
د ډيرو خلکو له پاره الوګان يو ډول معمولي سبځي ده خو زيات خلک په دي نه پوهيږي چه د غذايت له نظره دا يو ډول ډير ښه غذايت لرونکي خوارک دي ، په الوګان کې ډير البومين او ويتامينسي موجود دي چه د دغو دواړو موادو اندازه يي د مڼۍ د غذايي موادو د اندازي لس چنډه دي ،دغه راز په الوګان کي ويتامين بي ، او د اوسپني او فلسفورس په ګډون ځيني معدني مواد هم موجود دي چه اندازه يي هم د مڼۍ په نسبت ډيره زياته ده ، نو په ځينو ځايونو کې الوګانو ته د مځکې لاندې مڼۍ يا سيب زيرزميني وايي، د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې خلک د الوګانو څخه جوړ شوي خوراکونه ډير خوښيږي ، پرته د الوګانو نه زمونږ په ورځني ژوند کې هم نور زيات خوراکونه زمونږ د روغتيا له پاره ډير ه ګټه لري ،
دامریکا د کارپيژاندو په وینا د الو خوړل نه یوازې د وینې فشار کنټرولوي بلکې هغه کسان چې کچالان یعني الوګان خوري هغوې کم د زړه له ناروغیو سره مخامخ کیږي .
دنورو سبزیانو په نسبت په کچالانو کښې پوټاشیم (potasium)زیات وي چې الو دپوټاشیم د ترلاسه کولو ترټولو اسانه وسیله ده
کارپیژاندي وايي چې په کچالانو کښې یوسل لس(۱۱۰)کیلوریز وي چې دروغتیا او صحت لپاره ډيره ګټه لري او په دې سربیره د#سترګو په خواو شا کښې سویز د کچالانو په مرستې سره ختمیدلای شي .
لوګان د انسان د بدن د جوړونو ددرد په ختمیدا کښې هم مرسته کوي
Back to top button