آمربا المعروف ونهی عن المنکر!

آمربا المعروف ونهی عن المنکر!
نیکو او غوره کارونو ته هدایت او رابلنه اوله منکراتو او ناوړه کارونو غندنه اوځان ژغورنه ، اسلامي سپیڅلی حکم دی.
خوله بده مرغه په افغانستان کې دا اسلامي غوره ارشاد د تش په نوم د اسلام د ټیکه دارنوله خوا بله بڼه غوره کړي اوهغه دا ډول کارول کیږې :
آمربا الانفجارونهی عن الخـیر!
دریغا! دریغا! په موږ سوچه مسلمان افغان ولس نه پرنګیانو، نه قطبي سرو روسي خرسانو او نه د امریکا په مشری بیلابیلو بې رحمه زبیښاکګرو ظالموبلو سګرانو او نه داسلام په جامه کې پرونیو جهادیانو او نه پرون اونـن سپین پټکیو خونړیو طالبانو، هیڅ رحم اوخواخوږي ونه کړه . اوکلونه ،کلونه دا بې وزله اوبې وسه افغان ملت د اور په لمبو کې سوځي اوتردې مهاله انفجار،انتحار، بمبارد هیواد په ګوټ،ګوټ کې له افغانانو ژوند،کور،کلی اوهرڅه اخلي.
که سپیني،سپیني ووایم پرونیو خلقیانو او پرچمیانو د خپلمنځي مخالفتونو او دوښمنیو په بیلا بیلو توطیو او نېرنګونو،بې شميره د یواوبل ویني وبهولې ، د پلچرخي په زندان اونورو جیلخانو کې يې ځنځیرونه اودرنې زولنې وشرنګولې اوپه پایله کې يې پخپلولاسونو دغواوسنیود شرغوبل اوناپایه جنګ،جګړوته لار پرانیسته اود افغانستان جګړه هغه پړاو ته ورسیده چې امریکایان یې د خپل تاریخ اوږده جګړه بولي او د ناتو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا هک پک اوحیران شوی وایي چې که له افغانستانه ووځي نو دتیرو دوولسیزو لاسته راوړنې به په اوبو لاهواوچورلټ له منځه ولاړې شي اوکه بیا ناتوځواکونه په افغانستان کې پاتې کيږي تاوتریخوالی او خونړی جګړې به لا زور واخلي.
هو! پردی کټ تر نیموشپو دی او کوږبار تر منزله نه رسي.
لنډه خبره داچې دا اوسنی جګړه اوماتمي لوبه د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتو په لاسونو روانه او رامنځته شوي د جګړې ښکیل هیڅ لوری هم خپل واک اواختیار نه لري . طالبان د پاکستان د ای،اس،ای آمربالانفجار تابع او افغان لوری هم د نړیوال استکبار او سی،ای،ای بولندویې ته لاس په نامه ولاړدي او په پایله کې افغان ولس د وینوپه حمام کې راګیر او د وطن هرڅه پلونه،سرکونه، پوهنتونونه، ښوونځۍ اود زده کړو مرکزونه ، ټولګټي تاسیسات د مالوم الحاله دوښمنانو په نغوته او دستور ورانیږي. د د اعي اوسیاوش په څیر د حقیقت او واقعیت ویندویان اونورې درنې سټې اوافغانپاله کـکرۍ د هدفي وژنو ښکار ګرځي .
د بریګډال په بدل کې له ګواتینامو له زندانه راخوشي شوي طالبان چې اوس په دوحه کې له خپلو کورنیو سره میشت دي اوپه خبروکې څرګنده ونډه لري هیڅکله به د زندان د زیړو او زرغونو جاموترخې خاطرې هیرې نه کړي . عبدالغني برادرڅه دپاسه لس کاله پاکستاني زولنې شرنګولي اود امارت د وخت د دفاع وزیر مولوي عبید الله اخوند په زندان کې د پنجابیانو په لاسونو د وژلو توطېې هیرې نه کړي او د دوی د الصلح خیر احساسات سخت ټپي شوي دي . له دې کبله مې افغان ولس مشر اشرف غني ته وړاندیز دادی چې د خاموهلکانوباتور دوستم اوخالد نورپرځای چې پلرونه یې دزرګونو،زرګونو طالبانو د مرګ ژوبلي پړه په غاړه لري په کابل کې سوله ییز استوګن د ملاعمرخورا نیږدي ملګری مولوي عبدالسلام ضعیف، د طالبانو د بهرنیوچارو وزیر عبدالوکیل متوکل، عبدالحکیم مجاهد، سيد اکبرآغا اونورو مطرح شخصیتونو یوه باوري جرګه قطرته واستوي څوپه هیواد کې د رښتیني روغي،جوړي اوسولې په اړه د افغانانو مړاوې هیلي راژوندی شي . د دوحې روانې د سلامت اوملامت ناندری کومه مثبته پایله نه لري. ومن الله التوفیق .
رښتیا،رښتیا به وایم . که وم،وم که نه وم،نه وم
۲/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button