ارزښتناکې او په زړه پورې سپارښتنې

وایې چې د فرانسې هیواد په یوه ښار کې ستره غونډه جوړه شوي وه او په غونډه کې دولتي لوړو چارواکواو مخورو فرانسویانو ګډون کړی وو.
د غونډې تالار ته یو لوړ رتبه پوځي افسر را دنـنه شو او په ټاکلي چوکۍ کیناست.د پوځي جنرال پر سینه ۲۸ لوړنښانونه اود سروزرو مډالونه لکه ستوري ځلیدل . د جنرال ومخې ته یوه د پاخه عمرمیرمن ودریده د سلام او درنښت له ادا کولو وروسته یې له هغه وپوښتل تاسو ته د دغولوړو اوعالي مډالونواو نښانونومبارکې وایم او لکه چې پخپله دنده کې تل بریالي واست ؟
جنرال له میرمنې څخه په منـنې په ځواب کې ورته وویل:
هو! خو پخپل ژوند کې مې له دغو بریالیتوبونوڅخه زیاتې ناکامۍ ،لوړې،ژورې، لویدل او پورته کیدل اوستونزي لیدلي دي خوپه هوډمنه او پولادي اراده مې له ستونزو سره ډغرې وهلي او دژوند په ډګر کې ناخوالواو کړاوونو ته تسلیم شوی نه یم. د بري راز همد ا بولم.
ــــ
همدارازد یونان په لرغوني هیواد کې یوه ځوان له خپلې مورڅخه په ډیر ادب وپوښتل ؟
ګرانې مورجانې ! زما شمشیر اوتوره لنډۍ ده د دوښمن سره په جګړه کې په دې لنډه توره اوشمشیرڅنګه جګړه وکړم؟
مورجانې په ځواب کې ورته وویل:
زما دسترګو توره زویه ! که توره دې لنډۍ ده. یوګام وړاندې پورته کړه.
هو! زموږ په پښتني پرګنو کې هم دامتل شته چې وایې:
چې توره دې لنډۍ شي پل پسې واخله.
له پورتنیو یادونواو سپارښتنو مې موخه داده چې له بده مرغه زموږهیواد اوافغان ولس د خورا سترو بې سارې ستونزواو زړه بوږنوونکوناخوالواو کړاوونو سره مخامخ دی.او له بلې خوا دا لرغونۍ ټاټوبۍ ګران افغانستان له ۵۰ پیړیوڅخه په زیاته موده اود زرګونو کلونو په پېر او بهیر کې موږته په میراث راپاتې دی .که څه هم د لوی او تاریخي افغانستان نقشه د مکاراوخونخوارانګلیس په ښکیلا کي توطیوتر دې مهاله ټپي شوي ده اولا د شرغوبل ا و نیابتي جګړود اور په لمبو کې د ګران هیواد ځمکه، هوا،غرونه او سیندونه،کانونه اوځنګلونه،افغان ولس او ملي ارزښتونه د ستروتباه کوونکوګواښونواوڅرګندو یرغلونوپه خونړیو تاړاکونوکې تباه اوزمولل کیږي.
د ټولو سره وروڼو افغانانوپه تیره بیا د وطنپالو،بیداروپیغلواو باتوروځوانانو ملي دېن او مسوولیت دی چې د خپلو پلرونو او نیکونو را پاتې ویاړلی میرا ث لکه د فرانسوي جنرال په مصممه اراده اود یوناني ځوان د لنډه کي شمشیر سره په وړاندې ګام پورته کولو سره وژغورواو کنه ۲۱ پیړۍ به د افغانانو د وینوبهولواوجنوساید وژلوپه نوم دریغه،دریغه! د نړۍ د تاریخ په پاڼوکې ثبت شي.
ګرانه وطنه! په بیلابیلوجاموکې دې مکار او غدار دوښمنان نابود اورسواشه.
اکبري ــ ۶/۱۰/۲۰۱۸

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button