آيا پاكستان په ريښتيا په سيمه كې سوله غواړي؟

ځينو رسنيو دغه راپورونه خپاره كړل چې پاكستان له طالبانو څخه غوښتي چې د سولې خبرو ته حاضر شي او خپل پسرلني عمليات ودروي، په څو دلايلو افغانان بيا هم د پاكستان په نيت شكمن دي.

لومړى دا چې موږ څو لسيزې، همدغسې د جګړو او دريځونو شاهد يو، اوس چې څو عملاً د طالبانو پسرلني عمليات ونه درېږي او په امنيتي وضعه كې ښه والى رانشي هېڅوك به هم د پاكستان پر دغه پيغام باور ونه كړي، د دغه خبره له خپرېدو سره سم وروستۍ دوې ورځې په هېواد كې د جګړو او بريدونو د زياتوالي كچه لوړه ښيي.

دوهم د دې راپور له خپرېدو سره آزادۍ راډيو پرون د هېواد په شمال كې د دولت د مخالفو جنګياليو د مخ پر ډېرېدو فعاليتونو په اړه راپور درلود، په دې كې زموږ د ملي اردو منصبدارانو برالا دا تائيدوله چې د وسله والو مخالفينو قومانده د آى اس آى د منصبدارانو او نورو بهرنيانو په لاس كې ده.

دا چې اوس په مركز كې د ملي امنيت او آى اس آى تر منځ د تفاهم ليك په اړه خبرې رسنيو او سياسي محافلو ته راووتې، بېله خبره ده، خو معمولاً به د ځانمرګيو بريدونو او يا ډله ييزو حملو نه وروسته چې زموږ امنيتي مسوولينو د پېښې په اړه رسنيو ته معلومات وركول، په سلو كې تر 99 يې د اعتراض ګوته آى اس آى ته وه، تشې ادعاوې هم نه وې اسناد به هم له رسنيو سره شريكېدل او د نيول شويو كسانو اعترافات به هم وو.

اوس كه پاكستان له طالبانو څخه ملاتړ ونه كړي او په دې لوبه كې شريك نه وي، طالب او د دوى نور نړيوال ملاتړي د هېواد تر شمال خوندي ولايتونو پورې په كوم زور او د كوم ځواك په تكيه تلاى شي؟

موږ پر دې باور يو چې كه غواړو سيمه د ابليسي توطيو نه خوندي شي د پاكستان او افغانستان تر منځ ريښتينې سوله او همكاري ضروري ده، د دې همكارۍ عملي لاره همدغه ده چې دواړه لوري په ريښتينې معنا د سيمې په سوله كې يو بل ته لاس وركړي او د هغو ابليسي توطيو په مخه كې په ګډه ودرېږي چې دلته پلې كېږي او بيه يې زموږ ولسونه پر وينو ادا كوي.

آيا د پاكستان پوځ او په تېره استخبارات دې ته چمتو دي چې د توطيو له مركزونو سره خپله يارانه ختمه كړي او د خپل ولس په شمول سيمې ته د امن په راوستو كې مثبت رول ادا كړي؟

دې پوښتنې ته به لنډه راتلونكې ځواب وركوي

Exit mobile version