آیا استیضاح د حل لار ده؟

 

استیضاح څه ته وایې او په کوم وخت کې وکیلان د یو وزیر یا چارواکي د استیضاح حق لري؟
استیضاح د ولسي جرګې د استازو قانوني حق دی. کله چې په یوه موضوع کې د ځينو مواردو په اړه وکيلان د وزیر یا بل چارواکي خاليګاوې وويني او يا هم نيمګړتياوې شتون ولري؛ نو ياد چارواکى راغواړي او د موضوع د سپيناوي په اړه ترې پوښتنې کوي. که چېرې یاد وزیر یا چارواکي په خپله دنده کې ناغیړي کړي وي او یا هم بې کفایته پاتې شوی وي او داسې څرګندونې وکړي چې وکیلانو ته شکي ښکاره شي؛ نو بيا په دې صورت کې د ولسي جرګې استازي حق لري چې هغه استيضاح کړي او صندوق ورته کیږدي، البته له دې مواردو پرته ځينې مهال داسې هم کیږي، چې پنځوس تنه وکيلان را پورته شي او د يوې قانونې تشې د له منځه وړلو لپاره ياد چارواکى د استيضاح لپاره را بولي. د استيضاح پایله بیا دا شي چې استازي یاد وزیر د بې کفایتۍ له امله له خپلې دندې لرې کوي او پر کور يې کينوي، په دې شرط، چې تشه قانوني او د اساسي قانون او کورنيو دندو له اصولو سره سمه وي.

 

په داسې حال کې کیږي چې د هېواد ډيری سیمي ډیرې نا امنه شوي او خلک د تیر حکومت په پرتله ډېر د ناامنۍ احساس کوي؛ او په تیرو میاشتو کې د وسلوالو مخالفانو په بریدونو او ناامنو کې ډير زیاتوالی راغلی دی؛ ولسي جرګې پریکړه کړې چې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استیضاح کړي. دا لومړی ځل نه دی چې ولسي جرګه امنیتي چارواکي استیضا کوي؛ له دې وړاندې هم په ګډ حکومت کې او هم په تیر حکومت کې امنیتي چارواکي استجواب او استیضاح شوي دي.
خو ایا کیدای شي چې د امنیتي چارواکو په استیضاح سره امنیتي حالت کې ښه والی راشي؟

 

په داسې حال کې چې د هیواد سیاسي امنیتي او اقتصادي وضعیت مو ورځ تر بلې خرابیږي، بې کاري زیاتیږي، جګړه زور اخلي، خلک وژل کیږي، ګډوډۍ زیاتیږي او د بهرنیو استخبارات مو کله د داعش او کله د طالب په لاس وژني نو آیا دا به څومره منطقي وي چې امنیتي چارواکي دې یوازې استیضاح شي او نور دې د جنګ جګړې اصلي عامل نه له منځه وړل کیږي؟ د روان ترینګلي امنیتي وضعیت اصلي عامل؛ د امنیتي ارګانونو ترمنځ ناهمغږي، د پولیسو لپاره د جنګي وسایلو نشتوالی او کمښت او سلیقوي مقررۍ او برطرفۍ دي چې د ولسي جرګې غړي او ګډ حکومت یې په هکله لاس په کار شي.

 

د روان ترینګلي امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره باید پخپله د ولسي جرګې استازي له امنیتي ارګانانونو سره اوږه په اوږه لاس په کار شي. په خپله د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون دې د حالاتو د کنټرول لپاره په غوره ستراتیژیو کار وکړي. اصلا اوسنیو شرایطو ته په کتو استیضاح د حل لار نه بلکه د دښمن مورال قوي کول دي. ځکه دښمن ته د حکومت کمزوري او خپله بریا په ډاګه کیږي. د ولسي جرګې استازي په ځانګړي ډول د کورني امنیت کمیسیون باید حالات وڅيړي او یوه مناسبه د حل لار پيدا کړي، د ګډ حکومت په دننه چوکاټ کې نور بهرني لاسونه شتون لري او د هغوی په شتون کې به د امنیتي چارواکو استیضاح کول پرته له وخت ضایع کولو بل هیڅ ونلري. د روانې بدمرغۍ حل په دې کې دی چې لومړی د پردیو لاسپوڅو لاسونه لنډ شي او بیا د ا صلاح لپاره د امنیتي چارواکو استیضاح وشي.

 

استیضاح هم باید داسې نه وي چې د شخصي، ګوندي، قومي، ژبني او سمتي تعصبونو رنګ ورکړل شي. استیضاح باید په پوره معنا خپلواکه او د ستونزو د هواري لپاره وي. له بده مرغه زمونږ ډيری وکیلان بیا دا اصل په نظر کې نه نیسي. کله چې دوی بې خرڅه شي او يا هم د دوى غوښتنې ونه منل شي؛ نو بيا په یو او بل نوم د چارواکو د استیضاح سندرې زمزمه کوي.

 

لیکنه : خوشحال آصفی

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button