آزاد شوي طالب مشران او د سولې بهیر

 

 

 

ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

مقدمه

  

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف ته د ولسمشر اشرف غني ليک، هغه موضوع ده چې په رسنيو کې په پراخ ډول خپره شوه او په افغانستان کې دننه يې بېلابېل غبرګونونه له ځان سره درلودل. د دغه ليک محتوا چې په اتو ټکو کې خلاصه شوې، ځينې مهم او پاموړ ټکي لري؛ خو لاهم څرګنده نه ده چې آيا دا ليک په رښتيا هم د پاکستان سياسي رهبرۍ ته استول شوی کنه؟ ځکه لا يې هم په اړه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت د رد يا تاييد په اړه څه نه دي ويلي. 

که دا ليک په رښتيا هم د پاکستان سياسي مشرتابه ته استول شوی وي، ولې د هغه هېواد له استخباراتي شبکې سره د افغانستان د ملي امنيت د يوې تفاهم‌نامې له لاسليک سره هم مهاله استول کېږي؟ او آيا په ليک کې درج شوې غوښتنې عملي دي؟ خو که ليک نه وي استول شوی، نو بيا د دې آوازې خپرولو اصلي موخه څه ده؟ 

له بلې خوا د ګوانتانامو له زندان څخه د پنځو خوشي شوو طالب مشرانو د نظربندۍ يو کلنه موده پای ته رسېدلې او په دې تړاو بېلابېل راپورونه خپرېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي، چې دا کسان دې کابل ته وسپارل شي، ترڅو د سولې په بهير کې مرسته وکړي؛ خو آيا دا کسان په رښتيا هم د سولې په بهير کې مرسته کولی شي؟ 

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ګواکې د دغو کسانو د نظربندۍ موده غځول شوې ده. د دغې مودې غځول به د سولې پر روانو هڅو څه اغېز وښندي؟ او په ټوليز ډول د سولې په تړاو وروستي ګامونه په کوم لوري اخېستل شوي او اخېستل کېږي؟ 

د دې اوونۍ په تحليل کې، د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړنیزې څانګې، همدا موضوعات شنلي دي. 

له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو جګپوړیو طالب بندیانو د خلاصون له یوه کال مودې پوره کېدو وروسته، د دغو کسانو د برخلیک په تړاو څرګندونو زور اخیستی. ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا فاضل مظلوم، عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري د تېرې مۍ په ۳۱مه نېټه د قطر په منځګړيتوب او د امریکا او په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازو د غیرمستقیمو مذاکراتو په پایله کې، له طالبانو سره د اسیر امریکايي پوځي، “بو برګډال” سره په تبادله کې آزاد شول. هغه مهال د دواړو لورو ترمنځ دا شرط منل شوی و، چې دا کسان به تر یوه کاله له قطر څخه بهر سفر نه کوي؛ ځکه امریکايي چارواکیو وېره لرله چې دغه طالبان، چې په خپل وخت کې عمدتاً نظامیان وو، د جګړې ډګر ته ستانه نه شي. 

اوس چې له قطر څخه بهر د دغو طالبانو پر سفرونو د بندیز وخت پوره کېږي، د امریکا د څارګرې ادارې مشر جان برینن، له سي ان ان سره په خبرو کې وویل چې دوی له قطر سره په دې تړاو خبرې کوي. ځینې راپورونه داسې هم خپاره شول، چې د دوی پر سفرونو بندیز تر هغې غځول شوی، ترڅو چې امریکایان له قطري چارواکیو سره یوې پرېکړې ته ورسېږي.

له بلې خوا طالبانو هم د خپلو غړیو د خوشې کېدو پر لومړۍ کلیزه خبرپاڼه خپره کړې ده. په دې خبرپاڼه کې د یادو مذاکراتو په بریا کې له ښکېلو اړخونو یو ځل بیا مننه شوې او زیاته شوې چې «له توافقنامې سره سم به نوموړي کسان په آزاد حیثیت سره په هغه ځای کې چې اسلامي امارت لازم وبولي، خپل ژوند تېروي».

د افغان حکومت د سولې عالي شورا بیا غوښتنه کړې، چې دغه آزاد شوي طالب مشران دې کابل ته وسپارل شي، ترڅو «د سولې بهیر کې مرسته وکړي». 

آيا دا کسان د سولې په بهير کې رول لوبولی شي؟

دا تمه چې ياد شوي پېنځه تنه طالب مشران دې کابل ته وسپارل شي، ترڅو د سولې په خبرو کې رول ولوبوي، د څو لاملونو له مخې يوه بې‌ځايه تمه ښکاري:

لومړی: دغه پنځه تنه آزاد شوي طالبان عمدتاً نظامیان دي، چې د خپلو دندو پر مهال تر ډېره په نظامي چارو کې بوخت وو؛ دوی د کوم سیاسي کار مخېینه نه لري، چې د سولې بهیر کې د مرستې تمه ترې وشي؛

دویم: دغه طالبان پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې د ۲۰۱۴ کال د مۍ مياشتې تر وروستیو پورې، د افغانستان له روان وضعیت او نوو بدلونونو او نوو څېرو سره کاملاً ناآشنا شوي دي؛

درېیم: دغه پنځه تنه د قطر دفتر له تاسیس راهیسې په لومړنیو مذاکراتو کې آزاد شوي. په داسې حال کې چې د مذاکراتو کولو یا نه کولو صلاحیت د طالبانو له خوا د قطر دفتر ته ورکړل شوی، نو دا پنځه تنه څنګه کولای شي د دفتر له موافقې پرته د سولې د بهیر نوښت په خپل لاس کې واخلي؛

څلورم: پخوا هم لوړپوړي طالب چارواکي له زندانو آزاد شوي دي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، وکیل احمد متوکل او په اسلام آباد کې د طالبانو سفیر، ملا عبدالسلام ضعیف هغه دوه تنه دي، چې د سیاسي کار مخېینه یې هم لرله؛ خو له آزادېدو وروسته یې د سولې د بهیر نوښت په خپل لاس کې ونه شو نيولی؛

پنځم: که دا پنځه تنه د سولې بهیر د چټکولو هڅې هم وکړي، مګر د طالبانو په اوسنیو لیکو کې عمدتاً نوی نسل جنګېږي او د دوی پېژندګلوي ښايي په هغه حد کې نه وي، چې د جګړې پر بهیر اغېزې وښندلای شي.

 

د سولې د روانو هڅو دوه بهيرونه

لومړی، له قطر دفتر څخه د طالبانو رسمي استازي، چې هڅه کوي ځانونه د پاکستان له اغېزو لرې، د خپلې ډلې په استازیتوب په نړیوالو ناستو کې ګډون وکړي؛

او دویم، پاکستان د اشرف غني له حکومت سره د خپلو یو لړ ژمنو د پلي کولو په دود داسې ښيي چې ګويا طالبان یې د سولې خبرو ته کېنول.

تېره میاشت له طالبانو سره د خبرو دوې ناستې د خبرونو سرټکي وو. د قطر په الخور کې د پګواش له خوا رابلل شوې غونډه او په ارومچي کې تېره اوونۍ د سولې اړوند بله غونډه، چې بې پایلې پای ته ورسېدې. د پګواش په ناسته کې له قطر دفتر څخه د طالبانو یوه شل کسیز پلاوي ګډون کړی و؛ خو د اورمچي په ناسته کې بیا داسې کسانو ګډون کړی و چې د طالبانو په تشکیلاتو کې يې دندې نه دي معلومې. داسې راپورونه ورکړل شول، چې د ارومچي په ناسته کې ملا جلیل، ملا حسن رحماني او ملا عبدالرازق د طالبانو په استازيتوب ګډون کړی و؛ خو طالبانو په اورمچي خپل ګډون رسماً رد کړ.

ځینې رسنۍ کله د اورمچي په ناسته کې د پاکستان د آی اس آی په نوښت، د طالبانو د ګډون خبره کوي او ځینې نور بیا د پګواش په ناسته کې د طالبانو د ګډون کریډیټ پاکستان ته ورکوي. د سولې په تړاو هڅو کې د افغان حکومت يوه تکراري تېروتنه دا ده، چې پاکستان ته یې د دغه هېواد تر وړتیا پورته ارزښت ورکړی او همدا کار نه یوازې دا چې د سولې بهیر د چټکتیا لامل نه دی شوی، بلکې د سولې بهیر یې لا پېچلی کړی دی.

په افغانستان کې د «ملي يووالي» حکومت له تشکیل راهیسې، ولسمشر غني هڅه کړې چې د هېواد په بهرني سیاست کې ژور بدلون رامنځ ته کړي. غني له پاکستان سره په اړیکو کې د ژور بدلون کوښښ کړی، چې له همدې امله په کور دننه تر نیوکو لاندې راغلی. د غني حکومت د سولې بهیر ته ځکه ډېر هیله من شوی، چې پاکستان ورسره ژمنې کړې وې.

په تېره فبرورۍ کې، پاکستان ژمنه وکړه چې د مارچ په لومړیو کې به طالبان له کابل سره نېغ په نېغه خبرې اترې پیلوي. د پاکستان دې ژمنو ځینو سره سولې ته هیلې راوټوکولې. خو پر مارچ څو میاشتې نورې هم ورواوښتې، مګر د سولې د خبرو د عملي پیل څرک ونه لګېد.

 

طالبانو ولې د ارومچي په ناسته کې ګډون ونه کړ؟

طالبانو ته د نژدې سرچینو له قوله، د قطر د دفتر غړو غوښتل چې په اورمچي کې له چینايانو سره مخامخ خبرې وکړي؛ خو کله چې ناسته څلور اړخیزه شوه، طالبانو له ګډون څخه انکار وکړ. د طالبانو د قطر دفتر ویاند، ډاکټر نعیم وردګ هم په اورمچي کې د خپلو استازو ګډون رد کړی او دا يې د سیاسي دفتر د رول د «کمرنګه» کېدو يوه تبليغاتي هڅه بللې ده.

طالبانو ته نژدې سرچینو، د چین په ناسته کې د دغې ډلې د سیاسي استازیو د نه ګډون لامل دا ښودلی، چې طالبان وېره لري، په یاده ناسته کې به یې ګډون په دې معنا و، چې ګواکې پاکستان دوی هلته کېنولي. په ۲۰۱۳م کال کې، کله چې د طالبانو لپاره په قطر کې سیاسي دفتر پرانیستل شو، پاکستان له افغان حکومت سره د دفتر د کمزوري کولو په هڅه کې ملګری شو. د پاکستان په کوټه ښار کې د دغه هېواد څارګرې ادارې د قطر دفتر د مشر، سیدمحمد طیب آغا دوه وروڼه ونیول. هغه مهال ویل شوي و، چې پاکستان د قطر دفتر له مشر څخه غوښتي، چې یو ځل دغه هېواد ته سفر وکړي. خو د طالبانو سیاسي استازو تر دې دمه دغه هېواد ته کوم سفر نه دی کړی. 

د سولې پر وړاندې زياتېدونکي خنډونه

د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راهيسې د سولې په تړاو دومره کار نه دی شوی؛ لکه څومره یې چې په لاره کې خنډونه جوړ شوي دي. د قطر دفتر یوې سرچینې تايید کړې، چې اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د طالبانو له رسمي استازو سره لیدلي وو او له هغوی سره یې ژمنه کړې وه، چې تر خپلې وسې به د امنیتي تړون لاسليک کول ځنډوي؛ خو د ولسمشر د لوړې له مراسمو يوازې څو ساعته وروسته  له امريکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو، چې دا بیا د سولې په لاره کې تر ټولو لوی خنډ او د سولې پرخلاف لومړی ګام و.

افغان حکومت په دویم ګام کې له پاکستان سره خپل روابط له دې کبله نږدې کړل، چې طالب مشران د دوی په ولکه کې دي او چې پاکستان ترې څه وغواړي هغه ترې اخیستی شي. د افغان حکومت د دغه پاکستان-محوره خارجي سیاست له کبله طالبانو د خپلې خپلواکۍ او سیاسي راتلونکي په موخه خپل پسرلني عملیات په ښه زور او زوږ سره پيل کړل، ترڅو ځانونه د پاکستان له اغېزو څخه پاک او خپل سیاسي راتلونکی خوندي کړي. له همدې کبله دوی د پاکستان له لارې د سولې خبرو اترو ته چمتو نه دي؛ ځکه دا به بیا د دوی سياسي خپلواکي سلب او د دوی سیاسي راتلونکی تور کړي. 

اوس به هم پر هغو پنځو طالب مشرانو د نظربندۍ موده اوږدول، چې د بو برګډال په بدل کې له ګوانتنامو څخه راخوشې شوي وو، د طالبانو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ بې‌باوري لا زیاته کړي. ځکه د طالبانو په اند له دوی سره د شوې توافقنامې له مخې، د دغو کسانو یوه کلنه موده پوره شوې او اوس به په آزاد حیثیت سره ژوند تېر کړي. دوی د دغې نظربندۍ د غځېدو په اړه د رسنيو راپورونه، بې‌بنسټه بولي او دا د نړېوالو اصولو او د شوې توافقنامې د اصولو منافي بولي. که چېرې له طالبانو سره د توافقنامې خلاف داسې چلند وشي، نو دا به له طالبانو سره په راتلونکيو توافقنامو هم ژوره اغېزه وښندي. 

پایلې

۱- پنځه تنه آزاد شوي طالب مشران د قطر دفتر په نوښت آزاد شوي او اوس هم هلته مېشت دی. هغوی نه شي کولای د دفتر تر سیوري لاندې د سولې په نامه پر خپل سر هڅې پیل کړي. ځیني باور شواهد هم ښيي چې دغه طالبان داسې کومه اراده نه لري؛

۲- د سولې عالي شورا ګومان کوي چې که دغه طالبان کابل ته وسپارل شي، د سولې بهیر کې به مرسته وکړي؛ خو تر دې پخوا هم د دوی په نسبت لوړپوړي طالبان آزاد شول او اوس هم کابل کې مېشت دي؛ خو د سولې کوم بهیر یې پیل نه کړ؛

۳- پاکستان لا هم هڅې کوي چې د افغان حکومت باور ترلاسه کړي او داسې وښيي چې ګواکې د سولې کیلي یوازې د دوی په لاس کې ده؛

۴- په اورمچي کې پاکستان د طالبانو د پخوانیو غړو له ګډون څخه غوښتل ګټه پورته کړي؛ خو یاده غونډه هم بې پایلې پای ته رسېدلې ده؛

۵- طالبان هڅه کوي چې د سولې اړوند بهیر د پاکستان له اغېزې څخه لرې وي، که افغان حکومت هم دغسې هڅې وکړي، ښايي د سولې پېچلې لار یوه مخه پیدا کړي.

۶- د پنځو طالب مشرانو د نظربندۍ موده غځول د سولې پر وړاندې د زياتېدونکو خنډونو پر لړۍ يو بل خنډ ورزياتېدل دي او د طالبانو پر راتلونکو پرېکړو به ژوره اغېزه وکړي.

پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button