آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

ژباړن: انبیا ژمن
تاسو باید له ځان څخه څلور ساده پوښتنې وکړﺉ.

1. تاسو له هغوکارونو سره که هغه ستاسو یا د بل وګړي په وسیله وي چې په هېڅ صورت باید ترسره نشي ، څه کوﺉ؟
2. تاسو له هغو کارونو سره چې نور یې ستاسو په شان او یا وکولای شي له تاسو څخه یې غوره ترسره کړي څه کوﺉ؟
3. تاسو له هغو کارونو سره چې د نورو وخت بې ګټې لګوي څه کوﺉ؟
4. تاسو له هغو کارونو سره چې ستاسو وخت بې ځایه لګوي څه کوﺉ؟
که تاسو دې پوښتنو ته ځوابونه نه لرﺉ، یا ډېر بشپړ یاستئ چې دې مدیریت ته اړتیا نه لرﺉ، یا دا چې له ځان سره رښتني نه یاستئ.

دلته د وخت بې ځایه لګوونکو او د زمان لوټمارانو ته اشاره شوې ده. تاسو له ډېر فکر کولو پرته کولا شی په دې اړه نور دې ته ورته ټکي هم اضافه کړئ.

د وخت له منځه وړونکي – هغه لارې چې تاسو نشئ کولای پکې له وخت څڅه غوره ګټه پورته کړئ
په یوه کار کې له اندازې ډېره هڅه
د يوه کار ځنډول او په اړه يې بې پروايي
د یوه کار په منځ کې د وقفې رامنځ ته کول
غوږ نه نیول
د «نه» ویلو وړتیا نه لرل
د لومړیتوبونو د ترتيب وړتیا نه لرل
په یوه کار کې د ټولو ګډول
جزیاتو ته له اندازې زیاته پاملرنه
اصلي مطالبو ته کمه پاملرنه کول
بې پلاني
ټول کار او د هغه موخو ته کمه پاملرنه کول
د یوه ټوټې ټوټې شوي کار ترسره کول
هوساینې او استراحت ته کمه پاملرنه چې د تېروتنې د رامنځ ته کولو او ستړیا سبب کېږي

د وخت لوټماران (غله) – هغه لارې چې ستاسو وخت پکې د نورو په واسطه یا په نورو مسایلو بې ګټې لګېږي
اطلاعات (کم، نابسیا، نا څرګند)
د مطالبو ډېر زیات لوستل
غونډې (ډېرې زیاتې، ډېرې اوږدې)
ټلفون (د اړتیا په وخت کې د اړیکو نیولو وړتیا نه لرل، ټلفوني مزاحم، ډېرې خبرې کول)
د مرستندوي ځواک کموالی
د فایل بندۍ او طبقه بندۍ سسټم (کمزوری، پېچلی)
فني نیمګړتیاوې ( ماشین، کمپیوټر، …)
نور وګړي (ټنبل، ناسوب، ناوخته)

د وخت مدیریت لارې:
د خپلو کارونو یو ورځنی راپور له ځان سره ولرﺉ او هغه وڅېړﺉ تر څو ووینئ چې ستاسو وخت چېرته روان دی. کولای شئ دا راپور د کاغذ پر مخ ولرﺉ او یا هم په کوم پوستکالي کې. په بله مرحله کې باید پرېکړه وکړﺉ چې څنګه له خپل وخت څخه استفاده وکړﺉ.

د مهممو کارونو په مقابل کې سملاسي کارونه:
سملاسي کارون = په ټاکلي وخت کې (معمولاً) ډېر ژر بايد ترسره شي.
مهم کار = يو ځانګړي کار دي چې بايد د داسې وګړي يا برخې له خواه ترسره شي چې څومره چې کار مهم وي ډېر وخت ورکړي او پاملرنه يې ورته ډېره وي.

د معمولي کار کړلو لار
ډېر سملاسي والی (فوریت) لږ سملاسي والی (فوریت)
په دې برخه کې کارونه ترسره کېږي خو معمولا د وخت د کموالي په سبب په ناسمه توګه او یا له تېروتنې څخه ډک په دې برخه کې کارونه ځينې وخت ترسره کېږي خو په بل ځای کې ستونزه رامنځ ته کوي کم ارزښته
په دې برخه کې کارونه ترسره کېږي خو ډېر وخت بې ګټې پرې لګېږي په دې برخه کې کارونه پاتې کېږي تر څو چې سملاسي والی پیدا کړي (ورسته د وخت د کموالي په سبب سم نه ترسره کېږي. له ارزښت څخه ډک

د مخکې پلان شوي کار د ترسره کولو لار
ډېر سملاسي والی لږ سملاسي والی
دا کارونه هغه وخت اړین دي ترسره شي چې د ( زیات سملاسي والي او ډېر ارزښت تر منځ وي) دې برخې ته ارزښت مه ورکوﺉ دا کارونه په مړو وختونو کې د دریو نورو برخود کارونوپه منځ کې ترسره کړﺉ. کم ارزښته
دا کارونه هغه وخت ترسره کړﺉ له دې پرته چې فکر مو چمتو وي دا کارونه هغه لومړﺉ ورځ چې آرام یاستی ترسره کړﺉ له ارزښت څخه ډک

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button