مینه، محبت او پر اولادونو یې اغېز

مینه، محبت او پر اولادونو یې اغېز
شیروان ودان
دا چې انسان د انس له کلمې نه اخیستل شوی چې مانا یې مینه او محبت کول دي؛ نو په دې اساس د انسانانو ترمنځ مینه کول په تېره بیا په ګډ ژوند کې ترټولو ښه او ارزښتناک بلل کیږي.
له همدې کبله ویلی شو چې مینه د خاوند او مېرمنې په منځ کې یو او بل ته څرګندېږي، که یو او بل ته مینه برعکس ښکاره نه شي، نو مینه به بیا د هغه ګل په څېر وي چې ښکلا لري خو لیکن بوي نه لري، چې دا ډول کړنې په خپله د خاوند او مېرمنې ترمنځ پر اړیکو ناوړه اغېزې شیندي، او ګډ ژوند له هر ډول حرکت څخه را غورځوي، او پایله به دا شي چې په ژوند کې به خپل منځي اړیکې یو بل ته بیا هیڅ ارزښت ونه لري او ژوند به یې له تاوتریخوالي نه ډک وي.

د مېړه او مېرمنې اړیکه او پر اولادونو یې اغېز!

څومره چې د ښځې او خاوند تر منځ اړیکه سمه وي، په هماغه کچه پر اولادونو هم مثبت اغېز کوي، او روښانه راتلونکی لرلی شي. دا سمه ده چې د خاوند او مېرمنې تر منځ کله ناکله لفظي شخړې او د نظر اختلافات رامنځ ته کېږي، خو دا بیا د دوی په پوهې پورې اړه لري چې، څه ډول د خپلو اولادونو په مخ کې ادب مراعات کړي. همدا ده چې اولادونه زده کوي چې څه ډول په راتلونکې کې په مخ کې پرتې ستونزې حل؛ او له ورځنیو چارو سره جوړ جاړی وکړي.

دغه ډول څومره چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړیکې کږې وي، په همغه کچه پر اولادونو منفي اغېز کوي او راتلونکی یې روښانه نه لیدل کېږي. د پلار عمر هم له اولادونو سره د مینې، لوبو او روزنې په برخه کې توپیر کوي. تر ډېره هغه پلارونه چې لا یې د ځوانۍ باغ تازه وي، خپلو اولادونو ته رسېدلی شي او مینه ور سره کوي، ورځنۍ چارې یې څاري او له خپلو اولادونو څخه وخت پر وخت ځان خبروي، خو کله چې د پلار عمر پخېږي او د اولادونو شمېر یې زیاتېږي، بیا یې دومره د زړه زور نه وي.

اولادونه هم تر ډېره په دې وخت کې زړه نه ښه کوي چې پلار یې د ځوانۍ چمونه ورته وکړي.
حل لارې!

عاطفې خبرې!

د عاطفې، مینې او زړه سواندۍ څخه ډکې خبرې چې په بشپړ ډول سره یو بل ته وکړل شي، او په خپلو معمول شوو خبرو کې د خواخوږۍ او همدردۍ شات پراته وي او استعمال شي، نو دا یو پر بل مستیمآ او ژورې اغېزې درلودلی شي.

د خوږو الفاظو استعمال!

په ګډ ژوندانه کې یو بل ته خواږه او د مینې ډک کلمات، او له ناز څخه ډک نومونه او یو لړ هغه وسایل چې په مرسته ېې یو له بل سره مینه پیاوړي کیږي نو له داسې کړنو نه اسفاده کول!

ښه سلوک!

له خپلې مېرمنې سره په ورین تندي ملاقات، نرمې خبری، له خندا نه په ډکه څهره او داسې نور به هغه لارې چارې وي چې؛ مخاطب لوري ته خوشحالتیا بښي.

پایله:

په ګډ ژوندانه کې هغه وخت خوشحالي، سوکالي او نیکمرغي را منځ ته کیدلای شي چې؛ کله دواړه دا تصور ولري چې موږ یو د بل بشپړولو او تکمیلولو لپاره کار کوو، او د ژوند په دې اوږده سفر کې به یو د بل پاملرنه، عزت ساتنه، متقابل احترام، د مینې، محبت، ناز او ادا او د خیالاتو ساتنه وکړو.
د خاوند او مېرمنې تر منځ د خواخوږۍ د اړیکو د ځواکمنتیا لپاره کېدلای شي له ډېرو لارو څخه استفاده وشي خو په عمومي توګه په پاسنۍ لیکنه کې ورباندې رڼا تر یوه حده په دغه موضوع واچول شوه. او که په دغه لارو چارو سم عمل وکړو نو لیرې به نه وي چې؛ ژوند به مو د بیلابیلو خوښیو او نیکمرغیو څخه برخمن وي او د لالهانده ژوند غمونه به مو تر ډیره په اوبو لاهو شي.

د یو اباد، سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله!!

درنښت او مینه!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button