدين مسعود تمراني، ملك مويدالدين مسعود تمراني، ملك ناصرالدين تمراني او ملك تاج الدين تمراني د بېلګي په توګه يادولاى شو.

د تاريخ په اوږدو كې د افغانستان په بېلابېلو سيمو په دې لړ كې د سيستان، غور، روزګان، باميان، فراه او هلمند په ولايتونو كې داسې تاريخي سيمې شته چې كله هم د يوه ولايت او كله هم د بل ولايت سيمه ګڼل شوې ده او يا كله ځنې سيمې دومره جوختې او يا يو بل سره دومره نږدې پرتې دي چې جغرافيه يي جوړښت يې سره ورته دى د مثال په ډول د “ګزيو” (ګزاب) لويديز ته همدغه د “تمران” يوه غرنۍ سيمه پرته ده چې “ناوونه” او ورشو ګانې يې ډېرې ښكلې او په زړه پورې دي. ولې دغه سيمه بيا د غور سهيل پلوته پرته ده چې په”حدود العالم” كې (372 هـ) د”تمازان” په نوم هم ياده شوې ده. خو ددې كتاب په 59 مخ كې بيا تمران او تمازان دوه بېلې سيمې ګڼل شوي دي.

همدا راز د بالشتان (والشتان) سيمه چې له”تيري” او د روزګان له “د هراوت” نه وروسته د غرونو په مينځ كې د غور په سهيل كې پرته ده يوه تاريخي سيمه ده چې د محمد سوري* تاريخ يې موږ ته را پېژني او ويلي يې دي چې د امير پولاد سوري زوى د 139 هـ په شاوخوا كې د غور ډېرې سيمې ونيولې چې په دې لړ كې بالشتان هم وو

د سيستان په تاريخ كې بيا د بالشتان سيمه د بست او زمينداور له سيمو سره يو ځاى ياده شوې. دا رنګه بيهقي، مقدسي، حدودالعالم، البيروني، يعقوبي او نورو د بالشتان په اړه ليكنې او څرګندونې كړي دي خو منهاج السراج چې دا سيمه د غور برخه ګڼي ويلي دي: “د والشتان اوسيدونكي د سوري امير په مهال لا مسلمان شوي نه وو.” (طبقات ناصري 181مخ)

شيخ كټه په لرغوني پښتانه كې كاږلي دي چې دا كتاب يې ليدلى وو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button